د مشرانو
جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۸ کال د
غبرګولي ۲۱ مه
د
مشرانو جرګې د سېشنبې ورځې غونډه چې په دوو برخو کې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار
او دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي له خوا جوړه شوې وه، د جنرال عبدالرازق د شهادت
په اړه د مجلس د پلاوی رپوت واوریدل شو.
په غونډه کې
مولوي غلام محۍ الدین منصف د کندهار ولایت څخه د مجلس د پلاوی رپوټ چې د لومړي
نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د ستر جنرال عبدالرازق د شهادت قضیې د څېړنې په
موخه تللې وو، وړاندې کړ.

دغې پلاوی په
کابل کې د ملي امنیت لوي رئیس محمد معصوم ستانکزی، د کندهار پخواني والي زلمي ویسا
او مظنونو کسانو سره چې په بند کې دي خبری اتری وکړي او یاد موارد یې کندهار ته د
سفر په لړ کې د ولایت د سیمه ییزو چارواکو سره شریک کړل.
پلاوی په
کندهار کې د یاد ولایت امنیه قوماندان او د شهید جنرال عبدالرازق ورور جنرال تادین
خان او د ولایت سرپرست عبدالحنان منیب سره په جلا توګه کتلي او د مشرانو جرګې ژوره
خواشیني یې له نوموړو سره شریکه کړې او هم یې د پېښې د رامنځته کېدو،ځاي، د بریدګر
د استخدام او جذب د څرنګوالي، د نوموړي د ځای پر ځای کېدو او تضمین کوونکې سره
نظریې بدلې کړي دي.
وروسته پلاوی
د کندهار د ولایتی شورا غړو سره د کتنې په وخت له دوي سره یو ځل بیا د مشرانو جرګې
او خلکو په استازولۍ خپله ژوره خواشیني شریکه کړه او د دوسیې د جدي څېړنې، د
کندهار او د یاد ولایت د مشرانو د امنیت د ټینګښت، د ناوړه پېښو څخه د مخنیوی او
ځینو نورو موضوعګانو اړوند د دوي نظریې او وړاندیزونه تر بحث لاندي راوړل.
دغه راز
پلاوی د هېواد د امنیتی چارواکو د خبرو په اړه چې ویل کیږي د جنرال رازق په وژلو
کې یو شمېر پاکستاني جنرالان لاس لري، د کندهار چارواکو سره مطرح او ټینګار وشو چې
دغه قضیه دې د نړیوالو مراجعو له لاري وڅېړل شي تر څو پر پاکستان فشار راشي تر څو
په وژنه کې د مظنونو جنرالانو څخه څېړنې وشي.
د مشرانو
جرګې د پرېکړې د وړاندې کولو وروسته تصمیم ونیول شو چې د قضیې د څېړنې په موخه دې
د مشرانو جرګې پلاوی د حکومتي اړوندو مسوولانو سره خبري وکړي.
د غونډې په
آزادو بحثونو کې وویل شول چې د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازی زلمي
خلیلزاد او طالبانو ډلې د خبرو اترو د اووم پړاو په درشل کې قرار لرو او باید د څو
تیرو پړاوونو د خبرو اترو پایلې له جزئیاتو سره یو ځای له خلکو سره شریکي کړاي شي
او د دې تر څنګ د افغانانو تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره شي.
دغه راز په
غونډه کې د هېواد د جمهوری ریاست د ټولټاکنو له پاره د رای ورکوونکو د تقویتی نومی
لیکنې بهیر په اړه نظریې وړاندې او وویل شول، اړتیا شته چې د هېواد په مرکز او
ولایتونو کې د نوم لیکنې مرکزونه زیات او د برېښنایی دستګاو څخه کار واخیستل شي تر
څو د سیاسی حزبونو په شرایطو برابرو کسانو نسبی قناعت حاصل شي.

همدا راز په
غونډه کې ټینګار وشو چې د لویې څارنوالۍ اداره دې د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو
غړو نسبتي دوسیې ژر تر ژره طی مراحل او قضایی ارګانونو ته ولیږي.
په غونډه کې
یو شمېر سناتورانو د د افغانستان د شیعه وګړو د تقلید مرجع او د اسلامي نړۍ د وتلو
عالمانو څخه د یوه تن حضرت آیت الله العظمی محقق کابلی د علمي کارنامو، شخصیت او
خدمتونو څخه چې تېره شپه د هغې ناروغۍ له امله د هېواد څخه بهر په حق ورسید،
یادونه وشوه او په همدې مناسبت یې جلا پیغام صادر کړ.
دغه راز یو
شمېر غړو وویل، د طالب بندیانو خوشی کیدل چې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پر بنسټ
ترسره کیږي، باید ټول اړخونه یې وسنجول شي او نباید د دوی خوشی کیدل د تیر په څېر
د دوي د لیکو د پیاوړتیا سبب شي او د دې تر څنګ د لویې جرګې پرېکړه یو اړخیزه نه
وه بلکې د زندانیانو تبادله باید د دواړو خواو له خوا ترسره شوې وای.
د ملي امنیت
سلاکار ډاکټر حمد الله محب د مرکې په اړه د نظر څرګندول، د جمهوری ریاست د
ټولټاکنو د عامه پوهاوي له پاره د ځانګړو شویو پیسو حیف میل، د وېره اچوونکو ډلو
پر وړاندې د هېواد د دفاعي او امنیتی ځواکونو د لاسته راوړنو او تاکتیکونو څخه
هرکلې، کورنیو بیځایه شویو ته په رسیدګي ټینګار چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله
زیانمن شوي، د پاکستان له فضا څخه هند ته د هوایی الوتنو د ستونو نه حل، د فراه
ولایت کې د یوه ملا امام په نیولو ټینګار چې د خپلې کورنۍ او ګاونډیو د دولسو غړو
په وژلو تورن دې او ځینې نور مسایل وو چې مطرح شول.
د مطرح شویو
مواردو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې لومړي نایب اړوندو کمېسیونونو ته د ځینو
مواردو د لیږد تر څنګ وویل، موږ د سولې له خبرو اترو څخه ملاتړ کوو ځکه د افغانستان
قضیه نظامي حل لار نه لري، باید د سولې د ټینګښت په موخه ملي، سیمه ییزه او
نړیواله اجماع رامنځته شي او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک د زلمي خلیلزاد څخه
تمه لري چې د تیرو پړاوونو د خبرو اترو جزئیات له خلکو سره شریک کړي او د سیاسیون
سره د سولې د خبرو اترو اړوند خپلې مشورې لا زیاتي کړي.
د مجلس
نایبانو د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو کمیشنرانو د نسبتي دوسیو څخه د یادونې تر
څنګ وویل، کومه ګډوډي چې د ولسی جرګې په ټاکنو کې د کمزوري مدیریت له امله رامنځته
شوه، د لمر په شان روښانه ده چې باید تر څېړنو لاندي ونیول شي او زیاته یې کړه چې
د جمهوری ریاست په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم څخه ګټه اخیستل کولای شي تر یو
بریده تیر اعتماد جبران کړي.
د مجلس
مرستیالانو همدا راز وویل، د زندانیانو آزادول باید د دقیقو پروګرامونو سره سم
ترسره شوې واي او له زندانیانو دي تضمین واخیستل شي او حتي په اونۍ کې دې یو ځل
حاضري ورکړي تر څو د دښمن لیکو سره یو ځاي نه شي.

همدا راز په
غونډه کې ټاکل شوې وه چې د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې د اوسني وضعیت په ا ړه د
سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړي خو غونډې ته حاضر نه شو چې د مجلس له خوا
پرې نیوکه وشوه او ټینګار وشو چې نوموړې دې په راتلونکې ناسته کې ګډون او ځوابونه
وړاندي کړي.
د یادولو وړ
ده چې سناتورانو د پوهنې وزارت معین چې ملي شورا ته د پوهنې وزیر پر ځاي د ځواب
ویلو په موخه راغلې وو، ونه منه.