اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د غويي ۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۷ نېټه

د ملي شورا مشرانو جرګې د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

د ملي شورا مشرانو جرګې په ژورې خواشینۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د جهاد او مقاومت مخکښ قوماندان او په ولسی جرګه کې د غور ولایت د خلکو استازې محمد ابراهیم ملکزاده له دي فاني نړۍ څخه د تل له پاره وکوچید.

 انا لله وانا الیه راجعون

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار او د مجلس ټولو غړو د نوموړي مړینه د غور ولایت سوله غوښتونکې ولس او د افغانستان ملي شورا ته یوه نه جبرانېدونکې ضایعه وګڼله او د منان خداي له دربار څخه یې مرحومي ته د فردوس جنت، کورنۍ، دوستانو او پاتي کسانو ته یې د جمیل صبر دعاګاني وکړي.

مرحوم ملکزاده د جهاد او مقاومت په جریان کې د ملي اتل شهید احمد شاه مسعود د قومندې لاندي د افغانستان د خلکو د شرف او آزادۍ څخه د دفاع او نه ماتیدونکو سنګرونو څخه په غور ولایت کې مشري او ساتنه کوله، روح دي ښاد او یاد دي تل پاتي وي.

د مشرانو جرګې رئیس

فضل هادي مسلم یار