د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۷ کال د کب ۲۶ مه نېټه
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي
مسلم یار، اداري پلاوي او دجرګې غړو نن دمطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د نوي حکومت د
رامنځته کېدو په اړه دپاکستان دلومړي وزیر وروستۍ څرګندونې رد او وغندلې.

یاد کنفرانس کې فضل هادي مسلم یار د ټول مجلس
په استازیتوب څرګنده کړه چې افغانستان یو خپلواک او د ټاکنیز نظام لرونکی هېواد دی
او د افغانستان اړوند ملي او نړیوالو مسايلو په اړه د حکومت، ملي شورا، خلکو او
ټولو سیاسیونو له لارې عمل کوي او په افغانستان کې د پاکستان د حکومت جوړونې مفکورو
ته هیڅ راز اړتیا شتون نلري.
د مشرانو جرګې رئیس د پاکستان د لومړي وزیر
عمران خان څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه وګڼله او ټینګاریې وکړ
چې د یاد هېواد سیاسیون دې کوښښ وکړي تر څو د ډیورنډ فرضي کرښې د هغې غاړې د پښتون
او بلوڅ قومونو اساسي حقوق چې د پاکستان د پوځ له لورې پرې ظلمونه روانه دي،
ورکړي.
فضل هادي مسلم یار د سولې د خبرو اترو په اړه
وویل چې د امریکا متحده ایالات دې د افغانستان سره د شته تړونونو په پام کې نیولو
سره عمل وکړي او یواځې د خپل هېواد اړوند مسایل دې د افغانستان وسله والو مخالفینو
سره وڅیړي او هڅه دې وکړي چې د طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو اترو زمینه
برابره شي ځکه افغانستان حق لري ترڅو د هغو زیانونو او تلفاتو په پام کې
نیولو سره چې هره ورځ ور اوړي، د سولې بهیر
کې په مستقیم ډول ګډون ولري ولې چې یوازې افغان دولت کولای شي د سولې خبرو اترو کې
دخلکو سمه استازولي وکړي.

دجرګې رییس د موقت حکومت رامنځته کېدل شاته
تګ په معنی وګڼه او یاد ګام یې د ملي مصالحو او د افغان ولسونو دهیلو او غوښتنوخلاف
وباله او ټینګاریې درلود چې د هېواد په سیاسي نظام کې هر راز بدلون باید د اساسي
قانون سره سم د عمومي او رڼو ټاکنو له لارې رامنځته شي، له دې پرته هیڅ بدیل افغان
ولسونو ته د منلو وړ نه دی او مشرانو جرګه په اوسنیو شرایطو کې د خپلو خلکو تر څنګ
ولاړه ده او دبرحقه غوښتنو ملاتړیې کوي.
په پای کې یې د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو
پایلو نه اعلان د ملي شورا د نوې تقنیني دورې د نه افتتاح عامل وګڼه او د ټاکنیزو
کمېسیونونو یې وغوښتل تر څو د وروستیو پایلو د اعلان لپاره خپل اقدامات چټک کړي تر
څو د ملي شورا د پرانیستې زمینه برابره شي.