اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وږي ۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۲۴ نېټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د مرستیال محمد عثمان رحماني په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې، د دې اجلاس په ترڅ کې د کمېسیونو د کړنو په اړه خبرې او وپتییل شوه چې د کمېسیون د اجراآتو او فعالیتونو رپوټ دي عمومي غونډه کې مطرح شي.

د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د دولتي ادارو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو له پاره د تحصیلي بورسونو د ورکړې په اړه د هندوستان هېواد د همکاریو څخه مننه او څرګنده شوه چې په کابل کې استوګن د هندوستان سفیر دي د ملي شورا له خوا وستایل شي.

 24-Jadi97-Bio.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون غونډې، په ننګرهار ولایت کې د کریمو او صابون د یوه تولیدونکی عابد الله ناصري د شرکت د رئیس فرهاد الله د عرض پاڼې په اړه خبرې او د نوموړي شرکت دعوا یې تر څېړنې لاندې ونیوله او وپتییل شوه چې د دعوې دواړه لوري دي د پراخو څرګندونو په موخه د کمېسیون په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي او هم په غونډه کې راغلو عرض پاڼو ته لازمه رسیدګي وشوه.

24-Jadi97-Mali.JPG 

د محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو د کمیسیون په غونډه کې، د هرات، بادغیس او غور ولایتونو هغه کورنۍ چې شمېر یې ۱۱۹۵۴ تنو ته رسیږي، د جګړو او وچکالیو له امله د خپلو سیمو څخه بیځایه شوي او اوس مهال د ژمې په موسم کې په خورا ناوړه وضعیت کې شپې او ورځې تېروي، نو پر دی بنسټ د حکومتي چارواکو او مرستندو ټولنو وغوښتل شول ترڅو د نوموړو کورنیو د ستونزو د حل په موخه لاس په کار شي.

دغه راز د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د سازمان د نوي رپوټ پر بنسټ چې په روان میلادي کال کې به د ایران له هیواده شاوخوا اووه سووه زره هېوادوال خپل هیواد ته راستانه شي . چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه لوړوالی ښایي . امکان لري چې د یادو کډوالو د راتګ لړی دوام وکړي، د کډوالو ډېری شمېر د کرهڼې او مالداری په برخو کې کېدای شي په کار بوخت شي خو د بده مرغه زموږ د هېواد ډېری سیمې هم وچکالیو سختې ځپلي، نو ښایي اړونده حکومتي چارواکي د یادو راستنېدونکو ستونزو ته سملاسي پاملرنه وکړي او له دوی سره اړینې مرستې ترسره کړي.

همداراز د غونډې په پای کې د راغلوعرض پاڼو او مکتوبونو د څېړلو سربېره، د افغانستان د اساسي قانون د اونۍ د لمانځنې په هکله څرګنده شوه چې ټول هېوادوال باید اساسي قانون ته په درنه سترګه او پوره صداقت سره درناوی ولري ترڅو په ګران هېواد کې مو قانون په عادلانه ډول پلی او هېوادوال مو خپل ژوند د ستونزو پرته پر مخ یوسي . 

د میر حاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څېړلو سربېره د ۱۳۹۷ مالي کال د مالي او اداري مسایلو په اړه خبرې او اړینې پریکړې وشوې.

24-Jadi97-Emtizat.JPG 

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون غونډې د شپاړسمې تقنیني دورې د دویم اجلاس په اوږدو کې د کمېسیون د کار او فعالیتونو د مطالعې سربېره د مرستندویه توکو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د تور په اړه د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ د پوهنې د آمر د شکایت په اړه خبرې او وپتییل شوه چې اړوند چارواکي دي د څرګندونو د وړاندې کولو په موخه د کمېسیون یوې غونډې ته راوبلل شي. 

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې د هېواد د امنیتی وضعیت په اړه نظریې وړاندې شوې، همدا راز د کورنیو چارو وزارت له خوا ټولنیزو شبکو کې د تورنو کسانو د نوملړ خپرول د قانون خلاف کار وګڼل شو او ټینګار وشو چې پولیس د قانون د پلي کېدو مسئولیت په غاړه لري او باید خپل اقدامات د قانون سره سم تنظیم کړي.

د غونډې په بله برخه کې د مالیې وزارت د ګمرکونو د عمومي ریاست عملیاتي رئیس شمس الکوزي د تورخم، اسلام قلعه، اقینې، ابونصر فراهي ګمرکونو کې د شته ستونزو او د غیر قانونی پیسو اخیستو، د زیاتو پیسو د حیف میل، د سکنرونو د نه فعالیت او ځینو نورو مواردو په اړوند معلومات وړاندي چې یادو څرګندونو د کمېسیون د  غړو قناعت حاصل نه کړ او وویل شول چې د ګمرک چارواکو په مقرریو کې مالي فساد شتون لري او دوي د بډو اخیستو په بدل کې د سوداګرو وارداتي مالونه په کمو پیسو محصولوي او باید اړوند چارواکي په دي برخه کې عملي او لازم اقدمات وکړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د هېواد د هوایی ځواکونو د یو شمېر منسوبینو د ګټورو کړونو د خدمتونو په ویاړ د کمېسیون ستاین لیکونه د هوایی ځواک د انتقالاتو مرستیال شیرشاه خالقي، هوایی پیلوټ ایمل خیر خوا، د اطفائیې مرستیال مطیع الله خوشحال، بریدمل حشمت الله ملکزارده، برید مل امین الله قیومي او سرتیرې رعیت الله خروټې ته ډالۍ شول.

 24-Jadi97-Dfai.JPG

د الحاج عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربېره د ننګرهار، لغمان او پنجشیر ولایتونو څخه د کمېسیون د غړو د سفر د پایلو او ارشاد، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې او یو شمېر نورو علمي او اکاډمیکو بنسټونو څخه د پلاوي د لیدنې په اړه خبرې او وپتییل شوه چې د نوموړو ولایتونو څخه د لیدنې پر وخت یادې ستونزې به د پوهنې وزارت سرپرست، د اړوندو بنسټ،نو ریسانو او چارواکو او د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس سره د مرغومي د شپږ ویشتمې نېټې په غونډه کې مطرح شي.

د غونډې په هېواد کې د امنیتی وضعیت او د ولایتونو په کچه د ښځینه برخې د تحصیلی او تعلیمي چارو له پاره د زمینو د برابرولو او د کانکور ازموینو کې د ښځینه زده کوونکو د ګډون په اړه بحثونه او په اړه یې اړینې او لازمې پریکړې وشوې.