اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د چنګاښ ۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۱۲ مه

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن په کابل کې د مصر عربی جمهوریت له استوګن سفیر هاني صالح مصطفی سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دي کتنه کې ښاغلي هاني د دواړو دوستو او مسلمانو هېوادونو د تاریخي اړیکو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، دواړه هېوادونه د دوستۍ د نوی یمه کلیزه په درشل کې دي نو پر دې بنسټ د قاهرې تر ټولو لوي تفریحي پارک کې د سید جمال الدین افغان مجسمه لګول شوي ده، همدا راز ویې ویل چې د مشرانوجرګې له خوا په کابل کې استوګن د مصری استادانو تقدیراو ستاینې په مصر کې مثبت انعکاس کړي.

12-Jadi97-MUL1.JPG

د مصر عربی جمهوریت سفیر د خبرو په دوام کې وویل، دمګړۍ شاوخوا دولس سوه افغان محصلین د مصر دجامعه الازهر او نورو پوهنتونونو کې د لوړو زدکړو په ترلاسه کولو بوخت دي او هر کال یوسلو دېرش تحصیلی بورسونه د افغان حکومت په واک کې ورکول کیږي، همدا راز روښانه یې کړه چې د کابل په الازهرانستتیوت کې نهه سوه تنه زده کوونکې په خپلو زدکړو لګیا دي چې د فراغت وروسته به د لوړو زدکړو د ترلاسه کولو په موخه مصر ته ولیږل شي.

ښاغلي هاني صالح د مشرانو جرګې رئیس ته بلنه ورکړه چې په مناسب وخت کې قاهرې ته سفر وکړي.

ورپسې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار په خپلو خبرو کې د مصر عربي جمهوریت د مرستو څخه د مننې د څرګندولو تر څنګ وویل، خوښ یم چې زموږ د هېوادونو تر منځ پخوانۍ دوستي د شاه امان الله خان غازی دورې ته رسیږي او د افغانستان ځینې سیاسی او جهادي څېرو د مصر د الازهر ټولنې څخه د فراغت اعزاز لري، همدا راز د اړوندو بنسټونو سره یې کابل کې استوګن مصری استادانو د نږدي همکاریو څخه ستاینه وکړه.

همدارنګه دمشرانوجرګې رئیس زیاته کړه باید د دواړو هیوادونو د پارلمانې پلاو د لیدنو له پاره اړینې هڅې تر سره شي او مشرانوجرګه په هروخت کې د مصري پارلماني پلاو کوربتوب او د علاقي وړ موضوعګانو په اړه خبرواو دیو اوبل دنظرونو اوریدلو  ته  تیاری لري او هم یی له نوموړي څخه غوښتنه وکړه چي افغان محصلینو ته دبورسونو په شمېر کې دي زیاتوالي راشي ترڅو زموږ ځوانان د اوسني وخت د اړتیاو له مخې په اسلامي علوموکې لوړي زدکړي ترسره کړي.

د یوبل خبر له مخې فضل هادي مسلم یار او د جرګې اداری پلاوی د ملي دفاع مخکینی وزیر او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر کړنې د مشرانو جرګې د تقدیر لیک او نښانونو په ډالۍ کولو سره وستایلې.

12-Jadi97-MUL3.JPG

د مشرانوجرګې رئیس څرګنده کړه چې د هېواد دفاعي او امنیتی ځواکونو منسوبینوپه حساسو شرایطو کې د استخباراتي ګوډاګیانو او اجنبی ترهګرو پر وړاندې خپلې سینې سپر کړي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، عزت او وقار څخه په حقه دفاع کوي او دغه جرګه د دوي له سرښندونو تل منندویه ده.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، د ملې دفاع مخکینی وزیر ارکانحرب ډګرجنرال طارق شاه بهرامي په پوره حوصلې سره خپلې اړوندې چاري په ښه توګه ترسره کړي او د ځواکونو د سوق او ادارې، د دښمن ځپونکو عملیاتو په لاره اچولو، د ملي اردو د سمبالولو او د دي ځواکونو د مورال په لوړولو کې د ستاینې وړ کړني  ترسره کړي دي.

همدا راز دمشرانوجرګې رییس د خبرو په ترڅ کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ستونزو په حل او رسیدګي په برخه کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي له کړنو څخه هم ستاینه او په نیکۍ یادونه وشوه او څرګنده شوه چې د دی وزارت منسوبین توانیدلي تر څو د اړو کسانو سره د مرستو په رسولو کې خپلې دندې او مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

12-Jadi97-MUL2.JPG

په پاي کې مسلم یارد اداری پلاوي د غړو سره یوځای  د مشرانو جرګې تقدیر لیکونه او نښانونه د ملي دفاع مخکیني وزیر ارکانحرب ډګر جنرال طارق شاه بهرامي  او د کډوالو او بېرته راستنېدونو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ته ډالۍ کړل او دوي د بریالیتوبونو هیلې وشوې.