اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۲ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غویی ۲۳ نېټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې د دیارلسمې ناحیې د یوسف بانګي او د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې د اماراتو ښارګوټي د (A70) بلاک د یو شمېر اوسېدونکو او د کورنیو چارو وزارت د اعاشوی توکو د قراردادیانو راغلي شکایتونه په جلا توګه په بحثونو کې مطرح شول.

د یوسف بانګي د سیمې اوسېدونکې وایی چې شاوخوا اته سوه کورنۍ په دې سیمه کې استوګن دي خو د فرعي او اصلي سړکونو د کاري پخولو په ګډون د ښاری خدمتونو څخه بی برخي دي او هم د (A70) بلاک اوسېدونکې وایی چې په یاد بلاک کې امنیتی موظفین د حامد کرزی هوایی ډګر ته د احتمالي ګواښونو د رامنځته کېدو په پلمه د دوي د ملکیتونو څخه د ګټې اخیستنې خنډ ګرځي او په یادو سیمو کې یې امنیتی پوستې اچولي دي او د دې تر څنګ د کورنیو چارو وزارت د اعاشوی توکو قراردادیانو د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو څخه د دوي د پیسو د نه  ورکړې څخه شکایت وکړ چې په پایله کې پرېکړه وشوه چې د کابل ښاروالۍ سرپرست او د یادې ادارې ټول چارواکي دې د کورنیو چارو وزارت سرپرست او اړوندو ریسانو سره په راتلونکې غونډه کې حضور راوړي، کمېسیون پرېکړه وکړه چې د یاد بلاک د اوسېدونکو شکایت به د سبا ورځې په عمومي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سره مطرح کړي.

په غونډه کې همدا راز د عامې روغتیا وزارت د ایډز د کنټرول پروګرام ریاست د اړتیا وړ درملو په پېرلو کې د ۱۲۲ میلیونو افغانیو د اختلاس څخه راغلې شکایت مطرح او په ا ړوند یې څیړنې وشوې، پرېکړه وشوه تر څو د یادې ادارې رئیس په راتلونکې ناسته کې ګډون او د موضوع په تړاو څرګنډونې وکړي.

23-Sawr98-Shikayat.JPG

د غوډې په وروستۍ برخه کې د هېواد د دولتی او خصوصی طبی پوهنتونونو د فارغانو شکایت د دوي په حضور مطرح شو، دوي وویل چې د هېواد طبی عالي شورا قانون ت ه د استناد پرته غواړوي له دوي ازموینه واخلي چې باید دغه مسله په جدي توګه وڅیړل شي، کمېسیون په دې اړوند پرېکړه وکړه چې د موضوع په تړاو دې د لوړو  زدکړو، عامې روغتیا وزارتونو معینان او د طبی عالي شورا رئیس او غړي په راتلونکې غونډه کې د څرګندونو په موخه ګډون وکړي.

د مېرمنې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون د پخوانۍ ریسې صدیقې بلخي د ګټور کړنو او فعالیتونو څخه قدرداني څرګنده شوه. د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون د کاري پلان د ترتیب سربېره د دولتی چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو د اشاعې او ثبت قانون د اوومې مادې د لومړۍ فقرې او پنځمې مادې د لومړۍ فقرې د تعدیل طرحې په اړه بحث وشو او یاد تعدیلونه د تائید وړ وګرځیدل.

23-Sawr98-Zanan.JPG

د کمېسیون د مرستیال کامل بیګ حسینی په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د اوسپنې پټلۍ اداری او د تاجیکستان جمهوریت د اوسپنې پټلۍ د دولتی واحد شرکت هوکړه لیک او د د ولتی کارکوونکو او چارواکو د شتمنیو د اشاعي او ثبت قانون په اړه خبرې او دواړه موارد د تائید وړ وګرځیدل، خو د اسلحې د سوداګرۍ معاهدې او اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون په اړه بحث راتلونکو ناستو ته وځنډول شو.

23-Sawr98-Dfai.JPG

د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او شهیدانو د وارثانو د کمېسیون په غونډه کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو د پراخوالي په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د اوسپنې پټلۍ اداری او د تاجیکستان جمهوریت د اوسپنې پټلۍ د دولتی واحد شرکت هوکړه لیک اړوند بحث او تصدیق شو.

د غونډې په بله برخه کې د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالۍ د بیځایه شویو د ستونزو په اړه چې د ناامنیو له امله پنجشیر ولایت ته بیځایه شوي دي، خبرې وشوې او د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت او مرستندویو بنسټونو وغوښتل شول چې دوي سره د مرستو رسولو په برخو کې سملاسی اقدامات وکړي.

23-Sawr98-Aqwam.JPG

د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د علماو د وژنو، جنایی جرمونو د زیاتوالي، ملکي تلفاتو او د تلویزیون د کارکوونکو څخه د مېرمن مینې منګل د وژلو څخه اندېښنې څرګندې شوې او ټینګار وشو چې امنیتی چارواکي دي په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

همدا راز د هېواد په کچه د پوهنې په برخو کې د شته ستونزو څخه یادونه وشوه، پرېکړه وشوه تر څو د پوهنې وزارت سرپرست د اړوندو مسئولانو سره یو ځاي د غبرګولي د څلورمې نېټې د شنبې ورځې په غونډه کې ګډون وکړي.

23-Sawr98-Farhangi.JPG

د قاری میر حاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د  عمومي ریاست د مالي او اداری مسایلو په اړوند د بحث سربېره، اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون مطالعه او د تائید وړ وګرځید. د غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار ولایت د ولایتی شورا لیک مطالعه او د اړیکو له مخې اړوندو ادارو ته ولیږل شو.

23-Sawr98-Emtiazat.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د دولتی چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو د اشاعې او ثبت قانون د اوومې مادې د لومړۍ فقرې او پنځمې مادې د لومړۍ فقرې د تعدیل طرحې په اړه د ولسی جرګې د غړو د تعدیلل طرحې په اړه بحث او د تائید وړ وګرځیده. د غونډې په بله برخه کې د هېواد په بازارونو کې د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې د خوراکي او ارتزاقي توکو د بیلو د لوړېدو په اړه خبرې او وپتییل شوه چې موضوعی د صنعت او سوداګرۍ وزارت، کابل ښاروالۍ، صنعت او سوداګرۍ خونو او د مصرفی او ارتزاقی ت/کو د ملي سوداګرو استازو سره په یوې غونډه کې مطرح او حل لاری دې وموندل شي.

دغه راز په غونډه کې د ۱۳۹۸ مالي کال د پرمختیایی بودجې ضمیمی په توګه د مالي نویو مرستو رپوټ چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت، د ښار جوړونې وزارت او د رسیدګي په چارو کې د دولت وزارت ته ته ځانګړې شوې وه خبرې او د تائید وړ وګرځېدې.

 23-Sawr98-Mali.JPG

د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ او د اترا ادارې د مرستیال، د مخابراتی شبکو د استازو او د مخابراتي خدمتونو د ټیټ کیفیت اړوند یو شمېر معترضو هېوادوالو په ګډون سره غونډه وکړه.

په غونډه کې د اړیکو د لوړوالی، د انټرنیټی خدمتونو د ټیټ کیفیت، د شرکتونو له خوا په خپل سر د پیسو اخیستل، د غیر قانوني سیم کارتونو د پلور، د ریال تایم بهیر د پرمختګ د څرنګوالي او ځینو نورو مواردو اړوند د هېوادوالو د شکایتونو اړوند پوښتنې د مخابراتي شرکتونو له خوا د غیر شفافو او کم کیفیت خدمتونو پروړاندې د معترضو ډلو د استازو په حضور کې د ادارې د مرستیال نقیب الله سیلاب، د افغان بیسیم، روشن، ام تی ان، سلام تیلیکام او اتصالات شرکتونو د استازو څخه چې د اترا چیری ده تر نامه لاندي یې کمپاین په لاره اچولې، وپوښتل شوې.

وروسته د (اترا چېرې ده) د کمپاینرانو څخه یو تن میرویس آریا وویل، د کمپاین غړو د مخابراتي شبکو څخه د خلکو شل مورده شکایتونه د اترا ادارې سره شریک کړي چې د دریو میاشتو په تیریدو سره د یوه مورد پرته بل هیڅ یوه یې د عمل جامه نه ده اغوستې.

د اترا ادارې مرستیال په خپلو خبرو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د مخابراتي ستنو د لګولو، آزاد بازار، د ترانزیت په توګه د ګاونډیو هېوادونو څخه د انترنت پیر د مخابراتي شرکتونو د لوړ لګښت عمده او اساسی دلایل په ګوته کړل .

د اترا ادارې د مرستیال معلوماتو د کمېسیون د رئیس او غړو قناعت حاصل نه کړ، پرېکړه وشوه چې د اترا اداره دې د مسئولې ادارې په شان ژر تر ژره په مخابراتي شبکو خپله څآرنه جدي کړي او د کمېسیون په راتلونکو ناستو کې دې د شته شکایتونو په تړاو د خپلو لاسته راوړنو څخه جوابګویه وي او هم د افغان تیلیکام مخابراتي شبکې د ا ستازی په نه ګډون د کمېسیون له خوا تنده نیوکه وشوه.

23-Sawr98-Mukhabirat.JPG

د غونډې په وروستۍ برخه کې د جنایی جرمونو او په ځانګړي توګه ننګرهار ولایت کې د علمای کرامو د وژنو زیاتوالي چې په دي وروستیو کې د جیدو علماو څخه یو تن مولوی هدایت الله د ناپیژاندو وسله والو له خوا په شهادت رسیدلې چې په اړوند یې اندېښنه وشوه او د امنیتی ځواکونو له خوا د قضایاو د عاملینو په نیولو ټینګار وشو.

کمیسیون مواصلات ومخابرات به ریاست لطف الله بابا وبااشتراک معاون اداره اترا، نمایندگان شبکه های مخابراتی وشماری از شهروندان معترض از پایین بودن کیفیت خدمات مخابراتی تدویرجلسه نمود.