اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۲ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غویی ۱۷ نېټه

مشرانو جرګې د راتلونکي اونۍ غونډې ته د امنيتي سکتور مشرتابه استجواب کړ تر څو په هېواد کې د روان وضعيت، د طالبانو د بريدونو د زياتوالي او د دښمن د بريدونو د شنډولو په برخو کې د امنيتي سکتور د تدابيرو اړوند معلومات وړاندې کړي.


17-Sawr98-JAL1.JPG

دغه پرېکړه هغه مهال وشوه چې د پلخمري ښار، فراه، فارياب، سمنګان، زابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې امنيتي ځواکونو ته درانه زيانونه تر بحث او څېړنې لاندې ونيول شول چې طالبانو د دولت زندانونو څخه د 175 طالب بنديانو د خوشې کولو اعلان، د سولې د مشورتي لويې جرګې رابللو، او د سولې د پرلپسې خبرواترو په وصف کې د حکومت دغو ګامونو ته ارزښت ورنه کړ بلکې خپلو بريدونو ته يې شدت او زياتوالې ورکړ چې له امله يې ګڼ شمېر مالي او ځاني زيانونه رامنځته شوي دي.

يو شمير سناتورانو پاکستان ته د هېواد د جمهور رئيس د احتمالي سفر په اړه نظریی وړاندې کړی او ويې ويل چې د موقت حکومت د جوړیدو راهيسی څو ځلې د هېواد لوړپوړو چارواکو پاکستان ته سفرونه کړي خو په خپلو خبرو کې د دغه هېواد د رښتينولۍ د نشتوالي پر بنسټ بي پایلې پای ته رسيدلي خو د جمهور رئيس په دې سفر کې پاکستان بايد د سولې بهير او د خپلو لاسوهنو څخه د مخنيوي په موخه نړیوالې ژمنې ورکړي.

همدا رنګه د بغلان ولايت سناتور ډاکټر محمد فيصل سميع د دغې ولايت پر امنيه قوماندانۍ د وروستي ترورستي برید او د یادې پیښې څخه د رامنځته شويو تلفاتو په اړه خبرې وکړې او د دا ډول پېښې څخه د نه مخنيوي په موخه يې د کشفي او استخباراتي بنسټونو په نيمګړتياو نيوکه وکړه او د بغلان ولايت په امنيتي وضعيت کې يې د دغې تشې د ډکولو په موخه د حکومت د پاملرنې غوښتونکې شو.


17-Sawr98-JAL2.JPG

د 175 طالب بنديانو د خوشې کيدو د څرنګوالي په اړه د نظر د بدلون په اړه د ولسمشر څخه غوښتنه، کابل ښار کې د شاوخوا شپېته زره سوالګرو د شتون او دغې حالت ته رسيدګي، د لومړنيو او سون توکو د بيو لوړوالي او د حکومت له خوا د لازمو تدابيرو نشتون، د کابل ولايت د ولسي جرګې د ټاکنو د مهم والي، کابل ښار کې ترافيکي بې ساري ګډوډۍ او بی نظمۍ او يادو ستونزو ته د چارواکو نه پاملرنه، زلمي خليلزاد سره د طالبانو د ډلې دخبرواترو د پايلو ناڅرګندوالې، د کابل ښار د وزير آباد پروژې د کانال په پايته رسېدو ټينګار، د پاکستان د ويزې په ورکړه کې رامنځته شویو ستونزو ته جدي رسيدګي، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د غير مسئولو وسله والو سره د حکومت په جدي چلند ټينګار، د بدخشان ولايت بيځايه شويو کډوالو حالت ته په رسيدګئ ټينګار چې د پنجشېر ولايت پريان سيمه کې میشت شوي او ځينې نور مسايل وو چې د نن ورځې په غونډه کې مطرح شول.

همدا راز د نن ورځې په غونډه کې د مېرمن ګلالۍ نور صافي تحلیف چې د مشرانو جرګې د غړی په توګه د هېواد د جمهور رئیس له خوا نتصاب شوې، د فضل هادي مسلم یار له خوا ترسره شول.

د آزاد بحثونو په پاي کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د هېواد په بیلا بېلو وڅنډو کې د تروریستي وروستیو پېښو د غندلو تر څنګ وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه کې د خلکو او استازو هیله دا وه چې طالبان لږ تر لږه د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند ومني خو دغه ډله د اسلام دین د لارښوونو او تاریخ څخه د ناسم تعبیر سره جګړې او تروریستی اعمالو ته زیاتوالي ورکړ.

فضل هادی مسلم یار زیاته کړه، د سولې له پاره د روانو هڅو سره سره امنیتی او دفاعي سکتور باید د خلکو د امنیت په نیولو کې پراخ اقدامات وکړي، نوموړي په داسی حال کې چې د هېوادنیو مسایلو پر وړاندې د جمهور رئیس د انعطاف څخه مننه څرګنده کړه، د دې غوښتونکې شول که چیرې د دولت مخالف وسله وال د خلکو وژنو ته دوام ورکړي د طالب زندانیانو په خوشی کیدو کې باید عجله ونه شي او دا ډول اقدام دې د یوه شرط او ځانګړي میکانیزم لاندې د اجرا وړ وګرځي.


17-Sawr98-JAL3.JPG

د مجلس رئیس د مجلس د غړو پر وړاندې د یو شمېر حکومتي بنسټونو دوه ګونې چلند د اساسی قانون سره په ټکر کې وګڼه او ویې ویل دغه مورد باید د هېواد د جمهور رئیس سره په بحث کې مطرح شي.

د غونډې په پای کې د فراه ولایت د امنیتی، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه رپوټ د یاد و لایت د سناتور ګل احمداعظمي له خوا وړاندې شو چې تفصیل به یې د کمېسیونونو د خبرونو په ردیف کې خپور شي.