اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د غویی ۲۲ مه

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې په نننۍ غونډه کې د هېواد د روانو مسایلو په اړه بحث او نظریې بدلې شوې.


17-Sawr98-JAL1.JPG

په  غونډه کې یو شمېر سناتورانو قطر کې د امریکا او طالبانو د خبرو اترو بهیر په اړه وویل چې د مذاکراتو شپږم پړاو هم پای ته ورسېد خو کومه مهمه پایله ترلاسه نه شوه او د امریکا لوری هم د خبرو اترو جزئیات د افغانستان حکومت سره نه شریکوي، اړتیا شته چې خبرې اترې باید د افغانانو تر منځ او د افغانانو په مالکیت ترسره شي تر څو پایلو ته ورسیږي.

دغه راز په غونډه کې د کابل نوی ښار کې د تیری اونۍ د وېره اچوونکو برید، یو جنګي جنایت وګڼل شو او د بریدګرو په لمنځه وړو کې د هېواد د امنیتی ځواکونو سرښندنو څخه په قدردانۍ سره وویل شول چې باید د دښمن د دا ډول بریدونو مخه د رامنځته کېدو وړاندې ونیول شي تر څو زیات تلفات او زیانونه رامنځته نه کړي.

همدا راز د مجلس یو شمېر غړو د شپنیو عملیاتو د زیانونو په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې په دې وروستیو کې د هېواد په څو ولایتونو کې د شپنیو عملیاتو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي افرادو او د ننګرهار ولایت کې یو شمېر استادانو او د غزني ولایت اندړو کې درې وروڼو خپل ژوند له لاسه ورکړې دي او په بی رحمۍ سره د مېرمن مینې منګل شهادت، غزنی، سمنګان او دایکندي ولایتونو کې د ملکي خلکو تلفات هم د نن ورځې د بحث له مواردو څخه وو چې ګڼ شمېر ملکي وګړي د ځای پر ځای شويو ماینونو او د دولت د مخالفینو د هاوان د توغولو له امله وژل شوي دي.

همداراز ځینو سناتورانو د رسنیو د رپوټ پر بنسټ وویل چې د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرامپ غواړي د افغانستان امنیتی ځواکونو ته د یاد هېواد له خوا ځانګړې مرسته شوې پیسې د مکزیک سرحدي دیوال جوړولو ته ځانګړي کړي چې دغه ګام به د تروریستي ډلو پر وړاندې مبارزه کې منفي اغیز پر ځای پریږدي او د دې تر څنګ دغه ګام د افغانستان سره د امنیتي تړون په برخه کې د یاد هیواد د ژمنو خلاف دی.

پنجشیر ولایت ته د بدخشان ولایت د بیځایه شویو د ستونزو د څېړنو له پاره د مشرانو جرګې د پلاوی ټاکل، د روژې په مبارکه میاشت کې د لومړنیو توکو په ګران پلورنې نیوکه، د ارزګان د مواصلاتي لارو بندښت او د خاص ارزګان د پولیسو د معاشونو نه ورکول، کابل ښار کې د ښځینه خبریالانو څخه د مینې منګل د وژلو غندل او د یاد جنایت د عاملینو په نیولو ټینګار، مجلس ته د امنیتی سکتور د لومړۍ درجه مسئولانو په حضور بیا ځلي ټینګار، د میدان وردکو ولایت کې د کوچیانو او د سیمې اوسیدونکو تر منځ د بیا ځلی اخوډب په حل ټینګار، د نویو سناتورانو انتصاب کې د قومی ترکیب د راوړلو په موخه د هېواد د جمهور رئیس څخه د مجلس د یوه غړی غوښتنه او ځینې نور مسایل وو چې مطرح شول.

د آزادو بحثونو په پای کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار څرګنده کړه، هغه شپني عملیات چې له امله یې دښمن او د دوي ځالي لمنځه یووړل شي د تائید وړ دي خو هر ډول عملیات چې د ملکي خلکو د تلفاتو لامل شي، مشرانو جرګې ته د منلو وړ نه دي چې باید متوقف شي، د مشرانوجرګې رئیس د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کې د ښوونځیو د استادانو په ګډون د پنځو تنو ملکي کسانو شهادت ته په اشارې سره زیاته کړه چې دا ډول خپلسري او غیر مسئولانه اقدامات د خلکو د خواشیني سبب ګرځي او حکومت یې باید مخه ونیسي.


17-Sawr98-JAL2.JPG

 فضل هادي مسلم یار د کابل ولایت وروستۍ ځانمرګي او ډله ییز برید او د وتلو خبریالانو څخه د مینه منګل وژل وغندل او د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د حکومت له خوا د رسیدګۍ غوښتونکې شو.

د مشرانو جرګې رئیس قطر کې د امریکایي استازو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په اړه وویل، د امریکا متحده ایالات د ستراتیژیک ملګري په توګه باید د مذاکراتو له جزئیاتو څخه افغان لورې په جریان کې وساتي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ځانګړې بودجې د کمښت په تړاو یې د امریکا د جمهور رئیس د وروستۍ پرېکړې په غندلو سره روښانه کړه چې امریکا باید د دواړو هېوادونو د امنیتی شته تړون له مخې عمل وکړي او د هېواد امنیتی بهیر کې د تشې د رامنځته کېدو څخه ډډه وکړي.

د غونډې په پاي کې د کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ولایتي رپوټونه د مولوی غلام محۍ الدین منصف او محمدعلم ایزدیار له خوا غونډې ته وړاندې شول چې بشپړ جزئیات به یې د کمېسیونونو د خبرونو په ردیف کې خپورشي.