اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د سلواغې دیارلسم

د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د مشرانو جرګې پلاوي د ستر پاسوال عبدالرازق د وژنې پېښې د عواملو د څېړنې په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ.

13-Dalw97-GEN1.JPG

پلاوي لومړی د مرحوم عبدالرازق خان د ورور او د کندهار د امنیه قوماندان جنرال تادین خان سره وکتل او د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ یې د خپل سفر موخه د جنرال عبدالرازق د ژونې پېښې د رسیدګی په اړه وبلله.

محمد علم ایزدیار په خپلو خبرو کې جنرال عبدالرازق یو ملي څیره، مبارز، هېوادپاله شخصیت او  د ترهګرو ضد څېره یاده کړه او ویې ویل چې د نوموړي د شهادت څخه د هېواد ټول قومونه سخت خواشیني شوي دي، او د آزادۍ د لاري د شهید د وژنې پیښې د څرنګوالي د جزئیاتو د وړاندي کولو غوښتونکي دي، لومړي نایب همدا راز په کابل کې د امنیتی چارواکو سره د پلاوی د کتنې او د پیښې په تړاو د دوی د نظریو څخه ترلاسه شوي جزئیات له تادین خان سره شریک کړل.

د کندهار امنیه قوماندان د پلاوي د حضور او د مشرانو جرګې د خواخوږۍ څخه د مننې د څرګندولو سره روښانه کړه چې نباید حکومت دغه پېښه کې بی غوري وکړي بلکې کورني او بهرني اړخونه دي له خلکو سره شریک کړي ځکه د جنرال عبدالرازق شهادت ګڼې پوښتنې رامنځته کړي، جنرال تادین خان په پېښه کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو لاس لرل رد کړل او ویې ویل، د سیمې استخباراتو شهید عبدرالرازق د هېواد پالنې حس او ملي فکر د درلودو په موخه چې د خپلو خلکو د هوساینې لپاره یې درلود له صحنې لیرې کړ.

له دي وروسته د جرګې پلاوی د کندهار ولایت مقر ته ولاړ او د یاد ولایت سرپرست عبدالحنان منیب سره یې وکتل.

13-Dalw97-GEN2.JPG

په دي لیدنه کې هم د کندهار ولایت سرپرست د رامنځته شوی پیښې د بېلا بېلو اړخونو په اړه د مجلس د استول شوي پلاوي ته لازم معلومات ورکړل او د  ولایت چارواکو او امنیتی سکتور سره یې د خلکو د همغږۍ څخه په نیکۍ یادونه وکړه او د څو ورځو په لړ کې یې د شاوخوا شپیتو تنو ترهګرو د نیولو څخه خبر ورکړ.

په پای کې د مشرانو جرګې پلاوي د کندهار د ولایتي شورا دفتر ته ولاړ او د یادې شورا د رئیس او  غړو سره یې وکتل.

په دي کتنه کې د ډاډ ګېرنې او غمشریکۍ د څرګندولو تر څنګ وویل شول چې جنرال عبدالرازق د ملي روحیې په لرلو سره تل د هېواد د ځمکني بشپړتیا څخه په زړه ورتیا سره دفاع کوله چې د  خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

د ولایتی شورا رئیس او غړو د خبرو په ترڅ کې د کندهار ولایت د مشرانو د هدفي وژنو څخه خپلې اندېښې څرګندې کړي او ټینګار یې وکړ چې حکومتي چارواکي باید په دي برخه کې لازم اقدامات په لاره واچوي.

13-Dalw97-GEN3.JPG

دوي له مشرانو جرګې وغوښتل تر څو د دغه ولایت د پخواني امنیه قوماندان د وژنې پېښه د مرکزي حکومت سره په جدي توګه وڅیړي او خلکو ته یې په اړوند کره معلومات وړاندي کړي.