اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۲۶ مه

دمشرانوجرګې په پرونۍ عمومي ناسته کې د روان اجلاس په بهیر کې د یو شمیرکمیسیونونو کاري رپوټونه وړاندې شول.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په  غونډه کې، ټاکل شوې وه چې د ټولګټو او ترانسپورټ وزیران، د هوایی چلند ادارې، د اوسپنې پټلۍ چارواکي او د ترافیکو رئیس د خپلو ادارو د ادغام او هم د ننګرهار ولایت د ښاروال او یو شمېر نور چارواکي د اړوندو موضوعګانو په اړه کمیسیون ته حاضر او د غړو پوښتنو ته ځواب وړاندې کړي، خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ حاضر نه شول چې د کمیسیون له خوا پرې نیوکه وشوه، ټینګار وشو چې نوموړي دي  د کمیسیون په راتلونکې ناسته کې حاضر، له دې پرته به عدلي او قضایي ادارو ته ورپیژندل شي.

د غونډې په بله برخه کې د افغانستان برښنا شرکت د عمومي رئیس امان الله غالب، د افغانستان له  پاره د همکارۍ او پرمختیا موسسې د رئیسې ډاکټر یاسمین او د یادې موسسې د مرستیال ډاکټر حبیب الرحمن او یو شمیر نورو منسوبینو هڅې د ستاینلیک په ورکړې سره وستایل شوې.

په پای کې د آغا خان بنسټ چارواکو څخه وغوښتل شول ترڅو د باربد ساختماني شرکت پیسې چې په بدخشان ولایت کې یې د آمو سیند د غاړو د ټینګښت پروژه تکمیل کړې، ورکړي.

26-Jadi97-Mukhabiarat.JPG 

د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د رییس الحاج لطف الله بابا لخوا د یاد کمېسیون رپوټ وړاندې او وویل شول چې د دې اجلاس په اوږدو کې کمېسیون پنځه دېرش غونډې جوړې کړي او په اوو مواردو کې یې د هوکړه لیکونو او تقنیني سندونو په اړه بحثونه کړي او د دې سربیره درویشتو عرض پاڼو ته رسیدګي شوې او هم ۱۵۷ مکتوبونه د اجراآتو په موخه اړوندو ادارو ته لیږل شوي دي.

سناتور بابا زیاته کړه روان اجلاس کې د کار زیاته پاملرنه د ښاروالیو، ښاري چارو، ترانسپورټ، هوایی چلند، مخابراتو، اوبو او برښنا ستونزو ته شوې او د چارواکو په حضور سره یادو مواردو ته رسیدګي شوې ده، همدا راز زیاتې هڅې شوي ترڅو د آریانا افغان هوایی شرکت د یوه ملي هویت په شان د اوسني بدوضعیت څخه ووځي ، د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون رئیس د کمېسیون پرله پسې غونډو کې د ملکي هوایی چلند ادارې د رئیس په نه راتګ نیوکه وکړه او د حکومت له مشرتابه یې وغوښتل تر څو نوموړی چې غیر مسلکي او د کاري تجربې نه لرونکې شخص دی له دندې ګوښه کړي.

نوموړي څرګنده کړه، له هغه ځایه چې خلک د مخابراتي خدمتونو د  محصول په راټولولو کې د روڼوالي دنشتون څخه اندېښمن دي، یاد مورد په جدي توګه د کمېسیون له خوا تعقیب او شخصآ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزیر سره مطرح شوی دی ، خو د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د (ریل ټایم) سیستم درامنځ ته کولو په لاره کې د ملي تدارکاتو د کمېټې او مالیې وزارت له خوا خنډونه جوړ شوي چې باید د حکومت مشرتابه پدې اړه پاملرنه وکړي.

په پای کې یې وویل چې د کابل  ښاري ستونزې، د برښنا پرله پسي پریکون او د زورواکو او حکومتي چارواکوڅخه د پورونو نه راټولول د کابل ښاروالۍ سرپرست او د افغانستان برښنا شرکت رئیس سره مطرح او په اړوند یې لازم بحثونه شوي دي او باید چارواکي د ټولو مواردو په برخه کې اقدام وکړي، له دې پرته به د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د شته اسنادو او شواهدو له مخې د یو شمېر هغو افرادو نومونه چې د برښنا د لګښت پیسې نه تحویلوي د رسنیو د لارې له خلکو سره شریک کړي.

د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو دکمېسیون په غونډه کې، ټاکل شوې وه د ننګرهار، لغمان او پنجشیر ولایتونو څخه د لیدنې په وخت یادداښت شوي ستونزې د پوهنې وزارت سرپرست او د پوهنې رئیس سره په بحث کې مطرح شي، خو دوی د موجه دلایلو پرته غونډې ته حاضر نه شول چې نه راتګ یې تر سختې نیوکې لاندې ونیول شو او هم ټینګار وشو چې ننګرهار ولایت ته د سفر په وخت د مشرانو جرګې د پلاوي د غړو د معلوماتو پر بنسټ د ننګرهار د پوهنې رئیس یو بی پروا او بی مسئولیته شخص ګڼل شوی، پریکړه وشوه ترڅو د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس پر وړاندې د اسنادو او شکایتونو له مخې د پوهنې  وزارت، د چارو ادارې، لویې څارنوالۍ، د اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې، د پلټنې او ملي تدارکاتو ادارو ته یو لیک د څیړنو په موخه ولیږل شي.

د غونډې په بله برخه کې د راغلو عرض پاڼو د څېړنې سربیره د دولسمو ټولګیو د فارغانو له پاره د بورسونو د ویش او د بورسونو له پاره د آزموینو د اخیستو بهیر د څرنګوالي په اړه بحث او لازمې پریکړې وشوې.

26-Jadi97-Farhangi.JPG 

د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمیسیون رپوټ  د کمیسیون د رئیس عبداللطیف نهضت یار لخوا مطرح او ویل شول، په روان اجلاس کې اته پنځوس غونډې جوړې شوي او په لسو قوانینو، تقنیني فرمانونو، هوکړه لیکونو او نورو تقنیني اسنادو بحث او اړینې پریکړې شوي دي او په دې موده کې یې څو استجوابیه او توضیحي غونډې جوړي کړي دي چې په یادو غونډو کې د پلازمینې او ولایتونو د دولتي ادارو د چارواکو څخه د ستونزو د حل په اړه د لوړو زده کړو وزیر، د پوهنې وزارت معین، د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال، د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو رئیس، د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام عمومي رئیس، د کانکور آزموینو رئیس، د کابل ښار د پوهنې رئیس، د لوړو زدکړو موسسو د اتحادیې رئیس، د سلام او خراسان پوهنتونونو رئیسان او نور چارواکي استجواب شوي دي.

همدا راز زیاته یې کړه چې یاد کمیسیون د پوهنې او تحصیلي و ضعیت د څیړنې، د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د محصلینو د ستونزو، د ارشاد، حج او اوقافو چارو د وضعیت، اطلاعاتو او فرهنګ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د پنجشیر، لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفرونه کړي او وپتییل شوه چې د یادو ولایتونو څخه د لیدنې په وخت دغه ستونزې د چارواکو سره مطرح شوي دي.

سناتور نهضت یار څرګنده کړه چې د همدې اجلاس په لړ کې دوه پنځوسو حقوقي عرض پاڼو ته لازمه رسیدګي شوې ده او د اړتیا په صورت کې اړوند مسئولین استجواب شوي دي، نوموړي  وویل چې کمیسیون خپلې دندې د مشرانو جرګې د کورنیو دندو د اصولو په پام کې نیولو سره ترسره کړي دي.

د قاري میرحاتم تره خیل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمیسیون په غونډه کې د راغلو عرض پاڼو د څیړنې سربیره د مشرانو جرګې د دارالانشا د عمومي ریاست د ۱۳۹۷ مالي کال د کاري اجراآتو رپوټ په اړه بحث او لازمې پریکړې وشوې. په وروستۍ برخه کې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د یوه اوسیدونکی د شکایت په اړه د یاد ولایت د ولایتي شورا لیک مطالعه او عرض پاڼه یې د اړیکو له مخې ځانګړي کمیسیون ته راجع شوه.

همدا راز د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو چارو د کمېسیون رپوټ د کمېسیون د رئیس قاري میر حاتم تره خېل له خوا وړاندې شو او وویل شول چې کمېسیون توانیدلې ترڅو په یاد اجلاس کې ۲۷ غونډې جوړي او دوه ویشت عنوانه مکتوبونه اړونده حکومتي ادارو ته ولیږل شي، همدا راز د پنځو شکایتونو په اړه چې کمېسیون ته رالیږل شوي وو، بحث شوې او د اجراآتو په موخه د نظر وړ بنسټونو ته لیږل شوي چې ځینو ته یې رسیدګي شوې او پاتي یې د اجرا په حال کې دي، قاري میر حاتم تره خېل زیاته کړه چې د کمېسیون غړو د دوولس عنوانه تقنیني اسنادو، هوکړه لیکونو او نړیوالو میثاقونو په برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو چارو د کمېسیون رئیس څرګنده کړه چې په روان اجلاس کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو د ولایتي شوراګانو د خپلو کاري اجراآتو څخه خپل رپوټونه رالیږلي چې د دې سربېره د مشرانو جرګې د دارالانشا د عمومي ریاست اړوند موضوعګانې د یادې ادارې چارواکو سره د بیلا بیلو غونډو په لړ کې تر بحث لاندې نیول شوي او له دوی سره د چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه یو لړ وړاندیزونه او نظریې هم شریکې شوي دي او د معمول سره سم یو شمېر حکومتي بنسټونه د بیلا بیلو مواردو په اړوند کمېسیون ته استجواب شوي دي.

ورپسې سناتوری طیبې زاهدي د عامه هوساینې او چاپریال ساتنې د کمېسیون د تقنینی شپاړسمې دورې د اتم کال د دویم اجلاس رپوټ وړاندې او  ویې ویل، یاد کمېسیون د قوانینو، تقنیني فرمانونو، معاهدو، میثاقونو او نړیوالو هوکړه لیکونو په اړه د خپلو دوه څلویښتو غونډو په لړ کې د یو شمېر خصوصي روغتونونو چارواکي، د پلازمینې او ولایتونو روغتیایی یو شمېر مرکزونو کې د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي، د کانونو او پترولیم وزارت کې د ستونزو او یو شمېر نورو موضوعګانو په ګډون د بېلا بېلو ادارو چارواکي د دېرشو ځلو زیات استجواب او کمېسیون ته رابللي دي.

همدا راز د دې ناستې په ترڅ کې د کمېسیون غړو د یو شمېر خصوصي او دولتي مرکزونو څخه څارنیزې لیدنې کړي دي چې له دې جملې څخه د ابن سینا صدري روغتون او د فینکس کمپ کې میشت د روږدو کسانو د درملنې د ۱۵۰۰ بستریز روغتون څخه یادوونه کولای شو او په دې لیدنو کې د یادو روغتونونو د روغتیایی پرسونل او مراجعینو ستونزې او لیدنې اوریدل شوي دي.

همدارنګه د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون د تقنیني روان کال د اجراآتو رپوټ د کمېسیون د منشي محمد نادر صفري له خوا په لاندې شرحې سره وړاندې شو: کمېسیون په دې موده کې ۹۷ غونډې جوړی کړي چې په یادو غونډو کې اووه عنوانه قوانین او تقنیني سندونه چې په یاد کمېسیون پورې یې اړه درلوده تر څېړنې لاندې نیولی دي او د دې تر څنګ یې د لسو قوانینو او څو نړیوالو هوکړه لیکونو په اړه خپلې نظریې شریکې کړي دي او زیاته یې کړه کمېسیون د خلکو د ستونزو د حل په موخه څلویښت ځلې د اقتصادي او ټولنیزو خدمتونونو سکتوري وزارتونو فعالیتونو او کړنو د څارنې او څیړنې په موخه د حکومتي ادارو بیلا بیل چارواکي استجواپ کړي دي.

سناتور صفري په خپل رپوټ کې وویل د کمیسیونونو پلاوو د ځینو حکومتي ادارتو د پراختیایي بودجې د تطبیق او څرنګوالي او په بلخ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د مندرسو بانک نوټونو له حریق څخه څارنه وکړه او همداراز یې د سرپل او نیمروز ولایتونو د سیمه ییزو اداراتو څخه لیدنه وکړه .

نوموړي زیاته کړه کمیسیون د موکلینو عرض پاڼې د دوی د ستونزې له حکومتي چارواکو سره په کتبي او شفاهي توګه وړاندې کړي او هڅه شوې چې ور ته رسیدګي وشي د کابل ښار د نادر پښتون په جاده کې هغه سوداګر او هټیوال چې د اورلګېدنې له امله زیانمن شوي له دې طریقه څارنه شوې او تر ډېره حده ورته رسیدګي شوې چې په ټوله کې د کمیسیون لاسته راوړنې مثبتې ارزول کیږي .    

د مولوی غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمیسیون په غونډه کې، د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ د پوهنې آمر شریف الله عرض پاڼه ولوستل شوه. نوموړی وایی چې د سیاسي اخو ډب له امله په تنفیذي بند په مجازاتو محکوم شوی چې باید د نسبتي دوسیی اړوند ورقې یې د کندز څخه مرکز ته رالیږدولي وای او د ځانګړي پلاوي له خوا تر څیړنی لاندې ونیول شي اوعدالت تامین شي. کمیسیون د عارض د غوښتنې په پام کې نیولو سره موضوع د لویې څارنوالې عنواني ولیږله تر څو د نوموړي د غوښتنو سره سم رسیدګي وشي.

 26-Jadi97-Adli.JPG

په همدې توګه د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمیسیون د منشي عزیزې مصلح له لوري د یاد کمیسیون د روان کال د دوهم اجلاس کاري رپوټ وړاندې اوڅرګنده شوه دې موده کې کمیسیون ۵۴ غونډې ترسره کړي چې په کې ۱۳ عنوانه اختصاصي اوغیر اختصاصي تقنیني اسناد او د ۱۳۹۸ کال د ملي بودجې د مسودې په ګډون اوه نړیوالې معاهدې تر غور لاندې نیولي او د خپل نظرونه او وړاندیزونه یې اړوندو کمیسیونونو او ادارو ته استولي دي .

نوموړې زیاته کړه د تقنیني چارو کمیسیون، شاوخوا دېرش ځلي د بیلابیلو حکومتي او غیر حکومتي اداراتو چارواکي د قوانینو د سلا مشورو، بډاینې، څارنې، پلي کېدو او د هېوادوالو د عرض پاڼو او شکایتونو په موخه استجواب کړي .

عزیزې مصلح وویل د کمیسیون پلاوي د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د روان کال د مرغومي د میاشتې په اتمه نېټه د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو له خپلواک کمیسیون څخه لیدنه درلوده، د کمیسیون د مشرتابه سره په کتنه کې د یادې ادارې له بیلابیلو څانګو څخه لیدنه وکړه چې د کمیسیون پلاوي په یاده لیدنه کې د یادې ادارې د مشرتابه هڅې د آزموینو په بهیر کې د روڼوالي، ښایسته سالاری، د ملکي خدمتونو په برخه کې د کارکوونکو د ظرفیت د لوړوالي له امله د دوی کړنې وستایل شوې .

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې، د بدخشان د سرو زرو قرارداد او د بلخاب د مسو قرارداد په ګډون د کاري لویو کانونو د قرارداد د لاسلیک په تړاو د اسنادو په اړوند او د قرارداد کوونکو کمپنیو دلایلو سره د کانونو او پترولیم وزارت د چارواکو د استدلال او په دې برخه کې د څار بنسټ د اعتراضونو په اړه بحث او پرېکړه وشوه چې موضوع دي د لازم دقت وروسته د کمیسیون په راتلونکو ناستو کې وڅېړل شي.

 26-Jadi97-Mali.JPG

ورپسې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمیسیون د پلاوي د سفر رپوټ چې د محمد عظیم قویاش تر مشرۍ لاندې د سناتور محمد نادر بلوچ لخوا وړاندې شو .

د کمیسیون د پلاوي سره د نیمروز ولایت والي او د ولایتي شورا رئیس د عمومي وضعیت ځینو چارواکو او د سیمه ییزو مشرانو په سیمه کې له ناامنیو څخه نیوکه وکړه زیاته یې کړه د امنیتي پوستو کموالي جنایي پیښې ډېرې کړي او د مخالیفینو د سیمو د پراختیا سبب شوی چې باید په دې هکله لازم تدابیر ونیول شي او و یې ویل هغه امکانات چې د عامې روغتیا وزارت یې د نارغانو د درملنې لپاره په نظر کې نیسي نفوسو ته په کتو ډېر لږ او ترڅنګ یې د نیمروز خلګ د حلقوي سړک د پڅ کار څخه ناراضه دي .

په رپوټ کې دغه راز د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ګراف جګوالی، د پوهنې په څانګه کې د کتابونو او نورو تجهیزاتو کموالی، د ولایتي شورا د غړو لپاره د ودانۍ نشتون، د څښاک اوبو ته پاملرنه ریاست ته د اوبو رسونې د آمریت ارتقا ، په زرنج ښار کې د پنځو حلقو څاګانو د کیندلو بشپړېدل، د کمال خان بند د اوبو رسونې د ډیزاین او شبکې جوړونه، د اوبو رسونې د شبکې په سیستم کې د سولر د برښنا د ستونزو حل، د سیلابونو د مخنیوي په موخه د استنادي دیوالونو رغول او ځینې نور مسایل هم راغلي و او له اړونده بنسټونو یې دحل غوښتنه شوې وه.

سناتور بلوڅ زیاته کړه د ملي اقتصاد د کمیسیون پلاوي په یاده کتنه کې د مستوفیت، ګمرک، ټولګټو، کلیو او پراختیا د اداراتو له بیلابیلو څانګو څخه لیدنه وکړه او ترڅنګ یې د زرنج د حلقوي سړک له پروژې، سل بستریز روغتون، د کمال خان بند د پروژې او ځینو نورو سیمو څخه هم کتنې درلودې او په دې برخو کې یې ستونزې وڅېړلې.   

چې د کمال خان بند د چارواکو په وینا د ۲۳ میلیونو مترو مکعبو اوبو او ۸۰ زره هکتاره کرهڼیزې ځمکې د خړوبولو او د ۹ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري چې لومړی او دوهم فاز یې بشپړ او دریم فاز یې تر کار لاندې دی چې د راتلونکي کال په نیمایي کې به په یاد بند کې د اوبو ذیرمه کیدل پیل شي د کمیسیون غړو یاد شوي موارد یادداښت او وپتییل شول د اړوندو کمیسیونونو به ناستو کې تر څارنې لاندې ونیول شي ترڅو د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته لازمه رسیدګي ترسره شي .    

د حاجی محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې،  هېواد ته د چرګانو غوښو د واردولو د منع په اړه د چرګانو غوښې د سلګونو واردوونکو د اتحادیې شکایت د کرهڼې، مالدارۍ وزارت معین او اړوندو چارواکو، د عامې روغتیا وزارت د غذایی خوندیتوب د برخې رئیس، د مالیې وزارت د عوایدو د پرمختیا او انسجام رئیس سره یو ځل بیا مطرح شو.

په غونډه کې یادو چارواکو د څرګندونو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، د زړو چرګانو د غوښو د راتګ د منع پرېکړه د جمهور رئیس او د وزیرانو شورا د مصوبې د لارښوونې پر بنسټ په ۱۳۹۴ کال کې ترسره شوې چې موخه یې د کورنیو فارمونو څخه د تقویې او د مرضونو مخنیوی دی او زیاته یې کړه چې د کرهڼې، روغتیا وزارتونو، کابل ښاروالۍ او چاپیریال ساتنې مسلکي افرادو په بشپړې همغږۍ سره د څیړنو وروسته وویل چې د زړو چرګانو د راتګ مخه دي ونیول شي چې د بهر څخه د چرګانو د غوښو د راتګ د څرنګوالي په اړه د چارواکو څرګندونې د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون له خوا د تائید وړ وګرځېدې، ټینګار وشو چې هغه پرېکړې چې په دې برخه کې شوي باید په جدي توګه پلي شي.

26-Jadi97-Shikayat.JPG 

د غونډې په بله برخه کې د جنوب لویدیځ زون(هرات) د باروړونکو موټرو د یو شمېر خاوندانو شکایت واوریدل شو. دوی وایی چې یو شخص د دغه ولایت ترانسپورټي ترمینل په قرارداد اخیستې او نوموړی په دې پلمه غواړي چې یاد ملکیت د دریو سوو جریبو زیات دي په خپل تصرف کې راوړي چې باید اړوند ارګانونه د دې ناوړه پایلو ته پاملرنه وکړي.

د مرغومي د پنځه ویشتمې نېټې د سی شنبې ورځې په غونډه کې، د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون مرستیال سناتور ګل احمد اعظمي د روان اجلاس په اوږدو کې د کمیسیون د اجراآتو څخه رپوټ غونډې ته وړاندې کړ او ویې ویل، په دې موده کې نهه پنځوس غونډې جوړي چې په دې کې د دوه ویشتو وزیرانو، څلور اتیا معینانو، اوو والیانو، څوارلسو ښاروالانو او د ولایتونو او ولسوالیو ۳۸ قوماندانانو د استجواب په ګډون شاوخوا ۲۷۳۴ حکومتي چارواکو او مراجعینو ګدون کړی دی، او د اتو موردو تقنیني اسنادو په اړه بحث شوې او هم د ۲۴۴ عرض پاڼو په اړه بحث او ۳۰۱ مکتوبه حکومتي بنسټونو ته لیږل شوي دي او په دې موده کې د ارزګان او هرات ولایتونو ته ولایتي سفرونه شوي او هم په پلازمینه کې د څرخي پله مرکزي زندان، هوایی ځواک قوماندانۍ، پاسپورت ریاست او د بدنې روزنې ریاست څخه څارنیزه لیدنه شوې ده.

سناتور اعظمي څرګنده کړه چې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون د کورنیو چارو وزارت د قراردادیانو د پور د نه ورکړې، د کاماز تصدۍ د ځمکو د غصب، کابل کې د چاودنو چې د ګڼ شمېر ښاریانو د شهادت او ټپي کیدو سبب شوې، وزارت خانو کې د میرمنو د ونډې د په پام کې نیولو، د زندانیانو د ستونزو، د کابل ښار د پل محمود خان سیمه کې د هټیوالو او کسبه کارانو شکایت، د پاکستان د ویزی د ترلاسه کولو په وخت د هیوادوالو د ستونزو، د کابل پوهنتون کې د رامنځ ته شویو ستونزو، د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو، د ترانسپورټي شرکتونو د شکایتونو او ځینو نورو مهمو مواردو په اړوند یې د وزارتونو چارواکي استجواب کړي او یادو مواردو ته د رسیدګي غوښتنه شوې او هم توانیدلي چې د کاماز تصدۍ د ځمکې د غصب مخه ونیسي چې د حکم له مخې باید د دې تصدۍ ډریورانو باندې د استوګنې نمرې وویشل شي، خو د یو شمېر زور واکو له خوا غصب شوي دي.

د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون مرستیال په پای کې د کمیسیون غونډو ته د پکتیا والي د پرله پسي نه حضور چې ټاکل شوې وه دوی ته د امنیتي ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو د اوښتو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړي، هم نیوکه او یادوونه وکړه او دې برخې ته د عمومي غونډې د پاملرنې غوښتونکې شو.

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څیړنې سربیره د کابل ښار نهمې حوزې سیمه کې تروریستی برید چې د یو شمیر هېوادوالو د شهادت سبب شوه، په کلکو ټکو وغندل شو او د شهیدانو له پاره د فردوس جنت او پاتي کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وشوه.

دغه راز په غونډه کې د افغانستان د پانګونې د پراخوالي له پاره د هندوستان هیواد د درې میلیارد ډالري مرستو څخه د هرکلي ترڅنګ کابل کې د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان څخه هرکلې او څرګنده شوه چې د ټاکنو کمیسیون دي په ټول هېواد کې د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان کې هڅې  وکړي تر څو د ټاکنو او د خلکو د رایو برخلیک واضح شي.

 26-Jadi97-Aqwam.JPG

د مېرمن نفیسی سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون  په غونډه کې، د نهمې ناحیې اړوند د قابل بای سیمې په مربوطاتو کې خونړې تروریستی برید چې د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کیدو سبب شو، په کلکو ټکو وغندل شو او د شهیدانو پاک روح ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسی روغتیا او پاتي کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وشوه او ټینګار وشو چې کشفي او امنیتي ارګانونه دي د هېوادوالو د امنیت په نیولو کې جدي هڅې وکړي او هم د ګاونډي هېواد پاکستان چارواکو څخه وغوښتل شول چې د افغان سولې بهیر سره د همکارۍ په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي. همدا راز د پاکستان د مذهبي مشر مولانا فضل الرحمن څرګندونې چې له طالبانو یې غوښتي تر څو افغانانو سره خبرو ته کیني، په نیک فال  ونیول شوې.

د غونډې په بله برخه کې د هېواد په کچه د معلولینو د ستونزو په اړه چې د دوو میاشتو زیات وخت کیږي د نوي ښار پارک تر څنګ یې د تحصن خیمه درولې او د ملي یووالی حکومت څخه غوښتنه کوي قانوني حقوق دي  ورکړل شي، خو تر اوسه د دوی غوښتنو ته رسیدګي نه ده شوې.

همدا راز د کابل ښار د پنځمې ناحیې کوټي سنګي کې د څلور جریبه ځمکې په مساحت د یوې حویلۍ د شخړې په اړه د معلولینو ستونزه د مالیې وزارت د ولایتي املاکو د رئیس او د معلولینو د استازو په حضور د کمیسیون په یوې غونډه کې مطرح شوې وه، یو ځل بیا د یوه رسمي مکتوب په ترڅ کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې ریاست او حوزې غوښتل شوي چې د معلولینو قانوني غوښتنو ته دي رسیدګي وکړي او کمیسیون ته دي ډاډ ورکړي.

دغه راز د بایومتریک سیستم په موخه د هېواد ولایتونو کې د معلولینو د معاش د نه ورکړې ستونزه چې په دې سوړ ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، بحث وشو او د معولیت لرونکو افرادو څخه د ملاتړ ادارې او مالیې وزارت څخه وغوښتل چې په دې ژمي کې هغه معلولین چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې یې خپل خوږ ژوند له ګواښ سره مخ کړی او یایې د بدن غړي له لاسه ورکړي اوس د میاشتینی پنځه زره معاش سره د کورنۍ سرپرستي کوي، نو له دې امله وویل شول چې د بایومتریک د پای پوري دي  د دوی د تیر کال معاشونه ورکړل شي ترڅو له دې ستونزو وژغورل شي.

26-Jadi97-Malolin.JPG 

د مرغومي د پنځه ویشتمې د سی شنبې ورځې په غونډه کې د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون رپوټ د نفیسی سلطاني له خوا وړاندې شو، په رپوټ کې راغلي چې د دې اجلاس په ۴۶ غونډو کې اته عنوانه قوانین، هوکړه لیکونه او نړیوال سندونه تر بحث لاندې راغلي او د خلکو دری شپیته راغلو عرض پاڼو ته هم رسیدګي شوې او یا هم اړوندو ادارو ته لیږل شوي او په دی موده کې د معلولینو او شهیدانو د ستونزو د حل په برخه کې د چارواکو او دولتي ادارو د کړنو او فعالیتونو څخه د څارنې او څېړنې په موخه د معلولیت لرونکو افرادو او شهیدانو د و ارثانو څخه د ملاتړ د ملي ادارې د عمومی رئیس، د مالیې وزارت د پالیسۍ او حقوقي خدمتونو رئیس، د مالیې وزارت د املاکو رئیس، د بورسونو د تنظیم او بهرنیو اړیکو رئیس، د لوړو زدکړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو رئیس، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د زده کوونکو او محصلینو چارو رئیس او د کابل ښار د پوهنې مرستیال او نور چارواکي استجواب شوي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد کمیسیون د اعتصاب کوونکو وضعیت د څېړنې په موخه نوی ښار کې میشت د معلولینو د تحصن خیمې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو معینیت څخه او همدا راز د کابل ښار د سرای غزني سیمې څخه لیدنې کړي دي او د دغې کمیسیون غړو د معلولیت د نړیوالې ورځې د ډسمبر د دریمې په لمانځغونډه کې ګډون کړي او په دې کنفرانس کې یې د کابل ښار د بېلا بېلو ناحیو د چارواکو شکایتونه، وړاندیزونه اوریدلی دي.

همدا راز سناتورې آمنې افضلي د قدس پلانفورم بین الپارلماني کنفرانس څخه د مجلس د درې غړیز پلاوي د ګ‌‌‌‌‌‌ډون رپوټ چې د ترکیې هېواد کې جوړ شوی وو وړاندې کړ.

د نوموړې په وینا دغه کنفرانس د ترکیې د جمهور رئيس رجب طيب اردوغان له خوا پرانیستل شو چې د امریکا ، فرانسې، هند، پاکستان، عراق او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د پارلمانونو رئیسانو او غړو په کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون درلود او زیاته یې کړه چې په دې کنفرانس کې ویناوالو د فلسطين هېواد څخه د ملاتړ له پاره د سیمې او نړۍ هېوادونو د یووالي په اړه خبرې کړي چې د افغانستان په استازیتوب یې خپله خبرې ترسره او د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه یې د بیت المقدس په اړوند څرګندونې کړي او د دې تر څنګ یې د فلسطين خلکو د برحقه مبارزې څخه ملاتړ کړی دی.

ویل کیږی چې د مشرانو جرګې استول شوي پلاوي د دغې کنفرانس په درشل کې د فلسطين، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو د پلاویو رئیسانو سره کتنه کړې چې دوی د فلسطين او بیت المقدس د خلکو پر وړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له معقول او پر ځای دریځ څخه ستاینه کړې ده .