اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د كب ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۳۰ نېټه

د مشرانو جرګې د نن ورځې عمومي غونډه چې په دوو برخو کې د جرګې د رییس فضل هادي مسلم یار او دوهم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقی په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې دمجلس دروان تقنینی کال کلنی رپوټ وړاندې شو.

30-Jadi97-JAL1.JPG

یاد رپوټ د جرګې د منشي استادمحمدطیب عطا او نایب منشي ډاکټرمحمد فیصل سمیع لخوا وړاندې او وویل شول روان تقنیني کال کې ۷۸ عمومي غونډې، ۱۰۷۲ د کمېسیونونو غونډې او ۲۴ د رئیسانو د کمېټې غونډې ترسره شوي  اوهم پدې موده کې شپاړس عنوانه قوانین او دیارلس عنوانه نړیوال معاهدات، میثاقونه، پروتوکولونه او هوکړه لیکونه تصویب او تائید شوي دي.

همداشان څرګنده شوه د وزیرانو په ګډون ۱۲۶۰ ځلې حکومتي چارواکي عمومي غونډو او کمېسیونونو ته استجواب او په سلګونو عرض پاڼو او شکایتونو ته رسیدګي شوې او بېلا بېلو مواردو کې ۵۶ پیغامونه، اعلامیې او پرېکړه لیکونه صادر شوي او ۵۱ ځلې د مجلس پلاویو د ولایتونو او مرکزي ادارو څخه څارنې کړي دي.

دغه راز په غونډه کې وپتییل شوه چې سناتوران د اساسي قانون د حکم سره سم د روان کال د سلواغې د لومړۍ نېټې څخه د خپلو یوې نیمې میاشتې ژمنیوتعطیلاتو څخه ګټه واخلي او پدې موده کې به خپلو ولایتونو او سیموکې د موکلینو سره لیدنې ولري چې د دوی غوښتنې، ستونزې، وړانديزونه به راټول او په راتلونکې اجلاس کې به یې تعقیب کړي.

دمجلس ريیس فضل هادي مسلم یار د امنیتي چارواکو وغوښتل چې په مرکز او ولایتونو کې د سناتورانو د بشپړ امنیت په ټینګښت کې هر اړخیز تدابیر ونیسي.

په آزادو بحثونو کې څرګنده شوه چې د طالبانو ډله د وخت د بیځایه ضایع کولو پرته د هېواد دسولې او ټیکاو سره کومه علاقه نه لري او باید د دې ترهګرې ډلې پروړاندې روان چاڼیز او برید ګرعملیات پراخ او پیاوړي شي ، خو ځینو نورو غړو د پوځي لارې د افغانستان د ستونزې حل ناممکن وباله او و يې ویل چې باید د سولې بهیر د افغانستان تر مشرۍ او مالکیت لاندې دوام وکړي،نړیواله ټولنه او د افغانستان ټول ستراتیژیک ملګري باید په دې بهیر کې رښتینې همکاري وکړي.

30-Jadi97-JAL2.JPG

په غونډه کې د فرهنګي شخصیت او د مشرانو جرګې د دارالانشاء د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د خبرونو او رپوټونو دآمر مرحوم قیوم داد مومند ( حکیمزي ) د ناڅاپي مړینې څخه په خواشینۍ سره یادوونه وشوه او د خدای بښلي روح ته دعا ترسره ،کورنۍ او همکارانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وشوه.

په نننۍ ناسته کې انتصابي سناتورې پوهنمل حمیرا نعمتي چې کاري دوره یې پای ته رسیدلې، دمجلس دغړو، د دارالانشاءهمکارانو او د پارلماني مطبوعاتي غړو سره یې د خدای پاماني وکړه، چې دجرګې  غړو د نوموړې د کاري موده کې دلاسته راوړنو او کړنو څخه په نیکۍ یادونه وکړه.

د کابل ښار یوشمیر سیمو کې د امنیتي پوستو جوړول او د هېواد د لویو لارو د امنیت ټینګښت ته پاملرنه، د جګړو په میدانونو کې د پوځي چاڼیزو روانو عملیاتو د موثریت څخه یادونه، د ولسمشری ټاکنو د روڼوالي اود امنیت په ټینګښت ټینګار او ځینې نور مسایل هم په ناسته کې یادشول.

د مطرح شویو بحثونو په پای کې د مجلس رئیس د سناتورې حمیرا نعمتي د خدمتونو څخه د ستاینې سربېره، څرګنده کړه  چې د افغانستان ولسونه د سولې تږي دي او ټول لوري باید په دې برخه کې په بشپړ صداقت سره هڅه وکړي ترڅو سولې ته لار پرانیستل شي او هم یې ټینګار وکړ چې دټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ټولو ولسونو په ګډون د پراخو ټاکنو زمینه برابره کړي ترڅو تیرې نیمګړتیاوې جبران شي.

د مشرانو جرګې رئیس د قیوم داد مومند حکیمزي د مړینې په نسبت خواشیني څرګنده کړه او د خدای بښلي حکیمزي د کورنۍ او همکارانو سره یې دخواخوږی ترڅنګ دنوموړي د څخه یې د یو مجرب او ځواکمن مدیر په توګه یادوونه وکړه او مړینه یې یوه ضایعه وګڼله.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه د مشرانو جرګې غړو تل د هېواد د لوړو ګټو په پام کې نیولو سره خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او د خپل کار زیاته پاملرنه یې ملي یووالي، د عدالت ټینګښت، د قوانینو تصویب او د هېواد د دفاعي او امنیتي زړه ورو ځواکونو څخه ملاتړ ته اړولې ده.

وروسته د اجندا سره سم د نړیوالو چارو د کمېسیون د تقنیني اتم کال د دوهم اجلاس رپوټ د کمېسیون د مرستیال سناتور محمد عثمان رحماني له خوا وړاندې شو چې د یاد کمېسیون په دوه څلویښتو غونډو کې د څلورو نړیوالو معاهدو او پنځو مورده قوانینو په اړه کار شوی، همدا راز په دې اجلاس کې په سرحدي ولایتونو دپاکستان لخوا د راکټي بریدونو موضوع، د یاد هېواد لخوا په پوله د اغزن تار د غځولو او نورو سرغړونو، شانګهاي سازمان کې دافغانستان دبشپړ غړیتوب موضوع، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ټینګښت، د چین،  پولند، اوکراین او ايټالیا هېوادونو سره دپارلماني کمېټو د نوملړ د ترتیب او اړوندو مراجعو ته د یې د لیږد او د ماشومانو د درملنې موضوع د اړوندو چارواکو سره د کمیسیون په غونډو کې مطرح شوي دي.

ورپسې د قومونو، قبایلو او سرحدونو د چارو د کمېسیون رئیس محمدآجان منګل د دغه کمېسیون کاري رپوټ وړاندې کړ او و یې ویل چې د روان اجلاس په اوږدو کې اووه دېرش غونډې جوړي شوي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د استجواب سربېره یو شمېر نور چارواکي هم غونډو ته رابلل شوي او د کورنیو بیځایه شویو او بیرته راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه له دوی سره بحثونه شوي دي.

سناتور منګل وویل کمېسیون د خپلو څارنیزو کتنو په لړ کې دوه ځلې پکتیا ولایت ته سفر کړی او د نهو عنوانه تقنیني سندونو او نړیوالو موادو په اړه یې نظریې وړاندې کړي او ځینې موارد یې د اجراآتو په موخه اړوندو بنسټونو ته لیږلي دي.

دغه راز د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون مرستیالي مېرمن سهیلا شریفی د یاد کمېسیون رپوټ وړاندې او و یې ویل چې د دې اجلاس په لړ کې د افغانستان مېرمنو د ملي کاري پلان د پلي کیدو څخه د څارنې او د جندر واحدونو د ستونزو د حل د څرنګوالي په اړه د استماعیه غونډې د جوړېدو سربیره د مختلطو غونډو په ګډون اووه پنځوس غونډې جوړي کړي او همدا راز په یاده موده کې يې ۵۳ راغلو مکتوبونو ته لازمه رسیدګي کړې ده.

30-Jadi97-JAL3.JPG

نوموړې وویل چې یاد کمېسیون د وزارت خانو د فعالیتونو او کړنو او د هېوادوالو د عرض پاڼو څخه د څېړنې په موخه  د ښځو چارو وزیره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون واکمن پلاوی، د مالیې وزارت  چارواکي، د نشه یی توکو سره د مبارزې وزیره او د بېلا بېلو حکومتي ادارو چاروکي استجواب کړي دي.

میرمن شریفي زیاته کړه کمېسیون د هرات په ولایت کې د کورنیو بیځایه شویو د ستونزو څخه د څارنې په موخه د یاد ولایت څخه لیدنه کړې او خپلې نظریې یې د رسیدګي په موخه اړوندو ادارو ته استولي دي.