اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د كب ۴ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د سلواغې۱۵ مه

د ملي شورا د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلمیار نن له غرمې مخکې په خپل استوګنځي کې د ملي شورا د ساتنې کنډک قومندان جنرال عارف ابراهیمي له کړنو ستاینه  وکړه.

15-Dalw97-MUL1.JPG

دغه ليدنه چې نن له غرمي مخکې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار په مېلمستون کې ترسره شوه،  د مشرانو جرګې رئیس د جنرال محمد عارف ابراهمي د کړنو له امله ستاینه وکړه، او نوموړي ته یې د تقدیر لیک ترڅنګ د مشرانو جرګې مډال ډالۍ کړ.

همداراز د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، ښاغلی ابراهیمي د هېواد ريښتینی بچی یاد کړاو ویې ویل چې جنرال محمد عارف ابراهیمي د هېواد د ساتنې په موخه نه ستړې کېدونکي هلي ځلي ترسره کړي، چې د یادو کړنو له امله نوموړي ته د لابریا هیله څرګنده شوه او زیاته یې کړه چې په ټول ځواک سره به د هېواد د امنیتي بنسټونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناستې په وروستۍ برخه کې جنرال محمد عارف ابراهیمي څرګنده کړه، چې د هېواد د ساتنې په موخه یې په میړانې سره دنده ترسره کړی او د هېواد د ښمنانو د توطئو او شومو پلانونو مخنیوی يې کړی دی، ښاغلي ابراهیمي په دغه برخه کې د افغانستان د ملي شورا مشرانو جرګې له رئیس فضل هادي مسلمیار څخه مننه وکړه او له امنیتي بنسټونو څخه یې د مشرانو جرګې د رئیس د ملاتړ او هلوځلو څخه په خوښۍ سره یادونه وکړه.