اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غویی څوارلسمه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن له غرمې وروسته یو شمېر ځوانو شاعرانو او لیکوالانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

14-Sawr98-MUL1.JPG

په کتنه کې چې د خېبر پښتونخوا حخه یو شمېر فرهنګي څېرو هم حضور درلود، څو تنو د نورو په استازیتوب د دویم ځل له پاره د مشرانو جرګې د رئیس د انتخاب له امله مبارکي وویله او د فرهنګي فعالیتونو، شعري ټولګو د چاپ، د پښتو ژبې د پرمختګ او غښتلتیا، د یادې ژبې نظم او نثر کې د نو آورۍ او لا بډاینې په اړه معلومات وړاندې کړل.

د مشرانو جرګې رئیس د میلمنو ته د ښه راغلات تر څنګ روښانه کړه چې د افغانستان خلک د بډاي او پخواني فرهنګ په لرلو سره د فرهنګي پروګرامونو مینه وال دي او خپلو فرهنګیانو ته ځانګړې ارزښت ورکوي.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، ستاسو رښتینې عزم ژبو ته د خدمت، لیکوالۍ او د مطالعې فرهنګ ته د ځوانانو د هڅونې او ترغیب سبب ګرځي.