د ۱۳۹۸ کال د غبرګولی ۲۳ مه
دسعودي پر ملکي هوایي ډګر توغندیز تروریستي برید په
کلکو ټکو غندم

په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دسپیڅلو حرمینو شریفینو
دهیواد سعودي عربستان دابها ښار په ملکي هوایي ډګر دیمن دحوثي یاغیانو لخوا پرون
سهار تروریستي توغندیز برید تر سره شوی چې دبیلابیلو هیوادونو"۲۶" تنه مسافرین چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي ټپیان شوي.
زه دافغانستان د مشرانو
جرګې په استازولۍ دسعودي له شاهي دولت اوملت سره خپله خواخوږي او خواشیني شریکوم او
دغه ډول تروریستي برید دهیڅ توجیه وړ نه بولم.
داچې ګران افغانستان هم دا دوه لسیزې د جګړې قرباني دی او هره ورځ مو لسګونه هیوادوال په ترهګریزو بریدونو کې
په شهادت رسیږي دنړۍ په هیوادونو او ملګرو ملتونو غږ کوم چې دتروریزم په مهار او
ځپلو کې چارې همغږي او منسجمې کړي څو دنړۍ ولسونه دسولې امن اوټیکاو په فضا کې سوله ییز ژوند وکړي. په درنښت
فضل هادي مسلم یار
دمشرانو جرګې رییس