د
مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر
د ۱۳۹۷
کال د مرغومي ۲۵
نېټه
د
مشرانو جرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د نن ورځې په عمومي غونډه کې د
یو شمېر کمېسیونونو کاري رپوټونه وړاندې او د هېواد د روانو مسایلو په اړه بحث
وشو.

په پیل کې د غونډې رئیس
او ټولو سناتورانو په نهمه ناحیه کې د تېرې شپې د موټر بم برید چې د پراخو انساني
او مالي تلفاتو سبب شو او د کابل ښار د یادې ناحیې په مربوطاتو کې د نن سهار
مقناطیسی بم چاودنه په کلکو ټکو وغندله او د شهیدانو کورنیو سره د خواخوږۍ او
ټپیانو ته د سملاسی روغتیا د غوښتنې ترڅنګ وویل شول چې مسئول ارګانونه باید د خپلو
تدابیرو ترڅنګ د ټولو جنایت کارانو پر وړاندې چې غواړي د بېلا بېلو تکتیکونو څخه
په ګټې اخیستنې سره خلک ووژني د خپلو کورنیو او همکارانو سره دې وپیژني او مجازات دې
کړي او پرېنږدي چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي او زموږ هېوادوال د خپلو بادرانو د
خوشحالولو له پاره موخه وګرځوي.
همدا راز په غونډه کې
سناتورانو د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه ځینې اقدامات پر ځای او مناسب کار وګاڼه
او ویې ویل، د کورنیو چارو وزارت د وروستۍ لارښوونې پر بنسټ د کابل ښار په سړکونو
کې د یاد وزارت د منسوبینو له خوا د ملي
شورا غړو سره ناسم چلند کیږي او د دوی د ساتونکو د وسلو د جواز په موخه چې شاوخوا
شپږ میاشتې وړاندې په یاد وزارت کې بایومتریک شوې خو د وسلو کارتونه پرې نه دي وېشل
شوي، مزاحمت کوي او دا په داسی حال کې ده چې د پلټنې په ځایونو کې هغو استعلامونو
ته چې د ملي شورا د امنیتي چارو ریاست له خوا صادر شوي، پاملرنه نه کیږي او د ملي
شورا غړو ته ستونزې زیږوي.
د مجلس غړو زیاته کړه چې
د ملي شورا د امنیتي چارو ریاست له خوا د دوی موټرو ته امنیتي جمرونه ورکړل شوي چې
په خواشینۍ سره د کورنیو چارو وزارت منسوبینو له خوا د کابل د پلټنې مرکزونو کې
ماتیږي چې د دوی دغه کار هیڅ قانوني بنسټ نه لري او بلکې د اخلاقي او مسلکي
موازینو خلاف ګڼل کیږي، همدا راز د مجلس غړو د کورنیو چارو وزارت د هغې پرېکړې په
اړه چې ساتونکې دي د موټرو په داخل کې وی
نه د ډاډسنو په شا سیټ کې غبرګون ښودلې چې د مجلس زیاتره غړي یوازې یو موټر لري،
چې نه شي کولای خپل ساتونکې د موټر په دننه کې ځای پر ځای کړي، له بلې خوا د امنیتي
تدابیرو منطق ایجابوي چې د مجلس زیاتره غړي دي د موټر شاته ناست وي.

سناتورانو وویل که چیرې
د کورنیو چارو وزارت د مجلس د غړو امنیت ټینګ او په غاړه یې واخلي، تیار دي چې
وسلې او ساتونکې له ځانه لیرې کړي او د زرهي او جیمر موټرونو څخه ګټه وانخلي، له دې
پرته د هېواد د امنیتي وضعیت له مخې او د کورنیو چارو وزارت د کمزورو اجراآتو له
مخې د وسلو د کارتونو په وېش کې د دې ادارې ځنډني اقدامات نامناسب دي.
دغه راز د مجلس یو شمېر غړو یو ځل بیا څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالات
د افغانستان سره د امنیتي تړون پر بنسټ ستراتیژیکې اړیکي لري، اړتیا شته چې یاد
هیواد پر پاکستان سیاسي او اقتصادي لازم فشارونه وارد کړي ترڅو د ویره اچوونکو څخه
ډډه وکړي او د طالبانو ډله د سولې خبرو اترو ته اړه کړي.
د پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو څخه د ویزې د اخیستو په وخت د اداري
فساد ستونزې او د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دې مسلې په څیړلو ټینګار، د کابل
ولایت د ولسي جرګې د نوماندانو د لومړني نوملر د پایلو اعلان څخه هرکلې، د برېښنا
پیسو د پوروړو د نوملړ د نه اعلان په اړه د برښنا شرکت په مشرتابه نیوکې او ځینې
نور مسایل مطرح شول.
د مطرح شویو مواردو په جمع بندۍ کې محمد علم ایزدیار وویل، د کورنیو چارو
وزارت اقدامات چې نظم او قانونمندي رامنځته کړي د ملاتړ وړ دي خو د یاد وزارت
منسوبین باید د ملي شورا د غړو شخصیت، عزت او ځایګاه په پام کې ونیسي او په درنښت
ورسره چلند وکړي او هم ټینګار وشو چې د مشرانوجرګې دارالانشا دي ټولې ستونزې او
نیمګړتیاوې په لیکلي ډول د کورنیو چارو وزارت ته
ولیږي ترڅو پر بنسټ یې پریکړې وشي.
ایزدیار اړوندو ادارو ته د ځینو مسایلو د لیږد ترڅنګ د تل پاتې سولې ټینګښت
د ترهګرو پر وړاندې د افغانستان د متحدینو قاطعیت پورې تړلې کار وګاڼه او ویې ویل
هغه وخت چې له دې بهیر سره په جدي توګه پرمخ لاړ نه شي او د پاکستان هېواد په رښتینې توګه همکاري ونه
کړي، مثبت بدلون به رامنځ ته نه شي او زیاته یې کړه چې د ژمي موسم رارسیدلې نو
اړتیا شته چې د ټولګټو وزارت او د طبیعي پیښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزارت په سړو او غرنیو سیمو کې د مواصلاتي لارو
د پرانیستلو په موخه د پام وړ اجراآت وکړي.
په پای کې د مشرانو جرګې لومړي نایب د زورواکو څخه د برښنا پيسو په
راټولولو د ټینګار ترڅنګ د کابل ولایت د ولسي جرګې د نوماندانو د لومړنیو پایلو د
اعلان له امله مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دي
هغو قانوني شکایتونو ته چې شتون لري رسیدګي وکړي.

د بحثونو په پای کې د اجندا سره سم د یو شمېر کمیسیونونو او د مجلس د
پلاویو د تقنیني روان کال د دویم اجلاس رپوټ د سناتورانو له خوا په لاندې ترتیب
سره وړاندې شو: ګل احمد اعظمي د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون، عزیزې مصلح د تقنیني،
عدلي او قضایی چارو د کمېسیون رپوټ، سهیلا شریفي د ښځو چارو او مدني ټولنې د
کمېسیون رپوټ، لطف الله بابا د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون رپوټ، طیبې زاهدي د
عامه هوساینې د چارو د کمېسیون رپوټ، محمد نادر صفري د ملي اقتصاد، مالي او بودجې
د کمېسیون رپوټ، محمد نادر بلوچ د نیمروز ولایت څخه د مجلس د پلاوی رپوټ، قاری میر
حاتم تره خېل د ولایتی شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون رپوټ، نفیسې
سلطاني د معولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د کمېسیون رپوټ، عبدالطیف نهضت یار د
دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون رپوټ او آمنې افضلي د ترکیې
هېواد څخه د مجلس د پلاوي رپوټ غونډې ته وړاندې کړ چې ټاکل شوې مفصل جزئیات یې د
کمېسیونونو د خبرونو په ردیف کې خپور شي.