اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د كب ۴ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۲۹ نېټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن د خپلو غونډو په ترڅ کې د بېلا بېلو مواردو په اړه د بحث ترڅنګ د مشرانو جرګې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د خبرونو او رپوټونو د آمر قیوم داد مومند حکیمزي له کړنو څخه په قدردانۍ یادوونه وکړه.

د حاجی محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون غونډې، د استوګنو په سیمه کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو د فعالیت په اعتراض کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې د دهبوری د ده نور نجارانو کوڅې د یو شمېر اوسیدونکو شکایت د ماشومانو او روږدو مېرمنو د درملنې مرکز د رئیس په حضور کې مطرح شو.

په غونډه کې د یاد بنسټ د فعالیت د څرنګوالي او د یاد مرکز د لېږد په اړه د دغه بنسټ د رئیس له خوا د معلوماتو د وړاندې کولو وروسته پرېکړه وشوه دا چې ملي شورا ژمنیو تعطیلاتو ته ځي، موضوع به د مشرانو جرګې د اداري پلاوي له خوا وڅېړل شي.

د غونډې په بله برخه کې د ارزګان ولایت د کلیو د پراختیا ریاست د بست د نوماند احمد ضیا شکایت د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت د بشري سرچینو او نورو چارواکو سره مطرح شو چې د نوموړي د څرګندونو د وړاندې کولو وروسته پرېکړې وشوې. 

د طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې، د کمېسیون غړو د مشرانو جرګې د دارالانشا د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د خبرونو او رپوټونو د آمر د ناڅاپي مړینې څخه ژوره خواشینی څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې مرحوم د مشرانو جرګې دارالانشا کې د خپلې دندې پر مهال له دې سربیره چې د ښه کاري ځواکمنتیا څخه برخمن وو، د همکارانو او مراجعینو سره یې نیک چلند درلود او د هېواد د لوړو ګټو په خاطر یې د هیڅ راز هڅو او کوښښونو ډډه نه کوله، د کمېسیون غړو نوموړي ته د فردوس جنت او پاتي کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

همدا راز د کمېسیون غړو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه وغوښتل ترڅو ټاکنیزو شکایتونو او تخلفاتو ته رسیدګي وکړي او په ملي، دموکراسۍ او ټاکنیزو بهیرونو کې د ګډون به نسبت د خلکو باور ترلاسه کړي او پرینږدي چې متقلبین د ملت کور ته داخل شي. د غونډې په پای کې راغلو عرض پاڼو ته د رسیدګۍ سربیره د اړوندو ادارو د ژمنیو پلانونو او پروګرامونو په اړه خبرې او اړینې پرېکړې وشوې.

 29-Jadi97-Rifai.JPG

د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو  د کمېسیون په غونډه کې، د کمېسیون غړو د مشرانو جرګې د دارالانشا د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د خبرونو او رپوټو آمر قیوم داد مومند حکیمزي د مړیني په نسبت خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې مرحوم حکیمزی یو مجرب ژورنالست او د فرهنګي، وطنپاله او ځواکمنو شخصیتونو څخه وو چې خپل ټول عمر یې د ملي ټلویزیون او د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر په ګډون دولتي رسنیو کې تیر کړی چې فرهنګي ټولنې او مشرانو جرګې دارالانشا ته د نوموړي مړینه یوه نه جبرانیدونکې ضایعه وګڼل شوه.

د قومونو او قبایلو کميسیون د مرحومي کورنۍ او د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست همکارانو سره د ژورې خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ مرحومي ته د فردوس جنت او پاتي کسانو ته یې  د جمیل صبر غوښتنه وشوه.

د غونډې په بله برخه کې تقنیني روان دویم اجلاس کې د کمېسیون د کاری کړنو او اجراآتو په اړه بحث او دغه کړنې مثبتې و ارزول شوې او هم په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د استوګنې د غځولو په اړه د یاد هېواد د پرېکړې څخه هرکلې وشو.

29-Jadi97-Aqwam.JPG 

د قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو چارو د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون غړو د مشرانو جرګې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د خبرونو او رپوټو آمر قیوم داد مومند حکیمزي د کارنامو څخه په نیکۍ یادوونه وکړه، د مرحومي کورنۍ ته یې تسلیت او مرحومي ته یې د فردوس جنت غوښتنه وکړه. همدا راز د کمېسیون غړو د راغلو عرض پاڼو د څېړنې سربیره د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا لیک مطالعه او ځانګړي کمیسیون ته راجع شو. د غونډې په وروستۍ برخه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د عمومي ریاست د مالي او اداري مسایلو په اړه خبرې او اړینې پرېکړې وشوې.

29-Jadi97-Emtiazat.JPG 

د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو چارو د کمېسیون په غونډه کې، د مشرانو جرګې د دارالانشا د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د خبرونو او رپوټو آمر مرحوم قیوم داد مومند حکیمزی د علمي او فرهنګي کارنامو څخه په دې وروستیو کې یې دغه فاني نړۍ پريښوده یادوونه وکړه او مرحومي ته د فردوس جنت د غوښتلو ترڅنګ کورنۍ او د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست همکارانو او ټولو د قلم خاوندانو سره خواخوږي څرګنده شوه.

د غونډې په بله برخه کې د جمهوري ریاست د نوماندانو د نوم لیکنې د څرنګوالي او ټاکنیزو مبارزو او انتخاباتي رول په اړه نظریې وړاندې شوې، څرګنده شوه چې د رسنیو خاوندان دي د خبرونو، سیاسي پروګرامونو په خپرولو کې د رسنیو قانون د رعایت او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پام کې نیولو سره په بشپړې بی طرفۍ سره عمل وکړي چې په دې حساسو شیبو کې عامه ذهنونه مغشوش نه شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د کمېسیون کړنې مثبتي و ارزول شوې او د کمېسیون د پخوانیو دوو غړو هر یو میر بهادر شاه واصفي او نجیبې حسیني له کړنو څخه په نیکۍ یادوونه وشوه.

29-Jadi97-Farhangi.JPG 

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون  په غونډه کې، د روان اجلاس په اږدو کې د کمېسیون فعالیتونه او کړنې تر بحث لاندې راغلې او د کمېسیون رئیس په غونډو کې د غړو د فعال حضور څخه قدرداني څرګنده کړه.

29-Jadi97-Adli.JPG 

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې، د ۱۳۹۸ کال د حاجیانو د لېږد بهیر په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو په اړه د حج او اوقافو وزیر پر نه راتګ نیوکه وکړه .

دغه راز په غونډه کې د کمېسیون غړو د ۱۳۹۸ کال کې د حاجیانو د لېږد پروژې د داوطلبۍ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د کام ایر هوایی شرکت د ۱۳۹۸ کال د حاجیانو د لېږد پروژه داوطلبۍ کې د تدارکاتو د ملي ادارې له خوا ګټونکې اعلان شوې خو دغه شرکت شاوخوا دوولس میلیونه ډالره د محکمې د حکم پر بنسټ پوروړی دی او ورکړې ته یې کومه اراده نه لري، دا په داسی حال کې ده چې د ملي تدارکاتو قانون په صراحت حکم کوي چې داوطلب باید پوروړي نه وی او د ماتي سره هم مخ نه وي، دم ګړۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون پرېکړه د قانون خلاف او د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون د تائید وړ نه ده.

ټاکل شوې وه د تدارکاتو ملي اداره دغه بهیر د داوطلبۍ قانون د حکم په پام کې نیولو سره تر څېړنې لاندې ونیسي او د خپلو اجراآتو د څرنګوالي څخه کمیسیون ته ډاډ ورکړي.

29-Jadi97-Mukhabirat.JPG 

دغه راز د ننګرهار ولایت کې د هلال بلال قاري زاده شرکت د جریمي په اړه د یاد شرکت د شکایت په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو په موخه د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین په نه راتګ سخته نیوکه وشوه خو د پلټنې د عالي ادارې د سیمه ییزو ادارو د څېړنې رئیس په دې برخه کې خبرې وکړې او ویې ویل، د قانون سره سم یاد شرکت جریمه شوې په هغه صورت کې چې د ټولګټو وزارت په دې برخه کې همکاري وکړي د پلټنې اداره هیڅ ستونزه نه لري.

په پای کې د افغان تیلی کام شرکت د کال سنټر مدیر او د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون دوه تنه دستیاران د نه ستړی کیدونکو هڅو له امله وستایل شول.