اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۱۸ مه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د  کمېسیون په غونډه کې د څښاک اوبو د یوې بلې څاه د کینولو په اړه د کابل ښار دیارلسمه ناحیه کې د عبدالرحیم شهید د عالي لېسې تر څنګ د محمدیه جامع جومات د اوسېدونکو شکایت او د پوهنې وزارت د چارواکو د لارښوونې څخه  کابل ښار د پوهنې رئیس او تعلیمې حوزې د آمر د نه اجرااتو موضوع وارویدل شوه او پرېکړه وشوه چې د پوهنې وزارت معین دې د یادو مسوولینو سره یو ځاي په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

دغه راز د یو شمېر خصوصی روغتونونو له خوا د روغتیایی نامطلوبو خدمتونو د وړاندې کولو، د مسلکي ډاکټرانو د نه شتون، د یو شمېر روغتونونو د جواز د نه شتون، د بهرنیو ډاکټرانو د شتون په اړه د رښتیا لیري د سوداګریزو پيغامونو د خپراوي، لوړ فیس، د معیاری ځای د نشتوالي او د روغتیایی قوانینو د نه رعایتونو په اړه راغلي شکایتونه د عامې روغتیا وزارت د معین او د خصوصی سکتور او د یاد وزارت د روغتیایی قوانینو د ریسانو په حضور کې مطرح شوې.

د عامې روغتیا وزارت د مطرح شویو ستونزو د تائید تر څنګ وویل، شاوخوا دوه میلیارده ډالر د روغتیا د خصوصی سکتور په برخه کې پانګه شوي خو دغه سکتور د نسبي ناروغانو د ستوزو په حل بریالې نه ښکاري چې د دغې بهیر موثریت د چارو د مسوولینو هر اړخیزه څارنو ته اړتیا لري، نوموړي  د روغتیا خصوصی بنسټونو تخصصی څیړنو د زمینو د برابرولو په برخه کې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون له همکاریو قدرداني څرګنده کړه.

د کمېسیون غړو د یادو چارواکو د څرګندونو په اورېدو سره پرېکړه وکړه تر څو په راتلونکې ناسته کې د روغتیا وزارت مسوولین د کابل ښار د خصوصی روغتونونو د ریسانو سره یو ځاي ګډون وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د بی کیفیته نفتی توکو د راتګ او قاچاق، د یادو توکو د کیفیت د تثبیت څخه د نه څارنې، د کیفیت د تثبیت د قراردادي شرکتونو داوطلبۍ کې د نه روڼوالي، بندرونو او د نفتی توکو د وارداتو په برخو کې د فساد د شتون په اړه راغلي شکایتونه د نفتی توکو د تصدۍ رئیس او د نورم او ستندرد ادارې د مرستیال په حضور کې مطرح شول.

د کمېسیون رئیس راغلیو شکایتونو او همداراز د افغانستان د نفتو او اوبلن ګاز د ملي ادارې د رئیس په حضور سره پخوانۍ غونډې ته په اشارې سره زیاته کړه چې د چارواکو له خوا وړاندي شوی ځوابونه غیر مسلکي او د حقیقت لیری دي چې له دې امله یې د کمېسیون او عارضینو قناعت حاصل نه کړ، کمېسیون د نفتی توکو، نورم او ستندرد ادارو حساسیت ته په پام او یادو ادارو کې د فساد د شتون اړوند د یادو ادارو چارو کې مستقیه لاسوهنه نه کوي خو د فساد ډکو عواملو څېړنو ته ژمن دې چې په سر کې چارواکو ته وخت ورکول کیږي تر څو د کورني تفتیش له لارې د ستونزو د ښه والي په برخه کې اقدام وکړي او کمېسیون ته د بیا ځلې شکایت په راتګ سره به د عدلي او قضایی ارګانونو سره په مشوره پرېکړه وشي.

همدا راز کله ناکله د مسوولینو په هوکړې سره بندرونو او ګمرکونو کې د غیر قانوني پيسو اخیستو، د ولسی جرګې د غړو د مخالفت سره سره د مخابراتي لس سلنه محصول د راټولولو په نسبت غبرګون او د فاضلو مالیاتو د بیرته ورکړې په برخه کې د یاد وزارت د چارواکو د نه اجرااتو په اړه د هېواد د شمال زون د ملي سوداګرو شکایت د مالیې وزارت د ګمرکونو د معین په حضور کې مطرح شو او پرېکړه وشوه چې د مطرح شویو موضوعګانو په اړه هوکړه اړتیا پیدا کوي تر څو د مالیې وزارت سرپرست په راتلونکې ناسته کې څرګندونې وړاندي کړي.

18-Jawza98-Shikayat.png

د غونډې په پاي کې د کمېسیون پرله پسې غونډو ته د کورنیو چارو وزارت د ترورېزم سره د مبارزې رئیس په نه راتګ نیوکه وشوه او پرېکړه وشوه تر څو نوموړی په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي کنه د کورنیو چارو وزارت سرپرست به استجواب کړاي شي.

د مېرمنې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون کې د تعدیلونو طرحې اړوند بحث او په کې یو لړ پیشنهادي تعیدلونه مشخص شول.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د دولتی ادارو د جندر مسوولینو د رابللو د څرګوالي په اړه د کمېسیون د پنځلس ورځني پلان او د تېر کال د رپوټونو د وړاندي کولو او د یادو ادارو د روان کال د پلان په اړوند خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

 18-Jawza98-Zanan.jpg

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د وسلو د سوداګریزې معاهدې په اړه بحث وشو او وپتییل شوه تر څو یاد سند د مهموالي پر بنسټ د کمېسیون په راتلونکو ناستو کې هم مطالعه او په اړه یې پلټنې وشي.

18-Jawza98-Adli.jpg

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې سرحدي ولایتونو کې د ګاونډیو هېوادونو د پیسو د چلښت څخه د مخنیوی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو پیسو د بیو د کمښت په اړوند بحث او خبرې وشوې.

18-Jawza98-Mali.jpg