اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۴ مه

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون د رئیس سناتور محمد حنیف حنفي په مشرۍ د دغې جرګې پلاوی په ننګرهار کې د تیلو د یو شمیر پمپونو د تخریب په اړه د هيواد د ختیځ زون د تیلو ټانکونو د اتحادیې د شکایت پر بنسټ یاد ولایت ته سفر وکړ.

په دي سفر کې د تیلو ټانکونو خاوندانو د مشرانو جرګې پلاوي ته وویل، د تورخم د لویې لاری په اوږدو کې د دوي شپاړس پمپونه چې پری پانګونه شوې وه د ننګرهار ښاروالۍ له خوا د همغږۍ او قانونی مراحلو د طۍ کولو پرته تخریب شوي په داسی حال کې چې دغه تیلو ټاکنونه په شخصی ځمکو کې رغول شوي وو او له دي څخه قانوني اسناد په لاس کې لري.

د مشرانو جرګې استول شوي پلاوی له دي وروسته چې تخریب شوي ځایونه یې وکتل او د مالکینو شکایتونه یې له نږدې واوریدل، موضوع یې د ننګرهار ولایت مرستیال او اړوندو چارواکو سره شریکه کړه، څرګنده شوه چې د ننګرهار سیمه ییزې ادارې د تیلو ټاکنو خاوندانو او سوداګرو سره مغرضانه او د کینې ډک عمل کړي او د ټولو نافذو قوانینو خلاف په زور او فشار یې د تیلو ټانکونه تخریب کړي دي او زیاته یې کړه چې دغه مسله ډېره حساسه ده نو اړتیا شته چې د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي د لوړ پوړو چارواکو او ادارو وروستۍ پرېکړې پورې د لا زیاتو تخریبولو څخه مخنیوی وکړي او په همدې موخه پرېکړه وشوه چې د سلواغې په یوویشتمه نیټه دي په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د ښار جوړونې او ځمکوالۍ چارو، د ټولګټو، عدلیې وزیران، د سیمه ییزو ارګانونو رئیس، د کورنیو چارو وزارت امنیتی لوي معین او د لویې څارنوالۍ ادارې مرستیال د مشرانو جرګې د دویم نایب دفتر ته تشریف راوړي تر څو موضوع له دي سره مطرح او په اړه یې اړینې پریکړې وشي.

ویل کیږي چې د ننګرهار ولایت ته د پلاوی د سفر په وخت والي، ښاروال او د ولایت یو شمیر نورو چارواکو حضور نه درلود چې د دوي دغه کار د مشرانو جرګې سره بی پروایی وګڼل شوه او پری نیوکه وشوه.