اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولی ۱۲ مه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن د ولسي جرګې ټولټاکنو کې د ښځینه معترضو یو شمېر نوماندانو شکایت د ریسانو د کمېټې تالار کې واورید.


12-Jawza98-MUL1.JPG

معترضین وایی چې د پنځوسو زیاتو ورځو راپدېخوا د ولسی جرګې د ټولټاکنو بهیر کې د پراخ تقلب او د دوي د رایو د ورکېدو له امله یې په کابل کې په تحصن لاس پوري کړي خو د دوی قانوني غوښتنو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او زیاته یې کړه چې د ولسي جرګې د څوکیو د شمېر پایلې چې اعلان شوي د تقلب ډکي وې او حتی ځینې خلک د کمو رایو په لرلو سره د ګټونکو د په کتار کې ځای شوي چې باید د ټولټاکنو د پراخ تقلب او شکایتونو د څیړنو په موخه ځانګړې محکمه جوړه او هغه کسان چې د تقلب له لاري د ملت کور ته لار موندلې، وپيژندل شي او غړیتوب یې ملغي شي، له دې پرته به معترض نوماندان خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

د مشرانو جرګې رئیس په داسی حال کې چې یو شمېر سناتورانو هم حضور درلود له دوي وغوښتل چې د کوچني اختر په مناسبت خپل تحصن ته د پاي ټکې کیږدي او خپلې غوښتنې دې د قانوني لارو وڅیړي او هم یې ډاډ ورکړ چې د مشرانو جرګې د کمېسیونونو او په ځانګړي توګه د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون له خوا د موضوع د څېړنې سربېره به د جمهور رئیس سره ددوي د کتنې زمینه برابره کړي.