اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۱۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولی ۷ نېټه

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د سېشنبې ورځې په غونډه کې د دوو نړیوالو سندونو د تصدیق سربېره، سناتورانو د هېواد د روانو مسایلو په اړه خپلې نظریې وړاندې کړي.


7-Jawza98-JAL1.JPG

د افغانستان او سیشیل جمهوریت تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو د جوړېدو ګډه اعلامه او د اسلامي هېوادونو د معیارونو او مترولوژۍ انستیتوت اساسلیک چې د مشرانو جرګې کمېسیونونو کې تر څېړنو لاندي نیول شوي وو، د نړیوالو چارو د کمېسیون د غړو له خوا وړاندې او تصدیق شوې.

همدا راز په آزادو بحثونو کې د مشرانو جرګې غړو کابل ښار کې د جنایی او سازمان شویو جرمونو د زیاتوالي څخه ژوره خواشي څرګنده او ویې ویل، په څو تیرو ورځو کې د ښار په بېلا بېلو څنډو کې زړه بوږنوونکې جنایتونه ترسره شوي چې په دې وروستیو کې د یوې کورنۍ اووه غړي په ناوړه ډول وژل شوي او هم څو تنو جیدو علماو په هدفي وژنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي دي او زیاته یې کړه چې دغو پېښو کابل میشتي اندېښمن کړي چې باید د دې ستونزې څخه د وتو له پاره اساسی لار وپلټل شي.

په غونډه کې سناتورانو د افغانستان بیرغ ته د آمازون انترنتي شرکت د سپکاوی څخه یادونه وکړه او د دغه عمل د غندلو او جلا اعلامیې د صادرولو تر څګ وویل شول چې د امازون امریکایی شرکت د هېواد بیرغ ته چې د طیبې کلمه په کې لیکل شوې، سپکاوې کړي چې دغه کار ناوړه او د نه زغم وړ دې او اوس اړتیا شته چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او اسلامي هېوادونو له خوا وڅېړل شي تر څو عاملینو سره یې د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وشي.

یو شمېر سناتورانو زیاته کړه: د جمهوری ریاست ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه د جمهوری ریاست د پخواني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی ویناو، په کله عامه ذهنونه ګډ وډ کړي چې باید دغه تورونه په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او پایلې یې وړاندي شي، ځکه چې دا ډول بی بنسټه تورونه د مېرمنو پر کړنو چې د ټولې نیمایی برخه تشکیلوي ناوړه اغیزی پرېږدي.


7-Jawza98-JAL2.JPG

په غونډه کې یو شمېر غړو وویل، د پاکستان استخباراتي سازمان او اردو د پښتون ژغورنې غورځنګ باندې خپل ظلم او ستم ته زور ورکړي چې په پایله کې یې یو شمېر غړی په شهادت رسیدلي چې اړتیا شته، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا دغه مسله وڅیړي او پرینږدي چې له دي زیات په یاد غورځنګ ظلم وشي.

همدا راز په غونډه کې یو شمېر سناتورانو مسکو کې د طالبانو ډلې سره د هېواد د یو شمېر سیاسیون د دویمې ناستې په اړه نظریې وړاندې کړې او ویې ویل، د واحدي مرجع څخه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت هر ډول ناستې ګټوری پایلې لري، خو سره له دې هم اړتیا شته چې په دې ناسته کې د سولې د مشورتي لویې جرګې د لارښوونو سره سم اقدام وشي.

په غونډه کې د وېره اچوونکو له شتون څخه د غزنی ولیت د ده یک ولسوالۍ د پاکولو په ګډون یو شمېر سیمو کې د هېواد دد فاعي او امنیتی ځواکونو لاسته راوړنو څخه هرکلې وشو، خو ټینګار وشو چې دغه ځواکونه د سرپل ولایت په ګډون یو شمېر نورو زیانمنو سره ته چې دښمن ښار ته رانږدي شوې، سملاسی رسیدګي وکړي د دې تر څنګ د عملیاتو او هوایی بمباریو په وخت له کاملې پاملرنې کار واخلي ځکه چې په دې وروستیو کې پکتیکا کې د بمباریو له امله څو تنه ملکي وګړي په شهادی رسیدلي وو.

د بحثونو په پاي کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار کابل ښار کې وروستیو ناامنیو او وژنو په اړه خبرې وکړې او د استخباراتي بنسټونو یې وغوښتل تر څو د امنیت د ټینګښت له پاره همغږي او پراخ اقدامات وکړي او هم یې په ننګرهار او غزني کې د امنیتی ځواکونو د لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او له دوي یې وغوښتل تر څو د خپلو عملیاتو په وخت ملکي افرادو ته د زیان رسولو ډډه وکړي او هم دې ژر تر ژره سرپل ولایت ته د جګړې د مهار په موخه کمکي او حمایوي ځواکونه ولیږي.


7-Jawza98-JAL3.JPG

مسلم یار د هېواد دینی مقدساتو او ویاړمن بیرغ ته هر ډول سپکاوې د نه زغم وړ وګڼه او ویې ویل چې د امریکا متحده ایالات دې د افغانستان د ستراتیژک ملګري په شان د آمازون شرکت په استازیتوب د افغانستان خلکو څخه بښنه وغواړي او هم یې د ټولو اسلامي هېوادونو وغوښتل تر څو دغه شرکت تحریم کړي او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت باید په دې برخه کې د هېوادوالو احتجاج د دیپلوماتیکو لارو ورسووي او له مسوولینو سره دي مطرح کړي.

د مجلس رئیس د پاکستاني پوځیانو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو برید وغنده او یاد عمل یې د ډیورند فرضي لیکې هغې غاړې پښتنو د آزادۍ غوښتلو غږ د چپولو په موخه یوه دسیسه یاده کړه او د بشری مدافع سازمانونو او په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه یې وغوښتل تر څو د دا ډول ظلمونو او وحشتونو څخه د پاکستان د ظالمو او بی رحمو پوځیانو لاسونه لنډ کړي او پری تعزیرات وارد کړي.

د مجلس رئیس د مسکو سولې په اړه وویل، هر پرورګرام چې په هغې کې د افغانستان جګړه او سوله تر بحث لاندي ونیول شي، د ستایلو وړ ده، خو یواځي افغان حکومت کولای شي د خلکو استازیتوب وکړي او اړتیا شته تر څو د هېواد سیاسیون په دې برخه کې د حکومت سره همغږي او یولاس پاتي شي، همدا راز څرګنده یې کړه چې دغه جرګه به د یادې ناستې د پایته رسیدو وروسته خپل دریځ څرګند کړي.

په پاي کې د جنرال احمدزي له خوا د مېرمنو پر وړاندې د تورونو لګول یا ناوړه او زیږ عمل وګڼه او ویې غنده، ویې ویل چې نباید سیاست کې داسی اقدامات وشي چې د یو اسلامي هېواد  د رواجونو خلاف وی او هیله یې څرګنده کړه تر څو مېرمنې مېرمنې د ټولو خنډونو سره سره چې پر وړاندې یې ولاړي دي لمنځه یوسي او د تیر په څیر خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.

د غونډې په پای کې د ملي اقتصاد کمېسیون رئیس محمد عظیم قویاش د افغانستان بانک سره د کمېسیون د ناستې رپوټ چې په کې د افغانیو د بیو د کمښت عوامل تر څېړنې لاندي نیول شوي وو، وړاندې او پرېکړه وشوه حکومتي اړوند چارواکي په یوې عمومي غونډه کې د خپلو اجرااتو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړي.

7-Jawza98-JAL17-Jawza98-JAL4.JPG