اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وږي ۲۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۱ مه

د مرحوم آیت الله العظمی محقق کابلی د مړینې په نسبت د ملي شورا مشرانو جرګې د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم

21-Jawza98-Payam.jpg

د ملي شورا مشرانو جرګې په ژورې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د علمي، دینی، رښتینولۍ، تقوا، تعهد، فضل او علم خاوند د افغانستان د شیعه وګړو د تقلید د لوړې مرجع څخه  د یوه تن آیت الله العظمی قربان علي محقق کابلی د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه د ۹۱ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه وکوچید.

انالله و انا الیه راجعون

د ملی شورا مشرانو جرګه په داسی حال کې چې د نوموړي مړینه د علم او دین خاوندانو له پاره یوه لویه ضایعه ګڼي د نوموړي د مرجعیت د عالي مقام څخه چې د یني روزنې یې په کافي اندازې سره د قرآنکریم، سنت، عقل او اجماع په شان معتبرو سرچینو څخه راویستې او استنباط یې کاوه او د مسلمانانو په واک کې یې ورکولې، درناوی کوي.

د علمي او دینی لوی شخصیت او د لوړو مراجعو څخه یوه محقق کابلي د شیعه مذهب د تګلوري د روښانتیا په برخه کې زیات کلونه سلګونه ټولنیزې ستونزې او حقوقی او فقهی مسایل یې حل کړل چې د افغانستان د شیعه وګړو او خپلو پیروانو له پاره د پيرزوینې سیورې وو.

د ملي شورا مشرانو جرګه د محقق کابلی د معنوي مقام او دریځ څخه د ښه لمانځنې تر څنګ د لوی رب له دربار څخه مرحومي ته د فردوس جنت او پاتې کسانو، پیروانو او مسلمان ملت ته د جمیل صبر دعاګاني کوي. الحکم لله

د مشرانو جرګې لومړی نایب

محمد علم ایزدیار