اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وري ۳۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۲۳ مه

د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د نن ورځې په عمومي غونډه کې دوه عنوانه نړیوال سندونه تصدیق او دهېواد د روانو مسایلو په اړه بحثونه وشول.

23-Jadi97-JAL1.JPG

د تخنیکي،مالي او بشري مرستو اوهمکاریو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د سویس فدرال شورا ترمنځ د پرمختیایی چارچوب هوکړه لیک چې د نړیوالو چارو کمېسیون او نورو کمېسیونونو کې پرې کار شوی وو د نړیوالو چارو دکمېسیون د رئیس انجنیر احمد جاوید روف او د یاد کمېسیون د غړو له خوا وړاندې او د درېیمې مادې دویم او څلورم بند کې د شرط حق په خوندیتوب سره تصدیق شو.

یادهوکړه لیک د دواړه لورو ملي حقوق، او دتخنیکي، بشري اومالي پروژو دپلي کولو په لاره کې اسانتیاوې برابروي چې دا پروژې به په ځانګړې ډول په افغانستان کې دبدلون او اصلاحاتو دبرخو څخه ملاتړ وکړي او هم یولړ نورې مهمې ګټې به دځان سره ولري

همداراز دافغانستان داسلامي جمهوري دولت او دعراق جمهوریت ترمنځ دهوايي خدمتونو هوکړه لیک هم د نړیوالوچاروکمیسیون درییس انجنیراحمدجاوید رووف اوددې کمیسیون دغړو لخوا وړاندې او داومې مادې په شپږم او اوم بندکې دحق شرط خوندیتوب سره تصدیق شو.

23-Jadi97-JAL3.JPG

ذکر شوی هوکړه لیک به د ملکي هوایی چلند دنړیوال سازمان دقانون سره سم،  د افغانستان اوعراق هېوادونو ترمنځ د الوتکو د امنیت پر وړاندې د خلکو او مالونو دخوندیتوب او یوشمیر نوربرخو په اړه به آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د غونډې په آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو د افغانستان په سیاسی نظام کې د طالبانو د شریکولو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې غیر مسئولانه وګڼلې او ددغه څرګندونو په غندلو سره یې وویل، باید د سیمې او ګاونډي هېوادونه د افغانستان د جګړې او سولې په برخه کې دوه ګونې چلند څخه ډډه او د هېواد په کورنیوچارو کې لاسوهنه ونکړي، او د افغانستان د خلکو بشري حقوقو او ملي حاکمیت ته دې درناوی ولري.

ځینو نورو سناتورانو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرې چې ویلی یې دي، د افغانستان ټاکنې د امریکا د فشارونو پر بنسټ ځنډیدلي، د تعجب وړ وګڼلې او په ډاګه یې کړه چې د قانون سره سم د ټاکنو د ځنډېدو صلاحیت د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون واک دی او هیڅ هېواد یا بنسټ دیادکمیسیون په کاري چارو کې دلاسوهنې حق نلري.

د جرګې ځینو غړو د جنایت کارانو د تعقیب په اړه د کورنیو چارو وزارت د ورستیو اقداماتو ستاینه او ملاتړ وکړ او ویې ویل چې باید قانون پر ټولو یو شان عملي او د ملي پولیسو د تمویل او تجهیز برخې ته دې زیاته پاملرنه وشي خو یو شمېر نور په دې باور وو چې یاد وزارت باید جنایت کاران مخکې لدې چې نومونه یې  افشا کړي نیولي و.

غونډه کې د بشري حقونو د څار دنړیوال بنسټ له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد په اړه د نوموړي بنسټ رپوټ مغرضانه او توپیري وګڼل شو اوڅرګنده شوه چې ددې ډول رپوټونو خپرول د بریالیو څیرو د کړنو او لاسته راوړنوو د سبوتاژولو په موخه خپریږي چې باید افغان دولت او نړیواله ټولنه پدې اړه پاملرنه وکړي.

23-Jadi97-JAL2.JPG

همدارنګه پاکستان ته دسولې خبرو اترو لپاره دمحمدعمر داودزي په مشرۍ د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي د سفر او لیدنوڅخه هم ملاتړ وشو او زیاته شوه چې دسولې په اړه هره هڅه د جرګې د ملاتړ وړده خو باید د سولې خبرې بین الافغاني  او د افغان حکومت په مالکیت ترسره شي تر څو مثبتې پایلې ولري او د دې سربېره دې ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.

د بلخ- جوزجان لویې لاري په اوږدو کې د سختو ناامنیو څخه یادونه او د چاڼیزو عملیاتو په لاره اچولوټینګار، دعدلیې وزارت لخوا د یوشمیر ټولنیزو بنسټونو د لغوې څخه هرکلې او ددوام غوښتنه، د پاکستان هېواد د وېزو وېش کې د ستونزو او فساد دشتون او یومعتبر خصوصی شرکت ته  د دغه بهیر په سپارلو ټینګار او ځینې نور مسایل هم په بحثونو کې مطرح شول.

د مشرانو جرګې رئیس د آزادو بحثونو په جمعبندۍ کې وویل، د هېواد په کورنیو چارو کې د یو شمېر ګاونډیو مغرضانه لاسوهنې او د طالبانو ډلې څخه یې ملاتړ د ټولو اصولو خلاف کړنې ګڼل کیږي اوافغان ولسونه له دې وضعیت څخه ستړي دي چې باید یاد ګاونډیان پخپلو پالیسیو کې بیاکتنه وکړي اود افغانستان د سولې بهیر کې په رښتینی توګه همکاره شي .

او هم یې هیله څرګنده کړه چې د سولې عالي شورا رواني هڅې مثبتې پایلې ولري اودهېواد له سیاسیونو څخه یې وغوښتل تر څو په دغه بهیر کې خپل اقدامات همغږي کړي او ټینګار یې وکړ چې د خلکو د غوښتنو په پام کې نه نیول او د سولې بحثونو کې د افغان حکومت ګوښه کول به نامطلوبه پایلې ولري.

23-Jadi97-JAL4.JPG

فضل هادي مسلم یار دملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد پروړاندې دناوړه مواردو په خپرولو نیوکه وکړه او ویې غندل، اوڅرګنده یې کړه چې د امنیتی سکتور مشرتابه کې د نویو څېرو د ګمارلو وروسته چې د امنیتی وضعیت د ښه والي په موخه نسبي هیلې راټوکیدلي، دا ډول بی مورده نظریې وړاندې کیږي چې په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي، همدا راز یو ځل بیایې د هېواد د امنیتی ځواکونو له سرښندنو څخه د مجلس ملاتړڅرګنداوویل چې مشرانوجرګه داسدالله خالدد پروګرامونو او کړنو څخه ملاتړ کوي او د نوموړي تر څنګ به پاتي شي.

مسلم یار د کورنیو چارو وزارت د وروستیو اقداماتو په اړه وویل: پولیس د قانون د تنفیذ دنده په غاړه لري او غوره به وي چې خپلې دندې د قانون په رڼا کې ترسره کړي او په بېلا بېلو برخو کې دي د عدلي او قضایی ارګانونو او په ځانګړي توګه د اساسی قانون پر تطبیق د څارنې د خپلواک کمېسیون څخه لازمې مشورې ترلاسه کړي او خپلې کړنې دي د اړوندو بنسټونو سر لا همغږي کړي.