اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۲۷ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۱۲ مه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د نفیسې سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څېړنې سربېره د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د وېش په اړه د جمهوري ریاست د حکم څخه هرکلی وشو او څرګنده شوه چې دغه حکم د هغو کورنیو د غړو له پاره چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي، باید عملي شي. دغه راز په غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اوعراق جمهوري دولت ترمنځ د هوایي خدمتونو هوکړه لیک مطالعه او د تائید وړ وګرځید. د غونډې په وروستۍ برخه کې د کمېسیون غړو د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د ضربتي ځواکونو عملیات چې په پایله یې کې څو تنو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ په کلکو ټکو وغندل شول او ټینګار وشو چې باید د دا ډول عملیاتو له تکرار څخه دي مخنیوی وشي.

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون په غونډه کې، د عامې روغتیا وزارت د (ډي ان اې) د سرپرست او سلاکار او د عدلي طب د حیاتي برخې د مسئول په حضور سره د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ماشومانو د عمر د تعین او په دې برخه کې د ستونزو په اړه یو لړ موارد مطرح شول، چارواکو د څرګندونو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل د هېواد د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه په اتلسو ولایتونو کې د عدلي طب مرکزونه فعاله دي چې د افرادو د سن ټاکل د عدلي طب د ډاکټرانو په واسطه د عمر د ودې او نړیوالو تکس بوکونو له خوا ترسره کیږي او زیاته یې کړه یو شمېر هغه افراد چې د عمر د تشخیص او تثبیت له پاره د عدلي او قضاییی ارګانونو له خوا عدلي طب ته راستول کیږي، نوي سلنه یې د اتلسو کلونو پورته وي. د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست د ( ډي ان اې) سلاکار په استندرد ډول د عمر د ټاکلو په برخه کې وویل چې باید د عمر ټاکل د نړیوالو معیارونو یعنې( ډي ان اې) معاینې په واسطه ترسره شي خو په خواشینۍ سره د لابراتوار د تقویې له پاره کافي بودجه نه لرو. د کمېسیون غړو د عدلي طب د لابراتوارونو د بډاینې په اړه د بودجې کمښت او تشکیلاتي ستونزې یادداشت او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د کمېسیون د مرستیالې طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپېریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې، پریکړه وشوه ترڅو د افغانستان برښنا شرکت چارواکي د کمېسیون په یوې غونډه کې د کابل په ښار کې د برښنا د غیر منظم تګ راتګ او پریکون په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي، په غونډه کې د فیسبوک او پټو پتو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه بحث ترسره او ټینګار وشو د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نوي نېټې سره سم د جمهوري ریاست د ټولټاکنو سره یو ځای په آزاد، رڼو او عادلانه ډول په لاره واچول شي او د ټاکنو کمېسیون باید د راتلونکو ټاکنو د لا ښه مدیریت په موخه لازم او اړین اقدامات تر لاس لاندي ونیسي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د متقاعدینو د حقوقو د نه ورکړې، د خصوصی اوبو رسولو شرکتونو له خوا د پیرودونکو څخه د زیاتو پیسو د اخیستو او د کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه راغلي شکایتونه تر بحث او څیړنو لاندې ونیول شول او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.

 12-Jadi97-Malolin.JPG

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمیسیون په غونډه کې، په هیواد کې د خلکو پر اقتصادي وضعیت بحث ترسره او د سوند توکو د بیو د لوړوالي په اندیښنه څرګنده شوه، چې له دې امله یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل ترڅو د هغو سوداګرو مخه ونیسي چې د ژمي په موسم کې د خلکو له مجبوریتونو څخه ګټه پورته کوي او د ډبرو د سکرو، لرګیو په ګډون د سوند توکو بیې لوړوي . د غونډې په پای کې پر راغلو عرض پاڼو او مکتوبونو بحث ترسره او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول . 

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمیسیون په غونډه کې، په کندهار، هلمند، ارزګان، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې د ملي اردو د ځواکونو د اعاشې، اباتې او تجهیز د څرنګوالي موضوع د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون له رئیس، د لوژستیک رئیس، د کشف او استخباراتو د ریاست د تحلیل او تجزیې مرستیال او د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز د پوځي محاکمو د څارنوالي له رئیس سره مطرح شوه . په غونډه کې د یادو ولایتونو د امنیت د ښه ټینګښت پر ټینګار سربیره څرګنده شوه اعاشوي مواد څنګه چې لازمه ده سرتیرو ته نه دي رسیدلي او حتی په ځینو مواردو کې له پوځي قطعاتو څخه د نقلیه وسایطو څخه تیل غلا کیږي چې باید یاد مسایل وڅیړل شي هغه کسان چې په فساد لاس پورې کوي باید وپیژندل شي عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي .

یادو چارواکو د اعاشوي موادو د لیږد د څرنګوالي په اړه د خپلو توضیحاتو په لړ کې وویل هڅې روانې دي ترڅو د هیواد په نا امنو سیمو کې د ملي اردو ځواکونه د دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته اوښتی هغه سیمې چې د تروریستانو په واک کې دي د دوی له شتونه پاک شي او زیاته یې کړه په شپنیو عملیاتو کې په ډېر شمیر سره مخالفین او د دوی لومړی درجه مشران له منځه تللي چې په ټوله کې ویلای شو چې یادو عملیاتو تر پنځوس سلنه مثبته پایله ورکړې او هڅې روانې دي . ترڅو د عملیاتو په لړ کې د ملکي تلفاتو څخه مخنیوی وشي او زیاته یې کړه د شمالشرق ولایتونو د امنیت د ښه ټینګښت په موخه پتییل شوې یو نوی قول اردو د ۵۱۷ په نامه رامنځ ته شي چې همدا اوس مهال یې د تشکیل چارې روانې دي دغه راز په غونډه کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په ملکي تلفاتو له مسؤلینو سره بحث ترسره چې چارواکو ډاډ ورکړ چې یاده موضوع به په پوره جدیت وڅیړل شي او رپوټ به یې وړاندې شي د غونډې په پای کې د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس او د هلمند ولایت د تروریزم سره د مبارزې عمومي مدیر ته د کمیسیون له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول .

 12-Jadi97-Dfai.JPG