دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د۱۳۹۸
کال د غویي ۵ نېټه
د ملي شورا د اولسمې تقنیني
دورې دپرانیستو دچمتووالي لپاره چې سبا دجمعې ورځ دغويي په شپږمه دولسمشر له لورې
پرانیستل کیږي، مشرانوجرګې مقدماتي ناسته ترسره کړه.

دا ناسته چې دپارلماني اصولو سره سم، دالحاج
بازمحمدخان زرمتي ترټولو زیات عمرلرونکي سناتور او دمشرانوجرګې دموقت رییس په مشرۍ
ترسره شوه په کې پریکړه وشوه چې سبادې دجرګې ټول غړي دملي شورا دپرانیستلو مراسمو
کې ګډون او دمراسمو په پای کې دې د رییس او د اداري پلاوي دټاکلو په موخه
دمشرانوجرګې تالارته حضور راوړي.
په غونډه کې څرګنده شوه چې دیوې اونۍ د رخصتۍ
او دسولې دمشورتي لویې جرګې دترسره کولولپاره د مشرانوجرګې درییس او د اداري پلاوي
ټاکل په کاري لومړیتوبونوکې دي.

د اساسي قانون د ۸۷ یمې مادې او دمشرانوجرګې
دداخلي دندو اصولو د اتمې مادې سره سم دجرګې د رییس ټاکل کیدل د موقت رییس ترمشرۍ
دټولو غړو داکثریت رایو په اساس په سري او مستقیمه توګه دیوې پنځه کلنې تقنیني
دورې لپاره ترسره کیږي، اود اساسي قانون دهمدې مادې مطابق دجرګې لومړی نایب، دویم
نایب، منشي اونایب منشي دیوکال لپاره ټاکل کیږي.
