اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غویی ۲۵ مه نیټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د مېرمنې روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د دولتی چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو د ثبت او اشاعې قانون د پنځمې مادې د لومړۍ فقرې او اوومې مادې د لومړۍ فقرې د تعدیل طرحې په اړه بحث وشو او پاتي برخه کې یې راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

د غونډې په بله برخه کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د کډوالو له پاره د ځمکو پر وېش د ټینګار تر څنګ وویل شول چې باید حکومت د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه د ایران څخه د افغان کډوالو د بیرته راتګ په موخه تدابیر ولري، ځکه چې د ایران او امریکا تر منځ د وروستیو ستونزو له امله به یو شمېر کډوال راستانه شي.

 25-Sawr98-Aqwam.JPG

د کمېسیون د مرستیال کامل بیک حسینی په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت  د کمېسیون په غونډه کې د څرخی پله زندان کې د پرونۍ پېښې په اړه خبرې او وپتیل شوه چې د مشرانو جرګې څخه یو پلاوی دې دغه قضیه وڅیړی.

د غونډې په بله برخه کې د کابل امنیه قوماندانۍ د امنیتی چارو مرستیال او د کابل ښار د پولیسو د څلورمې حوزې آمر سره د سناتور محمد افضل شامل پر کور د برید د علل او عواملو او د مینې منګل د وژنې په اړه خبرې او د موضوع په تړاو د چارواکو څرګندونې واوریدل شوې. 

25-Sawr98-Dfai.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مطالعه او د تائید وړ وګرځید، د غونډې په بله برخه کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو د پراخوالي اړوند د افغانستان اسلامي جمهوریت د اوسپنې پټلۍ او د تاجکستان اسلامي جمهوریت د اوسپنې پټلۍ دولتی واحد شرکت هوکړه لیک مطالعه او وپتییل شوه چې اړوند مسئولین دي د ګاونډیو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په برخه کې د کمېسیون یوې غونډې ته څرګندونې وړاندي کړي.

25-Sawr98-Mali.JPG

د ډاکټر زلمی زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې د برېښنا لګښت د زیاتو پيسو د چارج، د برېښنا پریکون کې د توازن د نشتوالي او ځینو نورو موارزدو په اړه راغلي شکایتونه د کابل برېښنا رئیس او د برېښنا عمومي ریاست د عوایدو مسئول سره مطرح شول، چې په پایله کې د چارواکو څرګندونو د کمېسیون د غړو قناعت حاصل نه کړي، پرېکړه وشوه چې یاد مسئولان دې د راتلونکې شنبې تر ورځې پورې خپل کاري پلانونه د پوروړو د نوملر، د کابل ښار د برېښنا د پرچاوۍ او د هغو زورواکو نوملړ چې څلرویشت ساعته د قانون خلاف د برېښنا څخه استفاده کوي، د کمېسیون په نامه راولیږي تر څو بر بنسټ یې لازمې پرېکړی وشي.

همدا راز د مرکزی احصائیې له خوا د قرارداد د فسخې او د دوي د اوو میاشتینیو معاشونو او امتیازونو د نه اجرا په اعتراض کې د یادې ادارې د ۱۱۸ تنو کارکوونکو شکایت واوریدل شو او پرېکړه وشوه تر څو د مرکزی احصائیې عمومي رئیس او د یادې ادارې د نفوسو او احوال د ثبت رئیس راتلونکې غونډه کې ځواب وړاندي کړي.

همدا راز د مالیې وزارت د بودجې د رئیس په حضور کې د ځینو ولایتونو د ټولګټو پروژو د په پام کې نیولو په برخه کې د وزارت د دوه ګونې چلند او د ۱۳۹۸ کال د ملي بودجې د سند د تصویب په وخت د مشرانو جرګې مشورتي نظر ته د مالیې وزارت د نه پاملرنې په اعتراض د ملي شورا د یو شمېر غړو او په ځانګړي توګه د سناتورانو شکایت مطرح شو او پرېکړه وشوه چې د مالیې وزیر دې خپله د ولایتی پروژو نوملړ سره د کمېسیون په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.

په پاي کې د تحصیلی نامطلوبو تحصیلی خدمتونو او ځینو نورو مواردو د وړاندي کولو څخه راغلي شکایتونه د لوړو زدکړو وزارت د محصلانو چارو معین، د یاد وزارت د خصوصي لوړو زدکړو د موسسو عمومي رئیس او د یو شمېر خصوصی پوهنونونو ریسانو سره مطرح شول.

د لوړو زدکړو وزارت چارواکو د معلوماتو د وړاندي کولو تر څنګ وویل، د دغه وزارت څارنیز پروګرامونه جریان لري چې په دې وروستیو کې یې شپږ خصوصی موسسې چې د طب په برخه کې یې غیر معیاری فعالیت درلود، د فعالیت جواز لغو کړې چې څلور یې په کابل او نورې یې په ولایتونو کې وی او هم څلویښتو نورو تحصیلی بنسټونو ته خبرداری ورکړل شوې چې د یوه کال په اوږدو کې دې لازم اصلاحات راوړي، له دې پرته به ځوان محصلین جذب نه کړي او زیاته یې کړه چې د ننګرهار او هرات ولایتونو د خصوصی لوړو زدکړو د بنسټونو د څیړنو بهیر بشپړ شوې او ژر تر ژره به پلاوی بلخ ته د خصوصی لوړو زدکړو بنسټونو د کیفیت د تثبیت په موخه سفر وکړي.

25-Sawr98-Shikayat.JPG

د بحث په اوږدو کې د  لوړو زدکړو وزارت معین وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت کابینه د موضوع په تړاو حساس او ممکن د نن ورځې په غونډه کې د مصوبی په قالب کې خپله لارښوونه صادره کړي.

په مقابل کې د کمېسیون  غړو د چارواکو د څرګندونو په اورېدو سره ډاډ ورکړ چې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون به د لوړو زدکړو وزارت څارنیز پروګرام کې د یاد وزارت سره همکاره وي او د اړتیا په صورت کې به هر پروګرام کې ملګرتیا وکړي.

د یو بل خبر له مخې د ډاکټر زلمي زاببلی په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غړو نن د څارنوالۍ په مقر کې د هېواد لوي څارنوال فرید حمیدی سره د کمېسیون او لويې څارنوالۍ تر منځ د نظریو د بدلون، مشورو او همکاریو فضا د ټینګښت اړوند وکتل او لازمې پرېکړې یې وکړې.

د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون دالحاج لطف الله بابا او یو شمېر حکومتي چارواکو په ګډون سره غونډه جوړه کړه. په پیل کې د نفوسو د احوال د ثبت د عمومي ریاست سرپرست په یادې اداره کې د ځینو بی نظمیو د شتون په اړه معلومات وړندې کړل او ویې ویل چې هره ورځ درې زره تنه د خپلو پیژندپاڼو د تائید له پاره مراجعه کوي او باید د دوي تذکرې د آرشیف برخې سره پرتله کړاي شي  او هم هڅې رواني دي چې شته آرشیف دیجیتل او وروسته د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست په واک کې ورکړل شي چې له دې وروسته شته شکایتونه د پام وړ کم شي، نوموړی په پاي کې په نږدې ورځو کې د دغې ادارې د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې څخه خبر  ورکړ.

د غونډې په بله برخه کې د ښارجوړونې وزارت د ښاری غیر رسمي سیمو د ثبت مسئول غیر پلانی سیمو ته د ملکیت سند د ویش په د ځنډ په تړاو وویل، دغه بهیر د پام وړ مودې ته اړتیا لري ځکه د ښاروالۍ، ښارجوړونې او وګړنیزو شوراګانو څخه ګډه کمېټه جایدادونه تشخیصوی او د ملکیت په اړه یې کار کوي او  د طی مراحلو وروسته ورباندې معتبر اسناد ویشل کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه ۶۵۰ زره ملکیتونه سروې شوي او د څلورو زیاتو باندې یې د ملکیت سندونه ویشتل شوي دي، همدا راز د ملکیتونو لس زره سندونه هم وېش ته تیار دي.

د نن ورځې په غونډه کې ټاکل شوې وه چې د ترانسپورت وزیر، کابل ښاروال، د یاد ولایت امنیه قوماندان او د ترافیکو رئیس د کابل ښار په کچه د شته ستونزو په اړه د کمېسیون دغړو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړي خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ حاضر نه شول چې د دوي دغه عمل د قانون خلاف کار وګڼل شو او ټینګار وشو که چیری یاد چارواکي په راتلونکې غونډه کې حاضر نه شي لویې څارنوالۍ ته به وپیژندل شي.

 25-Sawr98-Mukhabirat.JPG

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو د پراخوالي اړوند د افغانستان اسلامي جمهوریت د اوسپنې پټلۍ او د تاجکستان اسلامي جمهوریت د اوسپنې پټلۍ دولتی واحد شرکت هوکړه لیک مطالعه او یاد هوکړه لیک یې د دواړو لورو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا له پاره ګټور وګڼه او تائید یې کړ.

25-Sawr98-Adli.JPG

دغه راز د افغانستان اسلامي جمهوریت او سیشل جمهوریت تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړیدو په برخه کې ګډه اعلامیه مطالعه او وویل شول دا چې د سیشل جمهوریت د نړۍ په کچه د اقتصاد له پلوه مطرح هېواد نه دې نو یاد هېواد کې د افغان نمایندګۍ جوړیدل ګټور ګام نه دې نو پردې بنسټ یاد سند د کمېسیون له خوا رد شو.