اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۱ مه

د مشرانو جرګې اداري پلاوي نن د روداتو ولسوالۍ د اوسېدونکو د تیلو د ټانکونو او استوګنې کورونو د تخریب په اړه د ننګرهار د یادې سیمې د یو شمېر اوسېدونکو او سوداګرو شکایت د اړوندو چارواکو سره شریک کړ.

21-Dalw97-MUL1.JPG

په دې غونډه کې چې د ښار جوړونې او اراضي او عدلیې وزارتونو معینانو، د لویې څارنوالۍ او سیمه ییزو ادارو استازو حضور درلود، په سر کې د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ څخه د مجلس د پلاوي رپوټ وړاندې او وویل شول چې د ننګرهار سیمه ییزه ادارې د نافذو قوانینو خلاف د استوګنې کورونه، ټولګټو تاسیسات او د روداتو د اوسېدونکو د تیلو ټانکونه تخریب کړي دي، او هغه وخت چې د مشرانو جرګې پلاوی د دغه ګام په اړه د معلوماتو غوښتونکې شو، د ولایت پخواني والي حیات الله حیات او د ننګرهار ښاروال ځواب ویلو ته حاضر نه شول چې د دوئ نه ګډون خپله د قانون ماتونه ګڼل کیږي.

21-Dalw97-MUL2.JPG

د پلاوی په رپوټ کې ټینګار شوی وو چې د ننګرهار ولایت پخوانی والي، ښاروال، د ښار جوړونې او عدلیې ریسان باید تر پوښتنې لاندې ونیول شي ځکه د مخکې تر مخکې پوهاوي مجوز پرته یې ناسنجول شوې اقدام کړي دي.

ورپسې په داسی حال کې د نن ورځې په غونډه کې د اړوندو وزیرانو د نه راتګ څخه نیوکه وشوه، څو تنو د زیانمنو څخه په استازیتوب په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې دغه کار د پام وړ مالي زیانونو سبب شوې او د دې سربیره د سیمې یو شمېر اوسیدونکي د امنیتي ځواکونو له خوا ډبول شوي هم دي، دوئ خبرداری ورکړ که چیرې یې غوښتنو ته رسیدګي ونه شي په مدني خوځښتونو به لاس پورې کړي.

21-Dalw97-MUL3.JPG

همدا راز حاضرو چارواکو په خپل وار سره د قضیې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، هیڅ حکومتي مامور نه شي کوی د قانوني جواز پرته په غیر قانوني اعمالو لاس پورې کړي او ژمنه یې وکړه چې دغه موضوع به وڅیړي او څرګنده یې کړه چې باید د مشرانو جرګې د غړو په ګډون د اړوندو ادارو ګډ پلاوي یو ځل بیا سیمې ته ولاړ او خپل رپوټ برابر کړي تر څو په رڼا کې یې پرېکړه وشي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د غونډې په جمعبندۍ کې د روداتو ولسوالۍ د خلکو د صبر او زغم څخه د مننې تر څنګ وویل، په خواشینۍ سره چې سیمه ییزه اداره نه ده توانیدلی تر څو رامنځته شوی ستونزې په ښه توګه مدیریت کړي او ټینګاریې وکړ چې نباید چارواکوي په داسي اقداماتو لاس پورې کړي چې په ټولنه یې منفي اغیزې پاتې شي.

21-Dalw97-MUL4.JPG

لومړي نایب له حاضرو چارواکو وغوښتل تر څو په دې اړوند لازم جزئیات راټول او په راتلونکې ناسته کې یې وڅیړي، همداراز د چارواکو سره د ګډ پلاوي د ترکیب په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.