اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د وري ۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۱۱ نیټه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د نن ورځې په عمومي غونډه کې د دولتي چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو د ثبت او اشاعې قانون د رد په اړه د جمهوري ریاست دلایل تصویب شول.

11-Jadi97-JAL1.JPG

د دولتي کارکوونکو او چارواکو د شتمنیو د ثبت او اشاعې قانون د رد په اړه د جمهوري ریاست دلایل چې د مجلس په کمېسیونونو کې تر څېړنو لاندې نیول شوې وو د  تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا وړاندې او د تصویب وړ وګرځیدل.

په آزادو بحثونو کې د غونډې رئیس او سناتورانو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ضربتي ځواکونو عملیات چې د یوې کورنۍ د څو غړو ژوند یې واخیست په کلکو ټکو وغندل شول او وویل شول، هغه اشخاص چې په دې عملیاتو کې شهیدان شوي ټول ملکي وګړي، یو تن محصل او یو یې د نوموړي ولایت د سولې شورا د ولایتي کمیټې غړی وو او زیاته یې کړه چې یاد عمل د خلکو غبرګون راپارولی، باید د دا ډول عملیاتو د تکرار څخه مخنیوی وشي او په همدې موخه پرېکړه وشوه چې د مجلس پلاوی دي په پکتیا ولایت کې دغه مسله وڅیړي او رپوټ دي غونډې ته وړاندې کړي او هم مجلس د شپنیو عملیاتو د دوام په اړه چې د ملکي افرادو د تلفاتو سبب ګرځي، اړینې پریکړې وکړې.

همدا راز په غونډه کې یو ځل بیا په هیواد کې د سولې په خبرو اترو ټینګار وشو او وویل شول چې سوله د خلکو اساسي او مهمه اړتیا ده، خو هیڅکله به په سوال ترلاسه نه شي او باید د سولې د ټینګښت له پاره ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شي او زیاته یې کړه اوس چې طالبان د حکومت له استازو سره د جدې په کنفرانس کې د سولې مذاکراتو ته حاضر نه دي، باید د حکومت استازي د سعودي عربستان په کنفرانس کې ګډون ونه کړي او حکومت له پياوړي دریځه د شته لاسته راوړنو په خوندي ساتلو سره مخالفانو سره د سولې خبرې اترې پر مخ یوسي.

دغه راز یو شمیر سناتورانو وویل، د سیمې یو شمیر هیوادونو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د پرله پسې سفرونو موخه د سولې بهیر سبوتاژ کول او د طالبانو ډلې د مشروعیت له پاره لابی ګري (کمپاین) دی چې باید د امریکا متحده ایالات او د افغانستان ټول ملاتړي هیوادونه پاکستان تر سیاسي او اقتصادي فشارونو لاندې راولي ترڅو د یاد هیواد حکومت طالبانو د خبرو اترو میز ته راکش کړي.

دغه راز یو شمیر سناتورانو د جمهوري ریاست د ټاکنو په جوړېدو کې له ځنډ څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، په یوه وخت د څلورو ټاکنو په لاره اچول د امنیتي وضعیت او د ټاکنو کمیسیون د کمزوري مدیریت پر بنسټ ستونزې زیږونکی کار دی او باید له مخکې څخه په ټاکل شوې نیټه یواځي د یوه بنسټ ټاکنې په آزاد، رڼو، عادلانه او سراسري توګه په لاره واچول شي.

په غونډه کې سناتورانو د ملي شورا او په ځانګړې توګه د مشرانو جرګې د کاری دوام په تړاو د یو شمیر حقوق پوهانو اعتراض غیر موجه وګڼه، ټینګار یې وکړ چې دغه مجلس تل د قانون سره سم عمل کړي او ورته پابند دي.

همدا راز سناتورانو د استسقا لمونځ د ترسره کولو په موخه د هیوادوالو او د جوماتونو د ملا امامانو څخه د هیله مندۍ د څرګندولو ترڅنګ د نوي زیږدیز کال مبارکي وویله، هیله یې څرګنده کړه چې نوی کال په افغانستان کې د وینو تویولو د پای کال وي.

همدا راز په آزادو بحثونو کې د سرپل ولایت د مرکز د سقوط له احتمال او یاد ولایت ته د تازه دمو سرتیزو په لیږد ټینګار، د شهیدانو او معلولینو وارثانو له پاره د کوپون د ویش په موخه د حکومت طرحې څخه هرکلې، د ملي امنیت عمومي ریاست مشرتابه کې د بدلون په راوستو ټینګار، د ولسي جرګې له خوا د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې د په وخت تصویب څخه هرکلې، د ملي مهمو مسایلو د مطرح کیدو په موخه د ملي یووالی حکومت د مشرانو سره د مجلس د غړو په ناسته ټینګار او یو لړ نور موارد وو چې د نن ورځې په غونډه کې مطرح شول.

د آزادو بحثونو د جمع بندۍ په پای کې د مجلس رئیس وویل، سوله په سوال (تضرع) سره لاسته نه راځي او باید حکومت د سولې له پاره د روانو هڅو ترڅنګ د دښمنانو پر وړاندې له پریکنده عمل څخه کار واخلي او که چیرې طالبان د جدې په کنفرانس کې د افغان د حکومت له پلاوي سره لیدنه نه کوي، باید حکومت په دې موخه پلاوی ونه لیږي.

د مشرانوجرګې رئیس زیاته کړه خلک د پاکو او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو غوښتونکي دي او باید د تاکنو خپلواک کمیسیون ملت ته د رڼو او سراسري ټاکنو د ترسره کیدو تضمین ورکړي چې د راتلونکي کال د چنګاښ په ۲۹ نیټه د څلور ټاکنو مدیریت په یوه وخت کولای شي او زیاته یې کړه که څه هم د کمیسیون وروستۍ پریکړه د ټاکنو د ځنډ به هکله د اساسي قانون سره په ټکر کې ده؛ خو د هیواد اوسني وضعیت ته په کتو، له دې بهیره ملاتړ کوو .

11-Jadi97-JAL2.JPG

فضل هادي مسلم یار د ځینو حقوق پوهانو خبرې چې د مجلس د کاري دورې د پای ته رسیدو په اړه کړي دا یې له قانونه بې خبري وبلل او و یې ویل د هیواد په اساسي قانون کې د مشرانوجرګې د جوړښت څرنګوالی تسجیل شوی او سربیره پر دې چې یو شمیر سناتوران د ولسمشر د حکم پر اساس انتصابیږي خپلو دندو ته دوام ورکوي، څو تنه په دې وروستیو کې د انتصابي سناتورانو په توګه معرفي او د انتخابي غړو کاري دوره هم پای ته نه ده رسیدلې . د غونډې په پای کې د شکایتونو د کمیسیون د رئیس سناتور محمد حنیف حنفي له خوا د هرات ولایت څخه د سفر د پلاوي رپوټ ارایه شو او پتییل شوې ترڅو یاد رپوټ په تفصیل سره د جرګې د کمیسیونونو په خبرونو کې خپور شي.