اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د چنګاښ ۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۱۱ مه

د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې د نفتی توکو تصدۍ عمومي رئیس او د یادې ادارې ټولو مسوولانو سره د نور او استندرد ادارې د پخوانیو یو شمېر کارکوونکو او د نوی فصل د ټولیز سازمان د غړو شکایت مطرح شو.

دوي وایی چې د هېواد په اوولسو ولایتونو کې د ترسره شوې سروي له مخې پنځه اویا سلنه د هوا ککړتیا د بی کیفیته نتفی توکو له راتګ څخه دي او په بندرونو کې د کیفیت د تثبیت له پاره لازم ظرفیت شتون نه لري او د دې تر څنګ د نفتی توکو ټانکرونه د پيسو په بدل کې د بندرونو تګ راتګ کوي او زیاته یې کړه چې د کیفیت د تثبیت د غوښتونکو کمپنیو د داوطلبۍ بهیر کې روڼوالي نه شته او د جیو کیم کمپنۍ څخه د کیفیت د تثبیت تاسیساتو د ترلاسه کولو بهیر د یادې کمپنۍ د پخوانیو ژمنو په پام کې نیولو پرته ترسره شوې او یاده کمپنۍ د قرارداد د ختم وروسته د لسو میاشتو له پاره په غیر قانوني ډول د نفتی توکو د کیفیت د تثبیت په برخه کې کار کړي او عواید یې د کمپنۍ شخصی حساب ته انتقال شوي دي.

د نفتی توکو عمومي رئیس  دکیفیت د تثبیت امر کې د نور او ستندرد ادارې او جیوک  کیم کمپنی د اوولس کلنو لاسته راوړنو کړنو څخه نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، د جیوک کیم کمپنۍ څخه د تاسیساتو د تسلیمیدو بهیر تکمیل شوې، دم ګړۍ یې د حسابونو د تصفیې بهیر جریان لري او نوموړي همدا راز د اش ادارې د لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، بی کیفیته مشتقات او نفتی توکوي چې د ډیرو کلونو څخه د ایران د پولو واردیدل په دې وروستیو کې یې دولس سوه ټانکره مسترد شوي. نوموړي هغه کمپني چې په دې وروستیو کې د تدارکاتو د عالي کمېټې له خوا ګټونکې اعلان شوې، په شرایطو برابره ونه ګڼله او ويې ویل هره ورځ له دې بهیر څخه څلویښت زره ډالر د دولت حسات ته جمع کیږي چې د کمېسیون غړو د متخصصینو لوري څخه د موضوع د تخنیکې څېړنې په موخه د دوي د څرګندونو د اوروېدو تر څنګ پرېکړه وکړه تر څو په راتلونکې کې د نفتی توکو ادارې د مسوولینو، عارضینو، بی پلوه متخصصینو او د کمېسیون د غړو په حضور سره د هېواد د بندرونو څخه څارنه وکړي.

دغه راز د کابل ښار د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو استازو په داسی حال کې د کابل د ولایتی شورا استازې یزدان پرست هم حضور درلود کمېسیون ته حاضر شول او د ګذر وکیلانو سره د همغږۍ غونډو څخه د رپوټ د وړاندي کولو تر څنګ یې ویول، کابل ښآریان غواړي چې د برېښنا شرکت هره میاشت د برېښناد لګښت محاسبه کړي او که چېرتې د کارکوونکو د کمښت له پلوه کتنې ولري کولای شي دوو میاشتو کې د هرې میاشتې په تفکیک سره د برېشنا لګښت محاسبه کړي او زیات بار دي په خلکو نه تحمیلوي که نه کابل ښاریان به د برېښنا شرکت تحریم کړي او د برېښنا پیسې به نه تحویولوي.

همدا راز ټینګار وشو چې د را تلونکې اونۍ د دوشنبې په غونډه کې د کابل ښار د بېلا بېلو ناحیو امنیتی ستونزې او شکایتونه او د خلکو او پولیسو تر منځ د همغږۍ رامنځته کیدو اړوند موارد دې د امنیه قوماندان، کابل ښار د حوزو آمرینو او د ناحیو د ګذر وکیلانو په حضور کې په بحث کې مطرح کړاي شي.

11-Jawza98-Shikayat.JPG

همدا راز د جوزجان ولایت د صنعتي فابریکو د استوګنې بلاکونو د غیر عادلانه ویش په اړه د سناتوری مصطفی نبیه زاده شکایت د کانونو او پترولیم وزارت سره مطرح شو.

د یاد وزارت معین د خبرو تر څنګ وویل د راغلو شکایتونو سره سم مخکې د وزارت پلاوی یاد ولایت ته سفر کړي وو او خپل رپوټ یې وزارت ته تسلیم کړي دې او دم ګړۍ یاد رپوت تر څېړنې لاندي دي چې له دې وروسته په اړو کسانو د آپارتمانونو د وېش بهیر د کابینې په نامه ولیږل شي.

خو کمیسیون تر اوسه اړوندې مرجع ته د دی مسلې نه لیږل غیر موجه وګڼله او د یاد وزارت په هوکړې سره یې پریکړه وکړه چې ده موضوع دي د کوچني اختر وروسته کابینې ته ولیږل شی او یوه کاپی دي د کمیسیون د ډاډ په موخه راولیږل شي له دي پرته هغو کسانو سره چې ناغیړي  کوي قانون چلند به وشي.

همدا راز د استوګنې د یوې یوې نمرې ځمکې د نه ویش په اړه د کابل ولایت دسروبی ولسوالۍ د ممتازو ښوونکو څخه د یو شمیر شکایت د پوهنې وزارت د املاکو او پلټنې رېسانو سره مطرح شو خو د چارواکو څرګندونو د کمیسیون قناعت حاصل نه کړ، ټینګار وشو امتیازی نمری دي وویل شي.

همدا راز د ترانسپورتي نامطلوبو خدمتونو، د ښارونو ترافیک، د سړکو د خرابوالي او د اړوندو ادارو تر منځ د نه همغږي په امر کې د اړوندو ادارو د نیمګړتیاو په اړه راغلي شکایتونه د ترانسپورت وزارت معین، د سړکونو عمومي رئیس او د ترافیکو عمومي رئیس سره په بحث کې مطرح شول.

یادو مسوولانو وویل، د ټولګټو، ترافیکو، ترانسپورت او د ملکي هوایی چلند دولتی ادارې د جمهوری ریاست د عالي مقام حکم سره سم یو ځای شوي او د دی ادارو متخصصینو د اوسني وضعیت د ښه والي طرحې او نیمګړتیاو د حل په موخه کار کوي چې د کمیسیون غړو د یادو ادارو د یو ځای کیدو سره سره هم د یو بل تر منځ د ناهمغږي مواردو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې باید اوسنې وضعیت ښه شي.