اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د لړم ۲۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۱۹ مه

یو شمېر حکومتي اړوندو چارواکو نن د افغانیو پیسو د ارزښت د کمښت، د بندرونو له لارې د بهرنیو اسعارو د قاچاق او په سرحدي ولایتونو کې په کلدارو او تومنو د راکړې ورکړې په برخو کې د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.

19-Jawza98-JAL1.JPG

دغه غونډه چې د مشرانو جرګې د لومړي نایب محمدعلم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوې وه، د یادو چارواکو څخه د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په استازیتوب سناتورمحمد عظیم قویاش او نورو غړو یو لړ پوښتنې مطرح کړې.

ورپسې د افغانستان بانک عمومي رئیس خلیل صدیق وویل، د کورنیو تولیداتو او د سوداګرۍ بیلانس کچه د پيسو د ارزښت په لوړېدو او ټیټیدو کې د دوو عمده عواملو په شان اساسي رول لري چې د رسمي شمېرو پر بنسټ د افغانستان د وارداتو کچه د صادراتو په نسبت په کراتو لوړه ده او د نورو سیاسی او امنیتی عواملو تر څنګ ذکر شوي موارد د افغانیو پیسو د ارزښت د بی ثباتۍ عوامل ګرځي او که چېرې بازار ته د ډالر د پلور او نورو اقداماتو په برخه کې د افغانستان بانک تدابیر نه وی، افغانیو به لا خپل ارزښت له لاسه ورکړې وای.

نوموړي زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د ګران بیه اسنادو په پلورلو سره، مرکزي بانک د یو میلیارد زیات ډالر په بازاز کې پلورلي دي او نهه اتیا میلیارده افغانۍ یې راټولې کړي دي چې دم ګړۍ د پيسو د کنټرول تورم( انفلاسیون) د سیمې د هېوادونو په کچه په ښه حالت کې ځای لري.

 19-Jawza98-JAL3.JPG

د مرکزي بانک رئیس وویل، شاوخوا څلویښت سلنه واردات د ایران او پاکستان له هېوادونو ترسره کیږي چې په یادو هېوادونو کې هر مثبت او منفي اقدام د افغانستان د کالیو په بیو او اقتصاد کې مستقیمه اغیزه پرې باسي، د دې تر څنګ میلیاردونه ډالر چې د سوداګرۍ په موخه دې هېواد ته واردیږي د حواله جاتو او فزیکي انتقال پر بنسټ ترسره کیږي، ځکه په ایران باندې د وضع شویو تعزیراتو او په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو پر بنسټ دغه پیسې د بانکونو له لارې نه شي راتلای.

نوموړي وویل، د ملي امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ باید د سرحدي منسوبینو او ګمرکونو کاري پرسونل کې پراخ بدلونونه رامنځته شي او د اسعارو د خروج مقرره کې د تعدیل په اړه هم کار جریان لري چې دغه عمل به د افغانستان بانک لاسونه خلاص کړي تر څو له هېواده بهر د پيسو د انتقال مقدار د اقتصادي وضعیت او نورو مسایلو له مخې مشخص شي.

ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالله رقیبی د پولو خلاصوالې او نه کنټرول د ډالرو د قاچاق لوې عامل وګڼه او په بندرونو او ګمرکونو کې یې د سکنرونو، امنیتي کمرو د لګېدو، د تلو د برېښنایی کېدو او د موندنې سیستم د فعالیدو له پاره د هڅو څخه یې یادونه وکړه.

نوموړي د ګمرکونو د کارکوونکو استخدام کې د زورواکو کسانو د لاسوهنو څخه د اندېښنې تر څنګ وویل، داسی کړنلاره تر کار لاندې ده چې د کارکوونکو د استخدام بهیر د آزادي سیالۍ له لارې ترسره او په راتلونکې کې د مسلکي اشخاصو د جذب په موخه د ګمرکونو فاکولته رامنځته شي.

19-Jawza98-JAL2.JPG

ورپسې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوې ریاست استازو د دوو میلیونو ډالرو د قاچاق څخه د مخنیوی په ګډون د خپلو یو لړ اقداماتو څخه یادونه وکړه چې دغه اقدامات د مجلس د غړو له خوا په سیمه کې د اقتصادي، امنیتی، سیاسی او استخباراتي فعالیتونو له مخې ناکافي وګڼل شول او د هویت د خوندیتوب په توګه د ملي پيسو د لاښه ثبات په برخه کې د جدي او مقتضي تدابیرو غوښتونکې شول.

په آزادو بحثونو کې د مجلس رئیس او غړو د غزني ولایت کې د دفاعي او امنیتی ځواکونو د لاسته راوړنو او د کوچني اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت له امله قدرداني څرګنده کړه او د هېواد د امنیتی ځواکونو د اتلولیو څخه د ملاتړ تر څنګ ټینګار وشو، چې اړوند چارواکي دې د بدخشان، تخار او غور ولایتونو د امنیتی وضعیت د ښه والي او د ارزګان ولایت د پولیسو وضعیت ته لازمه پاملرنه وکړي.

په غونډه کې یو شمېر سناتورانو د روژې په مبارکه میاشت کې د چاودنو او ځانمرګو پېښو او په ځانګړي توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د کارکوونکو د تلفاتو په اړه اندېښه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ملکي افرادو تلفات په داسی حال کې ترسره کیږي چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو اترو اووم پړاو پیل کړې او خلک په دې باور دي چې د داعش او طالب منفوره ډلې سولې باندې باور نه لري او د ملکي خلکو او ویرې خپرولو به کوښښ کې دي چې باید له دوې سره جدي چلند وشي او د سعودي عربستان په ګډون هغه هېوادونه چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل ندي منځګړتوب ته راکش کړای شي.

په آزادو بحثونو کې همدا راز د هلمند ولایت د ورخام مرمرینو تیږو د راویستو او قاچاق څخه اندېښنه څرګنده شوه او وویل شول چې دغه کان د طالبانو ډلې تر ولکې لاندې دې او د ایران او پاکستان هېوادونو جوړ پرمختللو وسایلو په واسطه استخراج او هېوادونو ته لیږل کیږي چې باید حکومت د دغه کان د استخراج او غلاو مخه ونیسي.

د سلما بند د ساتنې کنډک د قوماندان فواد اندرابي شهادت، د غور ولایت دولت یار ولسوالۍ کې د وګړنیزو پاڅونوالو تلفات، غزني ولایت کې د ولسي جرګې د ټولټاکنو په جوړېدو کې د رامنځته شویو ستونزو څخه اندېښنې او د غزني ولایت امنو سیمو کې د ټاکنو مرکزونو د تړلو څخه د یاد ولایت د خلکو اندېښنې، د بغلان برکه ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې ځان وژنه، د جمهوری ریاست د ټولټاکنو د رای ورکوونکو د نوم لیکنې تقویتي موضوع، د هېواد د فوټبال د ملي ټیم د وروستیو لاسته راوړنو او ځینو نورو مسایلو اړوند موضوعګانې مطرح شوې.

19-Jawza98-JAL4.JPG

د بحثونو په جمع بندۍ کې د جرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د نوم لیکنې د ثبت په تقویتي بهیر د ټینګار تر څنګ وویل، اړتیا ده چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د باور د ترلاسه کولو له پاره د بایومتریک سیستم په فعاله توګه اجرا ته وړاندې شي او د تیرو تخلفاتو او تقلباتو څخه مخنیوی وشي او زیاته یې کړه چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون اړ دي چې په غزني ولایت کې په رښتینی توګه ټاکنې په لاره واچوي او عدالت تامین کړي تر څو ټاکنوکې په شرایطو برابر کسان بی برخي نه شي.

ایزدیار د مشرانو جرګې اړوندو کمېسیونونو ته د ځینو مسایلو د لیږد تر څنګ، د ترهګرو ډلو له خوا د ملکي کسانو تلفات وغندل او یاد عمل یې د بشریت پر وړاندې جنایت وګڼه او څرګنده یې کړه چې هیڅوک حق نه لري د دې خاورې دښمنان چې تل د بی ګناه وګړو وینې تویوي، له بنده خوشی کړي او ډاډ یې ورکړ چې په غور ولایت کې د وګړنیز پاڅون د تلفاتو موضوع دې د اړوندو ارګانونو له خوا وڅېړل شي.

د جرګې لومړي نایب د امنیتی او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او د ترهګریزو بریدونو په مهارولو کې د کشفی او استخباراتي ارګانونو د کمزورتیا تر څنګ وویل، د مشرانو جرګې څخه پلاوی ګمارل شوې چې د میړني او اتل قوماندان فواد اندرابي د شهادت د علل او عواملو څرنګوالې وڅيړي او رپوټ یې مجلس ته وړاندې کړي تر څو پر بنسټ یې مقتضی پرېکړې وشي.