اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د چنګاښ ۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۱۸ نېټه

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د نن ورځې په غونډه کې د مجلس د پلاویو د رپوټونو د وړاندې کولو سربېره د هېواد د روانو مسایلو په اړه نظریې وړاندې شوې.

18-Jadi97-JAL1.JPG

په غونډه کې وویل شول چې په دې وروستیو کې د ملي دفاع وزارت له خوا د هېواد په یو شمېر ناامنو سیمو کې د وېره اچوونکو د له منځه وړو په موخه د ملي اردو بریدګر او چاڼیز عملیات په لاره اچول شوي چې باید په نیول شویو سیمو کې د ملي پولیسو، سیمه ییزو او وګړنیز پاڅون ځواکونه ځای پر ځای شي په داسې حال کې چې د بادغیس ولایت سناتور ولی شاه نایب زاده په دې ولایت کې د مخالفینو د خوځښت د زیاتوالي او د ګڼ شمېر خلکو د بیځایه کیدو، د مدافعینو د تلفاتو د زیاتوالي، د لارو بندښت او د یاد ولایت په کلیو او ولسوالیو کې د توکو د ګرانۍ او قحطۍ څخه خبر ورکړ چې د بادغیس د خلکو د کړاوونو او ستونزو د حل په موخه د اورېدو څوک نشته او که ژر تر ژره د خلکو د ژوندانه او امنیتي وضعیت ته رسیدګي ونه شي، لویه فاجعه به رامنځ ته شي او په پای کې د امنیتي ځواکونو څخه د جدي همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وشوه.

همدا راز په غونډه کې یو شمېر سناتورانو د  کابل په مربوطاتو کې د دوه سوه تنو جنایتکارانو او تښتوونکو د نومونو د ښکاره کولو په اړه د کورنیو چارو وزارت د وروستي اقدام څخه هرکلې وکړ، خو د دوی د عدلي تعقیب او نیولو غوښتونکې شول او د مسئولینو څخه یې د خبرو پر ځای د عمل غوښتنه وکړه.

همدا راز  په غونډه کې د مجلس غړو د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ کې د ځمکې د ښوېدو څخه یادوونه وکړه چې د سرو زرو په یوه کان کې د کار په وخت یې د دېرشو څخه د زیاتو ژوند واخیست. دوی د شهیدانو کورنیو سره د ډاډګېرنې او زیانمنو ته د سملاسي مرستو په رسولو د ټینګار ترڅنګ په ډاګه کړه چې حکومت دي په قانوني او معیاري ډول د کانونو د استخراج زمینه برابره کړي او په خپل سر د کانونو د کیندلو او د زورواکو او قاچاقبرانو له خوا د دي د غلاوو مخه ونیسي ترڅو دا ډول ناورین رامنځ ته نه شي.

دغه راز په غونډه کې له جدې څخه قطر ته د سولې د خبرو اترو د ځای د بدلون په اړه هم خبرې وشوې او وویل شول چې پاکستان په دې مسله کې ښکېله ده او هڅه کوي چې طالبانو ته لا زیات مشروعیت ورکړي او له دې بهیر څخه د ځان په ګټه کار واخلي چې باید پر پاکستان او طالب اورپکو فشارونه راوړل شي ترڅو په طبیعي ډول د سولې بهیر ته غاړه کیږدي.

18-Jadi97-JAL2.JPG

په غونډه کې بهرني خصوصي سکتور ته د وزیر محمد اکبر خان روغتون د سپارلو په اړه د حکومت پرېکړه چې د مشرانو جرګې پلاوي د روغتون د ډاکټرانو، کارکوونکو او خلکو سره د لیدنې پر مهال تر لاسه کړه چې په هیڅ دلیل عمومي فکرونه آماده نه دي چې دغه روغتون تجزیه او ادغام شي او ځمکه یې خصوصی سکتور ته ورکړل شي، خو په هغو خبرو کې پرون د شکایتونو د اورېدو په کمیسیون کې د روغتیا وزارت معین سره ترسره شوې وویل شول چې د وزیر محمد اکبر خان روغتون پراخه خالي ځمکه لري او کابل کې د یو معیاري روغتون جوړیدو ته د اړتیا له مخې دي له یاد شرکت سره موافقه وشي ترڅو د وزیر محمد اکبر خان روغتون په ساحه کې یو نوی روغتون په همدې نوم او نښان داسې جوړ شي چې پخوانۍ روغتون تخریب نه شي.

کندهار ولایت ته د جنرال عبدالرازق خان د وژنې د علل او عواملو د څیړنو په موخه د مجلس د  پلاوي په لیږد ټینګار، د هیواد یو شمیر ولایتونو کې د واورو ورښت څخه هرکلې، د کورنیو بیځایه شویو او بیرته راستنیدوکو ستونزو ته په رسیدګۍ ټینګار، عدلي او قضایي ارګانونو ته د یو شمیر هغو انتخاباتي چارواکو په پیژندنه ټینګار چې پر وړاندې یې شکایتونه شتون لري، امنیتي مساعدې فضا کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په جوړېدو ټینګار، د زور واکو له خوا د برښنا د پور په ورکړه ټینګار، د برښنا د یو شمیر میتر لوستونکو له خوا د برښنا لګښت د ناسم سنجش، مجاهدینو ته د مرستو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د محرم رپوټ څخه یادوونه، د پاکستان د ویزې اخیستو په وخت د اداري فساد د شتون، د ونډې پر بنسټ دولتي ادارو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د بورسونو په برابرولو ټینګار، د ډیورند په فرضی لیکه د ستونزو په اړه د اروپا اتحادیې پارلمان د مرستیال د خبرو څخه یادوونه او د افغانستان حق د بیرته ورکړې او ځینې نورو مسایلو په اړه بحثونه وشول.

د آزادو بحثونو په پای کې د عمومي غونډې د وړاندیز پر بنسټ پرېکړه وشوه چې د مشرانوجرګې پلاوی دي د جنرال عبدالرزق خان د شهادت قضیې د څیړنو په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړي.

فضل هادي مسلم یار د بدخشان پیښې د غم ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده او ټینګار یې وکړ چې د هیواد کانونه باید په تخنیکي او معیاري ډول وکیندل شي او هم دي د بدخشان د کانونو قراردادي شرکت د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي.

18-Jadi97-JAL3.JPG

د مجلس رئیس د کورنیو چارو وزارت له خوا د ځینو تورنو کسانو د نومونو د خپرولو په اړه وویل، غوره به وي چې د خبرو او شعارونو پر ځای عمل وشي، هر څوک چې عامه نظم خرابوي او ښاریانو ته سرخوږی جوړوي، تر څېړنې لاندې ونیول شي ځکه د قانون پلي کول د یاد وزارت کار دی او باید د اسنادو او شواهدو سره سم د تورنو کسانو په نیولو کې لاس په کار شي.

د غونډې په پای کې سناتور عبدالطیف نهضت یار د ننګرهار او لغمان ولایتونو د امنیتي، ټولنیز او ورځنیزو برخو کې د خلکو د ژوندانه د وضعیت او سناتور لطف الله بابا د آریانا افغان هوایی شرکت د وضعیت د څرنګوالي څخه د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون ترلاسه شوی موارد او رپوټ وړاندې کړل او ټاکل شوې چې مکمل تفصیل یې د کمیسیونونو په رپوټونو کې خپور شي.