اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۱۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۵ مه

د مشرانو جرګې غړو د مجلس د مشرتابه آدرس ته د حاجي دلاور د پېښې نسبت ورکول توطیه او د سیاسی فضا رامنځته کول وګڼل او ویې ویل، د پوره څېړنو او محاکمو د پرېکړو مخکې د هېواد د هر وګړي مجرم پیژندل، خپله جرم او د اساسی قانون خلاف کار دې.


5-Jawza98-JAL1.JPG

د مشرانو جرګې رئیس او غړو د نن ورځې په غونډه کې وویل چې جرم یو شخصی عمل دې خو په خواشینۍ سره د کورنیو چازو وزارت او د ټولیزو رسنیو کاروونکي د لازمو څېړنو د بشپړیدو مخکې یادې موضوع ته د عجیبه فضا په جوړولو سره د مشرانو جرګې رییس ته ربط ورکړې دې په داسی حال کې چې حاجی دلاور مخکې یو افتخاري سلاکار وو او اوس نه دې او کارتونه یې هم پخواني او بی اعتباره دي،که چېرې څوک د پیژندګلوۍ کارت سره مجرم وپيژندل شي، هغه باید د کورنیو چازو وزارت وي ځکه نوموړي ته یې د یو سوداګر په توګه د وسلو د انتقال څو کارتونه ورکړي وو. په هر حال د مجلس غړي د مشرانو جرګې د پلاوی او رسنیو د استازو په حضور کې د دې موضوع د جدي څیړنې غوښتونکې شول چې یقیناً د مشرانو جرګې رئیس د مقننه قوې د یوې خونې په راس کې د امنیتی ځواکونو او شته نظام د ملاتړي په توګه له دې تورونو څخه پاک دې او د مجلس غړي د دغې لويې دسیسې د عاملینو د مجازاتو غوښتونکي دي.

همدا راز په غونډه کې د مجلس رئیس او ټولو غړو د کابل ښار د التقوا جومات په محراب کې د تیری جمعې په بم ایښودو کې چې له امله یې د مشرانو جرګې د مقام لوي سلاکار او د دینی وتلو علماو څخه یو تن مولوی سمیع الله ریحان د جمعې لمونځ د خطبې په وخت کې په شهادت ورسید، وغنده او ټینګار وشو چې حکومت دې د علماو او جوماتونو د امنیت په نیولو کې لازم تدابیر ونیسی او د مولوي ریحان د شهادت عاملین دې وپیژني او مجازات دې کړي.


5-Jawza98-JAL3.JPG

دغه راز د مجلس رئیس او غړو د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم پر وړاندې د ۲۰۱۹ نړیوال جام له پاره د تیاریو سیالیو کې د هېواد د کرکټ د ملي ټیم بریالیتوب یو ښه لاسته راوړنه یاده کړه خو د هوایی ډزو څخه چې په همدې مناسبت کابل ښار کې ترسره شوې، په کلکه نیوکه وشوه.

همدا راز په آزادو بحثونو کې د صفر دوه قطعې له خوا د ننګرهاز ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې د ملکي کسانو تلفات، هرات کې د ښوونکو د اعتصاب، ارزګان ولایت کې د ناموجه تقرریو، ولسی جرګه کې د رامنځته شویو ستونزو په حل ټینګار، د خصوصی تحصیلی بنسټونو د تدریس په ځانګړتیاو په جدي څیړنو ټینګار، د کابل پوهنتون لیلیې د محصلانو په شړلو نیوکه، د شپې له خوا تخار کې د مخابراتي شبکو بندول، د اخلاقي فساد په اړه د جنرال حبیب احمدزی د وروستیو څرګندونو ناسمی ګنل، د افغانستان د حقوقو د نړیوال بنسټ د حقوقی سلاکار او دینی علماو څخه یو تن شبیر احمد کاموال وژنې باندې نیوکه، د جام څلې وضعیت ته سملاسی رسیدګي او پاملرنه چې د سیلاوونو له امله د لمنځه وړو په حال کې دي او ځینې نور مسایل وو چې د نن ورځې په غونډه کې مطرح شول.

د آزادو بحثونو  په پای کې فضل هادي مسلم یار د وروستیو بی بنسټه تورونو په رد او اړوندو کمېسیونونو ته د بېلا بېلو موضوعګانو په لیږد سره، د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې د صفر دوه قطعې بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي افرادو د شهادت سبب شوې، وغندل او د قربانیانو کورنیو سره یې غمشریکي وکړه او څرګنده یې کړه چې په تیرې غونډه کې امنیتی لوړپوړو چارواکو ژمنه کړې وه چې پر خلکو د بریدونو مخه به ونیسی چې په خواشینۍ سره داسی فاجعه رامنځته شوې چې دوام یې د نظام څخه د خلکو او حکومت سره د واټن د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

دغه راز د دولتی کارکوونکو او چارواکو د اشاعې او شتمنیو د ثبت قانون د پنځمې مادې لومړۍ فقرې او اوومې مادې لومړۍ فقرې کې د تعدیل په اړه د ولسی جرګې د غړو طرح چې د مشرانو جرګې کمېسیونونو کې تر مطالعې لاندي وه، د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون د رئيس او  ټولو غړو له خوا وړاندې او د رایو په اکثریت تصویب شوه.


5-Jawza98-JAL2.JPG

همدا راز د نن ورځې په غونډه کې پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزیر څخه د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون په استازیتوب ګلالۍ نور صافي سیلاو ځپلو او کورنیو بیځایه شویو ته د رسیدګي، د مرستو په وېش کې د فساد د شتون، روان کال کې د اړو او بیځایه شویو کسانو د شمېر، د ولایتونو حوادثو سره د مبارزې په ادارو کې د امکاناتو کمښت، مدرستندویو بنسټونو تر منځ نه همغږي او پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزارت مادي او تشکیلاتي اړتیاو ټینګښت ته د پاملرنې په اړوند یو لړ پوښتنې مطرح شوې.

ورپسې پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم وویل چې د سیلاوونو او نورو پېښو د رامنځته له ا مله هېوادوالو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه رسیدلي خو د سیلاوونو زیانمنو ته د رسیدګۍ له پاره د دې ادارې او نورو نړیوالو مرستندویو بنسټونو له خوا د نغدي مرستونو، غذایی توکو او ځینو نور د اړتیا وړ توکي ویشل شوي.

نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې د وروستیو میاشتو طبیعي پېښو کې شاوخوا ۲۹۳ تنو ژوند له لاسه ورکړي او ۳۵۸ نور ټپیان شوي دي او د ۳۸ ښوونځیو او ۱۴۸ جوماتونو د تخریب تر څنګ د شپاړسو زرو زیات د خلکو د استوګنې کورونه په کلی ډول تخریب شوي دي او د ۱۹۰۰۰ زیات کورونه په قسمي ډول تخریب شوي او هم د خلکو دولس زره څاروي لمنځه تللي دي.


5-Jawza98-JAL4.JPG

نوموړي زیانمنو ته د رسیدګۍ په موخه د یادې ادارې د اقداماتو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، د ۷۵۶۳ کورنیو سره نغدي مرستې شوي او د دېرشو زرو زیاتو کورنیو باندې د خوړو توکوي او د دوه ویشتو زرو زیاتو کورنیو باندي غیر غذایی توکي ویشل شوي دي.