اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

 دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۷۹ کال دسلواغې ۲۱

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار دفراه ولایت دامنیتی وضعیت او دشیخ ابونصرفراهی بندر دبندیدو په تړاو، ددې ولایت دولایتی شورا دیوشمیروکیلانو، قومی مشرانو او سوداګرو ستونزې واوریدې.

21-Dalw97-MUL6.png

پدې کتنه کې ټینګار وشو چې د ژمي په روان موسم کې دې فراه ولایت کې روان پوځي عملیات لاغښتلي او پراخ شی ترڅو دخلکو هغه اندېښنو ته چې دامنیت له پلوه یې لري تریوه حده رسیدګي وشي.

 همداراز دشیخ ابونصر فراهي دبندر دبندیدو په تړاو داندېښنې څرګندولو ترڅنګ په ډاګه شوه چې له دې امله سوداګرو ته زیات مالي زیانونه اوښتې او هم دګڼ شمیر خلکو څخه کاري زمینه اخیتسل شوې چې په بیا پرانیستو سره به یې دپام وړ عواید ددولت خزانې ته انتقال کړای شي، هغوی پدې اړه دمشرانوجرګې درییس دپاملرنې غوښتونکي شول.

21-Dalw97-MUL5.png

ورپسې دمشرانوجرګې رییس دخپلو خبرو په مهال وویل چې داړونده حکومتي چارواکو سره به شته ستونزې درسیدګي په موخه شریکې کړې ترڅو دفراه ولسونو ته لازم او غوره خدمات ترسره شي.