اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د سلواغې ۱ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۱۵ نېټه

د مشرانوجرګې د نن ورځې دکمېسیونونو په غونډوکې په اړونده مواردو بحثونه وشول.

د محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو چارو د کمیسیون په غونډه کې، د افغانستان او عراق هېوادونو ترمنځ د هوایي خدمتونو د هوکړه لیک په اړه بحث او د تائید وړ وګرځېد .

 دغه راز د کابل ښار عبدالحق څلور لارې ته څېرمه او د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې په هغو اورلګېدنو چې له امله یې هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل، بحث وشو او د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ له حکومته وغوښتل شول چې یادې پیښې په جدي توګه وڅیړي ترڅو په راتلونکي کې د دې ډول ناوړو پیښو مخه ونیول شي .

همدا راز د کمیسیون غړو په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د واورې له اورښت څخه د خوښۍ د څرګندولو سربېره له اړوندو بنسټونو وغوښتل چې په هیواد کې له اړمنو، بې سرپناه کوچیانو، او کډوالو سره لازمې مرستې ترسره کړي .

15-Jadi97-Aqwam.JPG 

د عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون په غونډه کې، راغلو عرض پاڼو ته د رسیدګۍ سربېره، د لغمان او ننګرهار ولایتونو څخه د کمېسیون د غړو د سفر د پایلو  او د ارشاد، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې له ریاستونو علمي او اکاډمیکو بنسټونو څخه د پلاوي د کتنې په اړوند خبرې وشوې .

15-Jadi97-Farhangi.JPG 

د قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو چارو د کمېسیون په غونډه کې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د عراق اسلامي جمهوري دولت تر منځ د هوایی  خدمتونو هوکړه لیک په اړه بحث او لازمې پریکړې وشوې.

د غونډې په بله برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د وروستیو څرګندونو په اړه وویل شول چې د افغانستان په خاوره د سره پوځ د تیري وروسته د دې هېواد مسلمانو ولسونو د خپلې آزادۍ په موخه ملي پاڅون وکړ او په پایله کې د وخت شوروي د تاریخي ماتې سره مخ شو.

پر دې بنسټ کمېسیون د بهرني سیاسیونو څخه وغوښتل ترڅو د خپلو خبرو په وخت عیني واقعیتونه په پام کې ونیسي او د افغان ملت د بی ساریو قربانیو ته درناوی وکړي.

په پای کې د هېواد د اساسي قانون له اونۍ څخه د لمانځنې په اړه بحث او د اړوندو بنسټونو وغوښتل شول ترڅو د قانون پوهاوي او پلي کیدو په برخه کې ګټور پروګرامونه په لاره واچوي.

15-Jadi97-Emtizat.JPG 

د مېرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې، د حکومت په پرېکړو او مشرتابه کې د ښځو د رول او ګډون په اړه بحث او څرګنده شوه چې په مهمو برخو کې د ښځو ګمارل به په ادارو کې د مثبتو بدلونونو پایلې رامنځ ته کړي او کمېسیون د حکومت دغه اقدامات وستایل.

د غونډې په بله برخه کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د شهیدانو د وارثانو دوولسو زرو کورنیو باندې د کوپون د وېش په اړه د جمهور رئیس اقدام یو مثبت ګام وګڼل شو، هیله څرګنده شوه چې دغه بهیر دې په نږدې راتلونکې کې د پلي کیدو وړ وګرځي.

15-Jadi97-Zanan.JPG 

د نفیسې سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د معلولینو د تحصن په اړه چې یوه میاشت کیږي دکابل شهرنو سیمه  کې یې په تحصن لاس پورې کړی خبرې وشوې او له حکومته وغوښتل شول چې د دوی قانوني حقوق پر ځای کړي او څرګنده شوه چې د مشرانو جرګې عمومي غونډه او اړونده کمېسیون کې د دوی د غوښتنو د مطرح کیدو سره سره تر اوسه د دوی غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې، د کمېسیون غړو یو ځل بیا د اړوندو چارواکو څخه وغوښتل چې د دوی غوښتنو ته پاملرنه او رسیدګي وکړي.

همدا راز په غونډه کې د جنوري د څلورمې د بریل لیک د نړیوالې ورځې څخه یادوونه وشوه او وویل شول چې له دې ورځې څخه لمانځنه د نه لیدونکو دپوهې لوړ مقام ته درناوی دی او هیله یې څرګنده کړه چې د بریل لیک د روزنې او پالنې بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پراخ شي ترڅو زموږ نه لیدونکې هېوادوال د سواد له روزنې څخه محروم نه شي.

د غونډې په بله برخه کې د شهیدانو کورنیو له پاره د کوپون د وېش بهیر څخه خوښي څرګنده شوه او دا اقدام د پوځي ځواکونو د کورنیو څخه ملاتړ وګڼل شو او هیله څرګنده شوه چې د معلولینو دکورنیو لپاره دې هم کوپون په پام کې ونیول شي.

په پای کې د کمېسیون غړو د افغان سولې د خبرو اترو بهیر په اړه خبرې اوڅرګنده یې کړه چې افغان ولسونه له جګړې ستړي شوي او د ټولو ښکېلو لورو یې وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي ترڅو هېوادوال وکولای شي په آزاد ډول خپل ورځني ژوند ته دوام ورکړي.

15-Jadi97-Malolin.JPG 

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي اوقضایي چارو د کمېسیون په غونډه کې، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د عدلي طب د خدمتونو د وضعیت د څرنګوالي په اړه د خپاره شوي رپوټ په هکله بحث وشو.

په رپوټ کې یادوونه شوې چې په اتلسو ولایتونو کې د عدلي طب مرکزونه فعال او په پاته ولایتونو کې د عدلي طب خدمتونه په ولایتي روغتونونو کې د غیر مسلکي افرادو له خوا په لومړني شکل ترسره کیږي، د دغه مرکزونو ځانګړي ستونزې د ودانۍ نشتوالی،دتشکیل کمښت،د لابراتوارونو او نقلیه واسطو کمښت ګڼل شوی او هم د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو په لوړېدو ټینګار شوې دی.

د کمېسیون غړو د رپوټ له مطالعې وروسته ټینګار وکړ چې د مالیې وزارت دې د بودجې، دعامې روغتیا وزارت دې د وسایلو دکمښت او امنیتي سکتور دې په هېواد کې د عدلي طب د مرکزونو د امنیت د ټینګښت په اړوند لازمه پاملرنه وکړي.

 15-Jadi97-Adli.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې، په ننګرهار ولایت کې د کریم او صابون د ډولونو د تولیدونکې عابدالله ناصري شرکت د رئیس عرض پاڼه مطالعه او وپتییل شوه چې د یاد شرکت عرض پاڼه دې د اړوندو چارواکو سره تربحث لاندې ونیول شي.

15-Jadi97-Mali.JPG 

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو دکمېسیون غونډې، په کابل ښار کې د برښنا د پرېکون او په غیر عادلانه ډول د برښنا د وېش او یو لړو نورو مواردو په اړه د افغانستان برشنا شرکت عمومي ر ئیس او د کابل برښنا رئیس څخه یو لړ پوښتنې مطرح کړې.

په سر کې د کمېسیون رئیس څرګنده کړه چې د امکاناتو او  پانګونو سره سره د افغانستان برښنا شرکت نه دی توانیدلی ترڅو د کابل ښار د اړتیا وړ برښنا تامین کړي او تل د پلازمینې اوسېدونکې د ژمي په موسم د برښنا له کمښته سر ټکوي، همدا راز د برښنا د غیر عادلانه وېش په اړه یې هم نیوکې وکړې.

ورپسې د برښناشرکت چارواکو وویل، په روان کال دافغانستان برښنا شرکت په پیرودونکو اتیا زره میترونه وېشلي او د اتو نورو ولایتونو برښنا یې هم د برېښنا ملي شبکې سره تړلې، دوی زیاته کړه چې د روان کال په ژمي کې د برېښنا پرېکون د تیرو کلونو په پرتله کم شوی او دغه شرکت هڅه کوي تر څو افغانستان ته د تاجیکستان د وارداتي برېښنا ولتاژ زیات کړي او له بلې خوا د شرکت پلاوی د ازبیکستان لوري سره هم د خبرو په حال کې دي.

دوی څرګنده کړه چې دم ګړۍ د حرارتي برېښنا انرژۍ څخه هم ګټه اخیستل کیږي او کمېټه ګمارل شوې تر څو په کابل ښار کې د برېښنا عادلانه وېش څخه څارنه او خپل رپوټ د افغانستان برېښنا ریاست ته وړاندې کړي.

ورپسې سناتورې فاطمې نظري څرګنده کړه چې شاوخوا درې شپیته زره کورنۍ د دیارلسمې ناحیې د باغبانانو اونچي سیمه کې دیوې میاشتې راهیسې له برېښنا بی برخې دي چې چارواکو په دې برخه کې ژمنه وکړه چې په نږدي راتلونکې کې به یادې ستونزې ته رسیدګي وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د ترانسپورټ، ټولګټو وزارتونو، د ملکي هوایی چلند ادارې، د اوسپنې پټلۍ ادارې او د ترافیکو ریاست د یو ځای کیدو په اړه د ولسمشر فرمان په اړه بحث او وپتییل شوه چې چارواکي دې په یوې راتلونکې ناسته کې استجواب شي.

15-Jadi97-Mukhabirat.JPG 

په پاي کې پرېکړه وشوه د ښار جوړونې او ځمکوالۍ چارو وزیر دې د بودجې د لګښت، لاسته راوړنو، د استوګنې ښارګوټو د تکمیلیدو او د آریانا افغان هوایی شرکت رئیس دې د ټکټونو د بیو د لوړوالي، د نوي یوې الوتکې د پیر، الوتنو کې د ځنډ او د یاد شرکت د عوایدو په اړه دې د کمیسیون  په راتلونکو غونډو کې ځوابونه ووایيي.