اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د غویی ۲۴ مه

د مشرانو جرګې اکثریت غړو په اوسنیو شرایطو کې د جمهوری ریاست د نوماندانو شورا له خوا د سرپرست حکومت طرح ستونز زیږوونکې وګڼله او ردیې کړه.


24-Sawr98-JAL1.JPG

دغه غونډه چې په دوو برخو کې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار او لومړی نایب محمدعلم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوې وه، یو شمېر سناتورانو وویل، په اوسنیو نازکو شرایطو کې د سرپرست حکومت رامنځته کول یوه عملي طرح نه ده او هیڅ تضمین هم شتون نه لري چې سرپرست حکومت د اوسنی نظام څخه غوره او د هېواد د روانو چارو او ټاکنو بهیر څخه مدیریت وکولای شي، خو ځینو نورو غړو وویل: هېوادنیو چارو کې د حکومت نیمګړتیاوې او کمزورتیاوې د دا ډول طرحو د وړاندې کولو له پاره اصلي انګیزه ده، کنه پوهیږو چې سرپرست حکومت د نظام د مخالفینو غوښتنه او د دوي په ګټه کار دی.

دغه راز د مجلس غړو د امنیتی سکتور د وزیرانو نه راتګ څخه چې د نن ورځې په اجندا کې ځای ورکړل شوې وو، هم نیوکه وکړه، ویې ویل چې د دولت د مخالفینو د بریدونو او تحرکاتو د زیاتوالي، د غیر مسئولو وسله والو کسانو د ظلمونو او د جنایی جرمونو او نورو موضوعګانو د شتون پر بنسټ د امنیتي مسئولینو راتګ او ځواب ورکول یو مهم امر دې، خو دوي د مجلس رابللو او د خلکو اړتیاو ته په کمه ولیدل او د خپلو مرستیالانو په رالیږلویې اکتفا وکړه چې د منلو وړ نه ده او عمومي غونډې ته د استجواب له پاره د هېواد د امنیتی لومړیو مسئولانو د راتګ غوښتونکې دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار ډاډ ورکړ چې د امنیتی سکتور چارواکو او د ټولو لوړپوړو چارواکو په تړاو د مجلس د غړو اعتراضات به د هېواد جمهور رئیس سره شریک کړي او په دا ډول ناستو کې د دولتی چارواکو په تنظیم کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د نیمګړتیاو په موخه د یاد وزارت اړوند نیوکه وشوه او د راتلونکې اونۍ د یکشنبې غونډې ته د دغه چارواکو د راتګ غوښتونکې شول.


24-Sawr98-JAL2.JPG

سناتورانو د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د تیرې شپې پرله پسې چاودنې چې د ملکي او روژه لرونکو خلکو د تلفاتو سبب شوې، د بغلان ولایت د ملي امنیت د مرستیال وژل او د سرپل، بدخشان او خوست ولایتونو باندې د مخالفینو بریدونه چې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو د تلفاتو سبب ګرځیدلي، په سختو ټکو وغندلې او یاد بریدونه او پیښې یې بشري ضد جنایت وګڼه، د مجلس رئیس د ننګرهار په ګډون د یو شمېر ولایتونو اوسنې وضعیت د اندېښنې او نه زغم وړ وګڼه او د مشرانو جرګې په یوې غونډه کې د یاد ولایت د والي او ټولو امنیتی چارواکو د پوښتنې غوښتونکې شول.

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو پیسو د بی ساری ارزښت د کمښت او د لومړنیو توکو د بیو لوړوالي، د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئیس نه معرفي چې د آزادې سیالۍ له لارې په بست ګمارل شوې، د بدخشان د والي په توګه د محمد زکریا سودا د ګمارنې څخه هرکلې، دویمې درجې ته د نیمروز ولایت د ارتقا په موخه د ولسمشر څخه د مننې څرګندول، افغانستان ته د داعش رهبر د احتمالي انتقال څخه اندېښنه، د ډیورنډ لیکې په اوږدو کې د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې د حکومت د چپې خولې څخه نیوکه، د تصدۍ کارګرانو باندې د افغان ګاز او د شبرغان تفحصاتو تصدۍ د استوګنې د بلاکونو په وېش ټینګار، د مجلس غړو سره د کتنې له پاره د کانونو وزارت د سرپرست او یو شمېر نورو وزیرانو نه حاضریدل، د ارزګان او فاریاب ولایتونو او د کندهار د خاکریز ولسوالۍ بد امنیتی وضعیت او ځینې نور مسایل وو چې په غونډه کې مطرح شول.


24-Sawr98-JAL3.JPG

د یادو مواردو په جمع بندۍ کې فضل هادی مسلم یار وویل، د جمهور رئیس د کار دوام اساسی قانون او سترې محکمې د پرېکړې له مخې تسجیل شوې او هم په دې برخه کې پخوانې تعامل شتون لري چې پر دې بنسټ د مجلس له خوا د سرپرست حکومت طرح ردیږي او لارښوونه کیږي چې دجمهوری ریاست نوماندان دې د هېواد د حساسو شرایطو په درک سره په ټولې همغږۍ کې د اوسني نظام سره د رڼو ټاکنو د جوړیدو له پاره کار او فکر وکړي تر څو د راتلونکو ټولټاکنو څخه ګټورې پایلې ترلاسه شي. دغه راز د مجلس لومړي نایب محمدعلم ایزدیار په خپلو خبرو کې وویل چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون باید د خپلو پرېکړو د پلي کېدو له پاره جدي اقدام وکړي او کوم اشخاص چې د آزادې سیالي له لارې بریالي کیږي، جدي او قانوني ملاتړ وکړي.

همدا راز له حکومته وغوښتل شول تر څو د ډیورنډ لیکې په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي چې په اوږدو کې یې څه روان دي او آیا پاکستان مخکې راغلې یا نه؟ د مشرانو جرګې لومړي نایب د ایران اسلامي جمهوریت څخه د افغان کډوالو د ویستو طرح د نړیوالو سیاسی تعاملاتو او تحریماتو زیږنده وګڼله او هیله یې وښوده چې ایراني چارواکي د سیاسی حربې په توګه ګټه وانخلي او افغان حکومت هم باید په دې برخه کې مخکې له مخکې تدابیر ونیسی او هم ځینې مطرح شوي مسایل د څیړنو په موخه د مشرانو جرګې کمېسیونونو ته ولیږل شول.

24-Sawr98-JAL4.JPG