اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر

د ۱۳۹۸ کال د غویی ۱۵ مه نېټه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار او د جرجې اداري پلاوی نن د یوې ناستې په ترڅ کې چې د ملي شورا په مقر کې یې د بېلا بېلو مدني بنسټونو ځوانانو سره درلوده، د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو څخه ملاتړ څرګند کړ.

15-Sawr98-MUL1.JPG

په دې ناسته کې چې د ملي شورا د دواړو مجلسونو یو شمېر غړو، سپین ږیزو، د ځوانانو معین او او د مدني او ښوونیځو بنسټونو ځوانانو ګډون کړې وو، په پيل کې څو تنو په وروستیو تقنینی کلونو کې د مشرانو جرګې د غړو د کړنو او په هېواد کې د روان سیاسی بدلون په اړوند د مجلس د  غړو د رول څخه په ستاینې سره ددویم ځل له پاره د مشرانو جرګې د رئیس په توګه د فضل هادي مسلم یار، لومړي نایب محمد علم ایزدیار، د دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقی، مولوي عبدالله قرلق منشی او د منشی نایب په توګه د ډاکټر فیصل سمیع د ګمارنې له امله یې مبارکي او وویله او ددوي ټاکل یې پرځای وګڼل.

همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین ډاکټر کمال سادات په تقنینی بېلا بېلو برخو کې د مشرانو جرګې د رئیس، اداري پلاوی او د مجلس د غړو له کړنو څخه ستاینه او په نیکۍ یادونه وکړه، د ځوانانو د روزنیر پارلمان رامنځته کول یې د مشرانو جرګې د رئيس د مهمو ابتکاراتو څخه یاد کړل او یاد ګام یې پارلماني مسایلو سره د ځوانانو د بلدتیا او روزنې په لاره کې ګټو وګڼه.

15-Sawr98-MUL2.JPG

ورپسې یو شمېر مشرانو د مشرانو جرګې د رئیس په سر د پګړۍ په ایښودو سره خپلې مبارکۍ څرګندې کړې او دوي ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ورپسې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو څخه د ملاتړ په څرګندولو سره یادې ناسته کې د ځوانانو او مخورو د نیکو احساساتو او حضور حخه مننه څرګنده کړه، په ډاګه یې کړه چې زه د ملت د خادم په توګه هیڅ قوم او ځانګړې ډلې پورې تړلې نه یم او د هېواد د ټولو قومونو او قشرونو په چوپړ کې یم، څرګنده یې کړه چې ځوانان د ټولنې جوړونکې برخه ده، کولای شي په لازم وخت کې د مجلس د عمومي غونډو بهیر او ټولو برخو څخه لیدنه وکړي او د هېواد د سولې او امنیت په سیاسی بهیر کې خپلې نظریې شریکې او خپله اساسی ونډه پر ځاي کړي.

15-Sawr98-MUL3.JPG