اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۸ کال د غبرګولي لومړۍ

 یولسګونو کمېسیونونو کې د غړو د تنظیم د څرنګوالي په موخه  د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د مشرانو جرګې د اداری پلاوی غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه چې د ریسانو د کمېټې د غویی د اته ویشتمې نېټې د پرېکړې پر بنسټ شوې وه، په کې د کمېسیونونو د تنظیم او ترتیب او په کمېسیونونو کې د نویو غړو د پيژندګلوۍ په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

د یو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې لومړی نایب محمد علم ایزدیار نن د جوزجان ولایت د اوسېدونکو ستونزې د یاد ولایت د قومي شورا د رئیس له ژبې واورېدې.


1-Jawza98-MUL1.JPG

په دې کتنه کې نوموړي د جوزجان ولایت د امنیت ټینګښت ته د ښه رسیدګي تر څنګ په ډاګه شوه چې په یاد ولایت کې سختو او زړه بوږنوونکو سیلاوونو د پام وړ مالي زیانونه اړولي نو هیله ده چې مشرانو جرګه دغه مسله د چارواکو سره شریکه کړي چې د جرګې د لومړی نایب له خوا په یادې برخه کې ډاډ ورکړل شو.