اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۸ کال د وري د میاشتې ۲۷ نېټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن کابل کې استوګن د ایران داسلامي جمهوري هېواد د سفیرسره وکتل.

27-Hamal98-MUL1.JPG

پدې کتنه کې د ایران داسلامي جمهوري هېواد سفیر ښاغلي محمدرضا بهرامي لومړی په افغانستان کې د وروستیو سیلاوونو د تلفاتو له کبله خواشيني څرګنده او وویل افغانستان کې جنګ دحل لارنده اوتمه ده چې دسولې په اړه روانې هلې ځلې مثبتې پایلې ولري ځکه جګړه ددې ترڅنګ چې بې شمیره قربانۍ له خلکو اخلي په مختلفو برخو کې دافغانستان دپرمختګ مخه نیسي.

ښاغلي بهرامي زیاته کړه چې هیواد یې افغانستان کې دتلپاتې او دایمي سولې څخه ملاتړکوي او پدې لاره کې هرراز مرستو ته چمتو دی، همداراز یې دمشرانوجرګې د رییس څخه غوښتنه وکړه چې په مناسب فرصت کې ایران ته رسمي سفروکړي او ددې هېواد چارواکو سره دې وګوري.

دمشرانوجرګې رییس خپلو خبرو کې  دافغانستان دسولې بهیر کې دګاونډیو او سیمې دهیوادونو رښتينې همکارۍ دټولو په ګټه وبللې او په ډاګه يې کړه چې افغان ولسونه دکلونو راهیسې دتپل شوې جګړې له امله بې شمیره دردونه او کړاوونه ګالي او تربل هروخته سولې او هوساینې ته اړتیالري.

27-Hamal98-MUL2.JPG

فضل هادي مسلم یار ټینګار درلود چې باید دسولې لپاره دموجودو فرصتونوڅخه ښه ګټه واخستل شي او روانې جګړې ته چې د وژلو او ویجاړولو پرته بله پایله نلري دپای ټکی کېښودل شي ، د جرګې رییس دسولې په لارکې داسلامي هیوادونو نقش ارزښتناک وباله او له هغوی یې وغوښتل چې دې برخه  کې دې خپل دیني وجیبه ادا او دافغان مسلمان ملت ترڅنګ نږدې همکاران پاتې شي.