اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غویی ۱۸ مه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو غونډې وکړې او د اړوندو مواردو په اړه یې لازمې پرېکړې او بحثونه وکړل.

د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه د ډاکټر زلمي زابلی په مشرۍ جوړه شوه، په سر کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلم یار د کمېسیون غونډې ته حضور راوړ او ډاکټر زلمې زابلی چې نوی د غړو له خوا د شکایتونو د اوریدو د کمېۍیون د رئیس په توګه انتخاب شوې وو، د کمېسیون غړو ته معرفی کړ او نوموړي او د اداری پلاوی ټولو غړو ته یې د لا زیاتو بریالیتونو غوښتنه وکړه چې د کمېسیون د غړو له خوا ډاډ ورکړل شو چې له مخکې زیات به د خلکو په چوپړ کې وي.

د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون د کاري موخو او پروګرامونو په اړه د بحث او نظریو د بدلولو تر څنګ د برېښنا او اوبو د مصرفی لوړ بل د چارچ، د نافذو قوانینو د په پام کې نیولو پرته د سیاسی حزبونو تر نامه لاندي یو شمېر اشخاصو د غیر قانوني فعالیت، د روژې په مبارکه میاشت کې د ارتزاقي تکونو د بیو د لوړېدو، د کابل ښار سړکونو کې بی حده ګڼه ګوڼه، ولایتونو کې د لږ تر لږه د یوې پروژې د په پام کې نیولو په اړه د مالیې وزارت نه اجراات، جعلی اسنادو سره د یو شمېر خصوصی لوړو زدکړو بنسټونو د غیر معیاری فعالیت او د لوړ زدکړو وزارت د معیارونو نه پلي کول،د بلخ ولایت د پوهنې او عامې روغتیا د پخوانیو ریسانو له خوا د خپلسرو او غیر قانوني اقداماتو او د یادو ادارو د نویو ریسانو د معرفی په امر کې د اړوندو وزارتونو د چارواکو د اوامرو څخه د دوی نه اطاعت، د دولتی ادارو د ریسانو په توګه د نویو اشخاصو د انتصاب او د ادارو د برحالو ریسانو د غیر قانونی لیری کولو څخه د فراه ولایت د مدني ټولنې د غړو او د سیمه ییزو ادارو د یو شمېر ریسانو او کارکوونکو شکایت، اړوندو ولایتونو ته د نه انتقال په اړه د څرخي پله زندان د محبوسینو او د جمهوری ریاست د عالي مقام د بښنې او تخفیف فرمانونو د په وخت نه پلی کیدو په اړوند شکایت، د سړکونو د خرابوالي، به نشه یی توکو د ډریورانو د روږدي توب او د دولتی چارواکو له خوا د ترانسپورتي شرکتونو نه کنټرول او همدا راز د ځینو هوایی شرکتونو له خوا په ځینو ولایتونو کې د هوایی الوتنو د پروازونو لغوه او یا ځنډول او د لویو لارو په اوږدو کې د ترافیکي پيښو د تلفاتو له زیاتیدو څخه شکایت او ځینې نور مسایل تر بحث لاندي راغلل او پرېکړه وشوه چې په ترتیب سره دې د افغانستان برېښنا شرکت ، د اوبو رسولو عمومي ریاست چارواکي، د عدلیې وزارت معین او د سیاسی حزبونو د انسجام او ثبت رئیس، د کرهڼې، سوداګرۍ وزارتونو معینان، د کابل ښاروالۍ ادارې او د سوداګرۍ خونو رئیس، د ټولګټو او ترانسپورت وزارتونو معینان، د ترافیکو عمومي رئیس، د مالیې وزیر، د لوړو زدکړو وزیر او د طبی عالي شورا رئیس او غړی، د خصوصی پوهنتونونو ریسان او د خصوصی پوهنتونونو او موسساتو ریسان، د اداری اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون رئیس، د کورنیو چارو وزارت معین او د زندانونو عمومي رئیس او همدا راز د ملکي هوایی چلند خپلواکې ادارې عمومي رئیس او د هوایی شرکتونو ریسان دې د کمېسیون په راتلونکو غونډو کې راوبلل شي تر څو د مطرح شویو مواردو څخه هر یو له دوي سره مطرح او د ستونزو د حل لارې چاري وپلټل شي.دغه راز د کمېسیون غړو کاری مطلوبو پایلو ته د لاسرسی په موخه پرېکړه وکړه چې د کمېسیون او لویې څارنوالۍ ادارې تر منځ د همکاري فضا د ټینګښت، مشورې او نظریو د بدلون او همدا راز د دولتی چارواکو د په وخت بلنې د تنظیم په موخه د یادې ادارې د مرستیالانو څخه یو تن، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت میعن او د ټولو دولتی وزارت خانو د پارلماني دفترونو مسئولین دې د کمېسیو په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.د غونډې په پاي کې د افغانستان د بندرونو له لاري د بی کیفیته نفتی توکو د راتګ او د کیفیت د تثبیت د میکانیزم د نشتوالي په اړه راغلې شکایت په بحث کې مطرح شو او پرېکړه وشوه تر څو د نفتی توکو عمومي رئیس او او د نورم او ستندرد ادارې رئیس د کمېسیون په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

18-Sawr98-Shikayat.JPG

همدا راز د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د ښځو چارو کمېسیون ته ولاړ او د یاد کمېسیون اداری پلاوی یې معرفي کړ، هیله یې څرګنده کړه چې دغه کمېسیون به له مخې زیات د خلکو په خدمت کې وي، چې د کمېسیون د مشري ګلالۍ اکبری له خوا نوموړي ته ډاډ ورکړل شو.

ورپسې د ګلالۍ اکبری په مشرۍ د کمېسیون په غونډه کې د ښځو چارو او مدنې ټولنې د کمېسیون د کاري چارو په اړه خبرې او پرېکړه وشوه چې د ښځو چارو وزیره دې د د کمېسیون په یوې ناسته کې ګډون وکړي.

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، کډوالو، معلولینو او شهیدانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د کاری پلانونو په اړه د بحث تر څنګ د افغانستان اسلامي جمهوریت او متحده عربی اماراتو د حکومتونو تر منځ کابل او اوظبی ښارونو کې د سفارت د ځمکې د تخصیص د هوکړه لیک، د افغانستان اسلامي جمهوریت او سیشیل جمهوریت تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پیل د ګډې اعلامیې، د اسلامي هېوادونو د معیارونو او میټرولوژی انسټیتوټ د اساس لیک، د وسلو د سوداګرۍ تړون، او د افغانستان او تاجیکستان جمهوریتونو د اوسپني پټلۍ د واحد د دولتی شرکت د هوکړه لیک اړوند خبرې چې د زیاتو څېړنو په موخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوې.

همدا راز په پاي کې د یو شمېر راغلو عریضو او مکتوبونو په اړوند بحث او خبرې وشوې او د اجرااتو په موخه اړوندو مراجعو ته ولیږل شوې.

 18-Sawr98-Aqwam.JPG

د قاری میر حاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د راغلو عریضو د څېړنو سربېره، د کمیسیون د کاري پلان په اړه خبرې او پرېکړې وشوې، د غونډې په بله برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون مطالعه او په کې پیشنهادي تعدیلونه مشخص شول.

18-Sawr98-Emtiazat.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د تقنینی نوی دورې د پیلولو د مبارکۍ ترڅنګ د روان اجلاس په اوږدو کې د کمېسیون د کاري پروګرامونو په اړه خبرې او پرېکړې وشوې، دغه راز په غونډه کې د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې ضمیمې مطالعه او وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې دې په اړه بحث وشي.

18-Sawr98-Mali.JPG

د انجنیر فرهاد سخي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیو په غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوری دولت او سیشیل جمهوریت تر منځ د دیپلوماتیکو اړکیو د رامنځته کولو په برخه کې ګډه اعلامه د یوې مقدمې او اتلسو مادو په دننه کې تر بحث لاندي راغله او پاتې برخه یې راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه. همدا راز د غونډې په پیل کې د هېواد په بیلا بیلو څنډو کې د وروستیو پیښو په اړه خبرې او د شهیدانو له پاره د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسی روغتیا دعاګاني وشوې.

18-Sawr98-Bio.JPG

د کمېسیون د مرستیال کامل بیک حسینی په مشرۍ د دفاعی چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې د سناتور محمد افضل شامل په شخصی کور باندی برید چې په پایله کې یې مېرمن شهیده او خپله ټپی شو، خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د کابل ولایت امنیه قوماندان دې د ښار د څلورمې امنیتی حوزې آمر سره یو ځای د کمیسیون په یوې غونډه کې د خپلوا اجرااتو رپوت وړاندي کړي. د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو د طالبانو وغوښتل چې په مشورتی لویه جرګه کې د خلکو د استازو غوښتنو ته دې احترام وکړي او اوربند ته دې غاړه کیږدي.

18-Sawr98-Dfai.JPG

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن لیلما احمدي په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون  په غونډه کې په بریالیتوب سره د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو او په هېواد کې د سولې د ټینګښت له پاره د روان هڅو څخه ستاینه وشوه او هم د روژې د مبارکې میاشتې له امله ټولو مسلمانانو ته مبارکي وویل شول. د کمېسیون غړو د وسله والو مخالفینو وغوښتل تر څو د دی میاشتې په احترام او د خلکو په غوښتنه د تاوتریخوالي لاس پورته او د سولې بهیره سره یو ځاي او هم د هېواد له رسنیو وغوښتل شول تر څو اسلامي زیات پروګرامونه خپاره کړي.

18-Sawr98-Farhangi.JPG

د مولوی غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربېره د د کاری اجندا او میاشتیني پلان د ترتیب په اړه خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

18-Sawr98-Adli.JPG

د حاجی لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج رئیس فیض محمد مختار او د آریانا افغان هوایی شرکت د مالي مرستیال کمال ناصر څخه سعودي عربسات ته د حاجیانو د نتقال د څرنګوالي په اړه پوښتنې مطرح شوې.

په سر کې د کمېسیون رئیس د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، تېر کال د آریانا هوایی شرکت سعودی عربستان ته د حاجیانو په انتقال کې د داوطلبۍ ګټوونکې وو خو ملی تدارکاتو په غیر منصفانه ډول دغه بهیر د کام ایر شرکت ته چې پوروړې هم وو، حواله کړ او د راغلو رپوټونو سره سم سږکال هم د حاجیانو د انتقال پنځوس سلنه مسئولیت د کام ایر شرکت او او پاتی یې د آریانا هوایی شرکت ته ورکړل شوې د.

ورپسې د ارشاد وزارت د حج او اوقافو رئیس وویل د جمهور رئیس د حکم له مخې د حاجیانو د انتقال بهیر د ملي تدارکاتو ادارې له خوا ترسره کیږي او دغې وزارت ټول اسناد یادې ادارې ته انتقال کړي او او د ۱۳۹۷ کال د مرغومي د آفر پرانیستې له مخې د آریانا هوایی شرکت د یوه حاجی د انتقال بیه ۱۰۶۰ ډالر او د کام ایر شرکت د یوه حاجی د انتقال بیه ۹۳۵ ډالر ورکړي چې د مالیې، اقتصاد او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو د ګډ پلاوي د ارزونې پر بنسټ وروستۍ پرېکړه شوې چې یاد شرکتونه به عربستان ته د افغان حاجیانو انتقال په ګډه ترسره کړي.

ورپسې د آریانا هوایی شرکت مسئول د یاد شرکت د تیاریو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د آریانا افغان هوایی شرکت د حاجیانو د انتقال په موخه له درېو بهرنیو شرکتونو سره د چارتر قرارداد لاسلیک کړې دې.

کمېسیون د یادو چارواکو څرګندونې د قناعت وړ وګڼلې، ټینګار یې وکړ چې حج یوه ملي او اسلامي پروسه ده، باید په دقت او د ارشاد وزارت د نظر لاندي ترسره شی او اوس اړتیا شته چې د تدارکاتو د ملي کمېټې چارواکي د کمېسیون په یوې ناسته کې ګډون او ځوابونه وړاندې کړي.

18-Sawr98-Mokhabirat.JPG

د غونډې په بله برخه کې د ترانسپورت سرپرست، کابل ښاروالۍ او نورو اړوندو چارواکو څخه کابل ښار کې د بی حده ترافیکي ګڼې ګوڼې، د پدوله پروژې د کار د پرمختګ د څرنګوالي، د حبیبیې لیسې څخه د روسیې سفارت پوری د فرعي سړک د پخولو په اړه غوښتنه وشوه چې د کمېسیون د غویی د ۲۳ نېټې په غونډه کې دی ګډون وکړي او هم دې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې رئیس د اړوندو چارواکو سره یو ځای په یادې ادارې کې د شته بی نظمیو او تذکرو د وېش او تائید د څرنګوالي په اړه په همدې ورځ حضور راوړي.

او هم د غیر پلانی سیمو د ملکیتونو سند د وېش بهیر د ځنډ او یو شمېر نورو مواردو په اړه پرېکړه وشوه چې د ښار جوړونې چارو وزارت سرپرست دې د شنبې ورځې په غونډه کې څرګندونې وکړي، همدا راز په پای کې یادونه وشوه چې د ټولګټو وزیر دې د یاد وزارت د ځینو پروژو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په موخه د راتلونکې اونۍ د چهار شنبې ورځې په غونډه کې ګډون وکړي.