د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۲۴ نېټه
د ملي شورا مشرانوجرګې نن د اساسي
قانون او د یاد قانون د پنځلسم کال له تصویب څخه د یوه محفل په ترڅ کې د رئیسانو د
کمېټې په تالار کې لمانځنه وکړه .

د ناستې په پیل کې، د مشرانوجرګې
لومړي نائب محمد علم ایزدیار په داسې حال کې چې د هېواد اساسي قانون یې د سیمې په
کچه له بډایه قوانینو څخه وباله، او و يې ویل قانون ستونزې نلري، بلکې په پلي کېدو
او تنفیذ کې یې ستونزې شتون لري، ځکه په ډېریو مواردو کې، د هیواد اساسي قانون نقض
شوی او دا ایجابوي چې د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څارنې کمېسیون، یادو
حساسیتونو ته پاملرنه ولري د خپلو واکونو په چوکاټ کې له قانوني سرغړونو مخه ونیسي
او زیاته یې کړه قانونونه په هېوادونو کې د خلکو د سوکالی او هوساینې لپاره
ښاریانو ته جوړېږي او موږ هغه وخت کولای شو پر اوسنیو ستونزو بریالي شو ترڅو په
هېواد کې د قانونمندی کلتور او د حاکمیت ټینګښت بنستیز شي .
نوموړي په داسې حال کې د اساسي قانون
د محکمې د رامنځ ته کېدو په اړه له حکومته وغوښتل، د قانون په پلي کېدو، تنفیذ او
ټینګښت کې خپلې جدي هڅې په لاره واچوي او د هر ډول قانوني سرغړونو په خاصه توګه د
اساسي قانون د نقض مخه ونیسي .
وروسته د افغانستان د اساسي قانون پر
تطبیق باندې د څارنې د کمیسیون رئیس قانونپوه محمد قاسم هاشمزي د خپلو معلوماتو په
ترڅ کې د نوموړي بنسټ د پرېکړو په اړه وویل د هېواد په اساسي قانون کې د قواوو تفکیک
رامنځ ته شوی او یاد قانون د سیمې د هېوادونو په پرتله ځانګړي صفتونه لري، خو د
اساسي قانون پر تطبیق باندې د څارنې د کمېسیون تصامیم مشورتي بڼه لري چې الزامي نه
دي او زیاته یې کړه کمېسیون په ټولو مهمو مسایلو کې، خپل مشورتي نظریات صادر او د
اساسي قانون په پوهاوي ورکولو کې یې هراړخیزې هڅې کړي .
ورپسې د مشرانوجرګې د تقنیني، عدلي
او قضایي چارو د کمېسیون رئیس مولوي غلام محی الدین منصف، د اسلام ستر پیغمبر ( ص
) او صحابه کرام د الهی قانون د لویو پلي کوونکو څخه وبلل او و یې ویل د قانون د
پلي کیدو په صورت کې، په ټولنه کې عدالت او امنیت ټینګښت مومي، خو په خواشینۍ سره
په هېواد کې زموږ اساسي قانون په ځینو مواردو کې د درې ګونو قواوو له خوا نقض شوی
او هیله یې څرګنده کړه چې له قانون ماتونې مخه ډب او د پلي کېدو به برخه کې به یې
لازمې هڅې وشي .

د محفل به پای کې د مشرانوجرګې د
دارلانشا د پارلماني او مسلکي چارو مرستیال تیمورشاه قویم، د اساسي قانون پر ارزښت
خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې باید د دولتي منسوبینو د ظرفیت جوړونې لپاره لا نورې
زمینې د اساسي قانون د پلي کېدو د لارو چارو په موخه رامنځ ته شي .
د افغانستان اساسي قانون پنځلس کال
وړاندې د خلکو د استازو له لوري د اساسي قانون په لویه جرګه کې په ۱۲ فصلونو او
۱۶۲ مادو کې تصویب او د همهغه وخت د انتقالي دولت د رئیس حامد کرزي له خوا توشیح
شو .