اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د سلواغې ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۱۷ نېټه

د مشرانوجرګې لومړي نائب محمد علم ایزدیار نن له غرمې مخکې د جلا جلا کتنو په لړ کې د پوهنې وزارت د چارواکو کړنې وستایلې .

17-Jadi97-MUL1.JPG

په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د مقام رئیس، مالي او اداري رئیس د هېواد د پوهنې د وضعیت په اړه د خپلو معلوماتو په لړ کې وویل، په روان کال کې د پوهنې په معیاري جوړونې او د فساد سره د مبارزې په برخو کې موثرې برنامې ترلاس لاندې ونیول شوې او دغه راز د یاد وزارت د مشرتابه په نوښت د روان کال څخه لس راتلونکي کلونه د پوهنې د لسیزې په نوم ونومول شول .

همداراز چارواکو په روان کال کې د یاد وزارت د ۸۵ سلنې د بودجې د مصرف څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د ښوونیز نصاب په بیا کتنه کې لازمې هڅې ترسره شوي .

17-Jadi97-MUL2.JPG

د مشرانوجرګې لومړي نائب په داسې حال کې چې د پنجشیر ولایت د پوهنې رئیس هم ګډون درلود، د لازمې متوازنې تعلیمي او تحصیلي پراختیا د ټینګار سربېره، په ټولنه کې د معنوي سرمایې په اړه د ښوونکي پر مقام بحث وکړ ډاډ یې ورکړ چې مشرانوجرګه هر ډول همکاریو ته چمتو ده .