اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د كب ۲۸ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۱۶ نېټه

د مشرانوجرګې درئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ ، دیادي جرګې دیکشنبې ورځي په غونډه کې،د دونالد ترمپ د څرګندونو پر وړاندي د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ وشو.

16-Jadi97-JAL1.JPG

په غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د افغان حکومت د دریځ او اعلامیې څخه ملاتړڅرګندشو؛ نوموړي په خپلو خبروکې پر افغانستان د پخواني شوروي تیری موجه ګڼلې او د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د سملاسي وتلو هوډ لري، دمجلس غړو په دي اړه زیاته کړه چې باید د امریکا دمتحده ایلاتو جمهور رئیس زموږ د ولسونو قربانۍ له پامه ونه غورځوي او د افغانستان د خلکو جهاد او ارزښتونو ته سپکاوی ونکړي، ځکه چې د افغانستان آزاد او سوله غوښتونکې ملت د امریکا او نړیوالي ټولنې په ملاتړ، د پخواني شوروي د تیري پر وړاندې د مقدس جهاد په مهال، د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره په لکونوافغانان شهیدان ورکړل او په همدي شمیرنوريي معلول شول چې د افغانانو دي سرښندنو،غربي هېوادونه د کمونیزم له خطر څخه وژغورل.

همدا راز سناتورانو وویل چې د افغانستان خلک د امریکایی ځواکونو د وتلو څخه هرکلی کوي؛خو دغه وتل باید د افغان دولت په هوکړه او د امنیتي تړون په پام کې نیولو او مهال وېش سره سم ترسره شي.

د غونډي په بله برخه کي د وزیرمحمد اکبرخان روغتون د ډاکټرانو او متخصصینو شکایت، د ډاکټر زلمي زابلي له خوا په داسي حال کې چې ددي روغتون یوشمیر متخصص طبي پرسونل د مجلس په ګالرۍ کې شتون درلود؛ وړاندې او وویل شول چې د وزیر محمد اکبر خان روغتون د ملي او تاریخي پانګو څخه دی او په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د هډوکو د تخصص یوازنی روغتون دی، چې هره ورځ د ترافیکي، ځانمرګو او چاودنو پیښود لسګونو ژوبل کسانو درملنه کوي او همدارازپه یاد روغتون کې د هېواد د روغتونونو لپاره ګڼ شمېر متخصص ډاکټران روزنه ترلاسه کوي، له خصوصي سکتور سره د دي روغتون یوځای کول په هر دلیل چې وي، د ملي ګټو خلاف عمل دی او په اوسنیو حالاتو کې به د ټپیانو د درملنې لپاره جدي تشه رامنځ ته کړي اوپه دي کار دنیوکي ترڅنګ يي ټینګار وکړ چې ددي اقدام مخه باید ونیول شي.

16-Jadi97-JAL3.JPG

ویل کیږي چې د دغه روغتون د تخلییې هدایت د عامي روغتیا وزارت له خوا صادر شوی چې داخله سرویس یې د برچي روغتون، جراحی یې د استقلال روغتون او اورتوپیدي سرویس یې د جمهوریت روغتون سره یو ځای کیږي، همدارازځمکه یې په یوه اماراتي سوداګر پلورل شوې ده ترڅو په دي ځای کي یو خصوصي روغتون ورغوي.

همدا راز په آزادو بحثونو کې د ستر پاسوال عبدالرازق د وژنې په جدي څېړنو ټینګار، د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د ستونزي په اړه د مشرانو جرګې د اړوندو کمېسیونونو له خوا د یاد وزارت د کارکوونکو غوښتنو ته رسیدګي، د ټولټاکنو د جوړېدو د وخت د بدلون له امله د جمهوری ریاست د نوماندانو د نوم لیکنې ځنډول، په ننګرهار ولایت کې د مسولو ارګانونو له خوا په معاملاتوکې د بهرنیواسعارو په راکړه ورکړه نیوکه، د ملکي تلفاتو څخه د مخنیوی په خاطرد شپنیو عملیاتو د موخو په مشخصیدو ټینګار، د کورنیو چارو وزارت کې د وروستیو اجرااتو مثبت ګڼل، په تخار او بغلان ولایتونو کي د ټولټاکنو د نوماندانو اعتراض ته په رسیدګي ټینګار، په کابل او ننګرهار کې په سوداګریزو سیمو کې د وروستیو اور لګېدنو د علتونو او عواملو څیړل او ځینې نور مسایل وو چې مطرح شول.

د یادو مواردو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئیس ټینګار وکړ چې د جنرال عبدالرازق د شهادت د قضیي څیړنه دي د مجلس له خوا جدي تعقیب شي اوټینګاريي وکړ چې مسوول چارواکي دي دا موضوع وڅیړي په دي اړه  خلکوته اړین معلومات ورکړي.همدارازدغونډي ریس د عملیاتو په وخت د ملکي خلکو د تلفاتو د غندلو تر څنګ د امنیتی سکتور د مشرتابه د جدي تدابیرو غوښتونکې شول.

فضل هادي مسلم یار دهېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو چلند د شرم وړوګاڼه او ویې ویل چې د حکومتي اړوندو بنسټونو تر څنګ،خلک هم جدي مسئولیت لري چې د خپل ملي هویت د ساتلو او رواجولو له پاره چې د افغانیو پیسو چلښت دي، لاس په کار شي.

دمشرانوجرګې ریس زیاته کړه، خلک د رڼو او برېښنایی ټاکنو د جوړیدو غوښتونکې دې، باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسی جرګې په ټولټاکنو کې نیمګړتیاوې او ستونزې په راتلونکو ټاکنو کې بیا تکرارنکړي.

16-Jadi97-JAL2.JPG

د مجلس رئیس  د منشی نایب ډاکټر فیصل سمیع او سناتوران هر یو ډاکټر زلمې زابلی او ډاکټر باختر امین زی وګماره تر څو د عامه هوساینې کمېسیون سره په همکارۍ د وزیر محمد اکبر خان روغتون د ادغام موضوع له نږدي وڅېري او د اړوندو چارواکو نظریې دي ترلاسه کړي، تر څو وروسته د یادې موضوع په تړاو اړینې پرېکړي وشي اوټینګار يي وکړچې د عامي روغتیا وزارت دي،د مشرانو جرګې د پلاوی د څیړنو تر پایلو پوري،د دي روغتون د تخلیې او ادغام بهیر وځنډوي.

د مجلس ریس د افغانستان په تړاو د امریکا د جمهور رئیس وروستۍ څرګندونې وغندلې او دغه یې د افغانستان د مسلمان ملت بی شمېره قربانیو ته سپکاوي وګاڼه او زیاته یې کړه چې د خلکو مقدس جهاد د وخت د شوروي د ماتې او د دغه نظام تر حاکمیت لاندي د یو شمېر نوروهېوادونو د آزادۍ باعث شو، چې د دي هیوادونو آزادي د افغانستان د مجاهد ملت دسرښندنو ویاړ دی.

دمشرانوجرګې ریس څرګنده کړه، که چېري د امریکا متحده ایالات د افغانستان د روانې جګړې څخه ستړي شوې وي او د دی هېواد څخه د وتلو هوډ لري، باید دغه وتل د امنیتی تړون او د افغان دولت سره په هوکړه کې د مدون مهال وېش سره سم عملي کړي.

همدا راز د مجلس ریس په اوسنیو حساسو شرایطو کې د هېواد د سیاسیونو او مشرانو څخه وغوښتل تر څو داخلي سیالۍ او رقابتونه یوي غاړي ته کړي او د هېواد او خلکو د یووالی او سولي د تامین په لار کې دي هلي ځلي وکړي.

د غونډې په پاي کې سناتور حاجی محمد حنیف حنفي د یوې کورنۍ د شپږو تنو غړو د شهادت په اړه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ څخه د مشرانو جرګې د شپږ کسیز پلاوی رپوټ وړاندي کړ.

په رپوټ کې راغلي چې پلاوی د دغې ناوړه جنایت په اړه د پوځي او ملکي چارواکو ، قومي مشرانو، عینی شاهدانو سره د کتنې وروسته ، ویل شوي چې د نعمت ټنیوال په مشرۍ د کورنیو او بهرنیو ګډو ځواکونو یوي ډلي په ډیر بی رحمۍ سره د حاجی نعیم فاروقی په کور برید وکړ او د نوموړي په ګډون یې د ده د کورنۍ شپږ غړي چې دری زامن یې محصلین ووپه بی ګناه توګه شهیدان کړل، خو د پکتیا ولایت سیمه ییز او امنیتی چارواکي په دي برخه کې بی خبری څرګندوي او وایی چې په دي اړوند دوي ته هیڅ خبر نه دي ورکړل شوې.

ددي رپوټ تفصیل به د مجلس د کمیسیونونو په خبرونو کې خپور شي.

 16-Jadi97-JAL4.JPG