اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د سلواغې ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۱۷ نېټه

د مشرانو جرګې د کمېسیونونو په غونډو کې بېلا بېل موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول .

د قاري میر حاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو چارو د کمېسیون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څېړلو سربېره د مشرانوجرګې د دارالانشا د لوی ریاست د مالي او اداري مسایلو په اړه بحث ترسره او ټینګار وشو چې د دارالانشا مالي او اداري مرستیال، د مالي خدمتونو رئیس دي د مالي او اداري مسایلو په تړاو د ۱۳۹۷ کال د کاري پلان په اړه د کمیسیون په یوې غونډه کې ګډون او څرګندونې وکړي. د غونډې په بله برخه کې د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا لیک مطالعه او په اړه یې اړینې پریکړې وشوې.

17-Jadi97-Emtiazat.JPG 

د مېرمن نفیسی سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د معلولینو د غوښتنو په اړه چې د کابل د نوي ښار په سیمه کې یې د تحصن کیږدي وهلي ده، خبرې ترسره او څرګنده شوه چې د مشرانوجرګې عمومي غونډې او اړونده کمېسیون کې د دوی د غوښتنو د مطرح کیدو سره سره تر اوسه د دوی غوښتنو ته لازمه رسیدګي نه ده شوې.

د کمېسیون غړو یو ځل بیا د اړوندو ارګانونو وغوښتل د تحصن کوونکو غوښتنو ته دي رسیدګي وکړي او زیاته یې کړه که چېرې د دوی غوښتنې غیر قانوني وي معلولین دي خپلې خېمې ژر تر ژره د نوي ښار له پارک څخه لیري کړي تر څو د ژمي د سړې هوا له امله په کومې ناروغۍ اخته نه شي.

همدا راز په غونډه کې د کمېسیون غړو د امنیتي ځواکونو د شهیدانو وارثانو ته د کوپون د وېش بهیر څخه قدرداني څرګنده کړه او د دې بهیر د عادلانه وېش په برخه کې یې د روڼوالي غوښتونکې شول.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د یوې حویلۍ په اړه د شهیدانو  د وارثانو د عرض پاڼې په تړاو خبرې ترسره او وپتییل شوه د موضوع د لا روڼتیا په موخه دي د مالیې وزارت د املاکو رئیس او د یاد وزارت د پلټنې رئیس، د کابل ښاروالۍ استازی، د کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحیې رئیس، د پنځمې امنیتي حوزې آمر او د عارض استازی دي د مرغومي د دوه ویشتمې نېټې په غونډه کې راوبلل شي.

د غونډې په پای کې پر راغلو عرض پاڼو او مکتوبونو بحث ترسره او د اجراآتو په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شوې.

17-Jadi97-Malolin.JPG 

د مېرمن صدیقی بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې، څرګنده شوه چې د افغانستان خلک د هېوادوالو د ملي وثیقې په توګه د اساسي قانون له اونۍ څخه د لمانځنې په درشل کې دی نو لازمه ده چې ټول هېوادوال د یاد قانون د ټولو احکامو او مندرجاتو څخه خبر وي چې د دې مسلې د تحقق له پاره اړتیا شته چې د ټولیزو رسنیو ټول چارواکي په یاده برخه کې ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي ترڅو د هېواد ښځینه او نارینه د یاد قانون له ګټو برخمن شي.

17-Jadi97-Zanan.JPG 

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون په غونډه کې،  د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رئیس په حضور سره د حاجیانو د لېږد د بهیر د څرنګوالي په اړه بحثونه وشول.

د حج او زیارت رئیس وویل، د سږني کال د حج بهیر د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ د تدارکاتو ملي ادارې ته سپارل شوی چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج او زیارت ریاست چارواکي له دوی سره همکاري کوي، نوموړي د څرګندونو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، په ولایتونو کې د حاجیانو ونډه د مرکزي احصائیې پر بنسټ ویشل کیږي چې په اوسنیو شرایطو کې یې بدلون هیڅ امکان نه لري.

نوموړي زیاته کړه چې مخکې لارښود استادان د کانکوز آزموینې د ورکړې وروسته ګمارل کیدل چې په یاد بهیر کې اویا سلنه د جوماتونو امامان او دېرش سلنه یې د شرعیاتو د پوهنځي فارغین ګمارل کیدل، چې دم ګړۍ دغه بهیر د اړوندو چارو په شان د ملي تدارکاتو کمېټې ته سپارل شوی دی.

د کمېسیون غړو د نوموړي د څرګندونو د اورېدو وروسته ټینګار وکړ چې د حج بهیر کې دي د غیر حاضرانو او د ښوونکو د ګمارنې موضوع د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پخوانۍ کړنلارې سره سم ترسره شي، ځکه دغه بهیر د تدارکاتو د ملي کمېټې له خوا زیات وخت ته اړتیا لري.

17-Jadi97-Adli.JPG 

د محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو د کمیسیون په غونډه کې، د والي او نورو چارواکو له خوا په پکتیکا ولایت کې د کوچیانو د څړځایونو د غصب او اجارې ورکولو په اړه عرض پاڼه تر څېړنې او بحث لاندې ونیول شوه .

 دغه راز د کمېسیون غړو د نمرو د وېش په اړه د لغمان ولایت د بابا سیمې د کډوالو د ښارګوټي د اوسیدونکو شکایت وڅیړه، پرېکړه وشوه چې د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دي د یاد ولایت د کډوالو چارو او د ښارګوټي رئیسان دي د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي .

همداراز د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالی د شپو کلي په یوه کان کې چې د ځمکې ښویدنې له امله زموږ یو شمیر هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی،  د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواشیني څرګنده او له اړوندو ارګانونو یې وغوښتل ترڅو د زیانمنو کسانو سره سملاسي مرستې ترسره او د دې ډول پیښو په مخنیوي کې له وړاندې تدابیر ترلاس لاندې ونیسي . د غونډې په پای کې پر راغلو عرض پاڼو او مکتوبونو بحث ترسره او د اجراآتو په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شوې.

17-Jadi97-Aqwam.JPG 

د الحاج لطف الله بابا مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې ټاکل شوې وه د کابل ښاروالۍ اړوند ځینې مسایل د یادې ادارې سرپرست سره مطرح شي چې په خواشینۍ سره نوموړي د کمېسیون د نن ورځې په غونډه کې ګډون ونه کړ او موضوع راتلونکې ناستې ته وځنډول شوه.

د غونډې په بله برخه کې د باربد ساختماني شرکت شکایت د ا قتصاد وزارت د انجوګانو رئیس او په افغانستان کې د آغا خان پرمختیایی بنسټ رئیس سره په بحث کې مطرح شو.

یاد شرکت وایی چې د آمو سید د غاړو ځینې سیمې جوړي کړي خو پیسې یې نه دي و رکړل شوي، د آغا خان پرمختیایی بنسټ رئیس د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وویل، دغه مسله په تاجکستان هېواد کې د آغا خان پرمختیایی دفتر پوري تړاو لري چې باید له هغې لاري وڅېړل شي.

کمېسیون د دواړو لورو د څرګندونو په اورېدو سره موضوع راتلونکې ناستې ته وځنډوله تر څو د دغې مسلې په اړه د وړاندي شویو اسنادو او مدارکو په وړاندی کولو سره بحث او اړینې پرېکړې وشي.

د غونډې په بله برخه کې د افغان بیسیم او اتصالات مخابراتي شرکتونو د چارواکو سره د هېواد په بېلا بېلو څنډو کې د مخابراتي فعالیتونو د پراخوالي او خدمتونو د وړاندي کولو په برخو کې بحثونه وشول او تینګار وشو چې یاد چارواکي دي د یوې اونۍ په اوږدو کې د مطرح شویو مسایلو په اړوند کمېسیون ته په لیکلي ډول رپوټ وړاندي کړي.

د غونډې په پاي کې د څښاک د اوبو د نشتوالي له پلوه د دریمې ناحیې اړوند د اتاترک ماشومانو روغتون شاته د غازی محمد جان خان جامع جومات د یوسلو شلو کورونو شکایت د کابل ښار د اوبو رسولو رئیس سره مطرح شو.

د کابل ښار د اوبو رسولو رئیس د څرګندونو د وړاندی کولو تر څنګ په یادې سیمه کې د ابو رسولو سیستم زوړوالي د اساسی او عمده وو ستونزو څخه په ډاګه کړ او ویې ویل، ددی ستونزې څخه د وتو له پاره پلان لرو چې په نوی کال کې دغه ستونزه د نویو پیپونو په لګولو سره په اساسی توګه حل کړي خو اوس چې ژمی دي او د کابل پوهنتون هم زیاتو اوبو ته اړتیا لري دغه اداره هوډمنه ده چې د کابل پوهنتون د اوبو یوه برخه هره ورځ د یادو کورنیو په واک کې ورکړي چې دغه څرګندونې د کورنیو له خوا د منلو وړ وګرځېدې.

17-Jadi97-Mukhabirat.JPG 

د انجنیر جاوید رووف په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمیسیون په غونډه کې، د عدلیې او هوانوردی وزارتونو مرستیالان، د بهرنیو چارو وزارت د حقوقو او معاهداتو رئیس او د اروپایي، امریکا او استرالیا هیوادونو د دسک مسؤل د افغانستان او عراق دولتونو ترمنځ د هوایي خدمتونو د هوکړې او د افغانستان او د سویس فدرال شورا ترمنځ د تخنیکي مساعدتونو، مالي همکاریو او بشري مرستو په اړه بحث ترسره او نظرونه وړاندې شول چې په پایله کې د موافقتنامو په اړوند یو لړ وړاندیزونه ارایه او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول .  

17-Jadi97-Bio.JPG 

د عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، کلتوري، پوهنې او لوړو زده کړو چارو د کمیسیون په غونډه کې، د ښوونکو د میاشتني حقوقو او امتیازونو او د رتبو قانون د نوي سیستم په اړه د دوی وړاندیزونه، په ګرم سیرو ولایتونو کې د زده کوونکو ستونزې په خاصه توګه د کتابونو د نه ورکړې په اړه خبرې وشوې او د کمیسیون پرېکړه پر دې وشوه ترڅو یاد شوي ستونزې د پوهنې وزارت له اړوندو مسؤلینو سره مطرح شي همداراز د لوړوزده کړو له وزارت څخه وغوښتل شول ترڅو د بورسیو د عادلانه وېش، د دولتي او خصوصي تعلیمي بنسټونو د فارغانو لپاره زمینه برابره کړي .  

17-Jadi97-Farhangi.JPG 

دغه راز په غونډه کې په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د دوی ستونزې په خاصه توګه د لوړ فیس او اضافه ټکس د دوهم چانس او د آزموینو پر لګښتونو خبرې وشوې، ټینګار وشو چې د لوړوزده کړو وزارت دي له خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه نظارت ولري او خصوصي تحصیلي موسسات اړ دي چې د قانون او مقرراتو پر بنسټ د محصلینو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي .