اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د كب ۲۸ مه٬ ۱۳۹۷ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۷ کال د مرغومي ۱۰ نېټه

دمشرانوجرګې منشی استاد محمدطیب عطا نن پخپل کاري دفترکې دبرک موسسې له مشر سره وکتل.

10-Jadi97-MUL1.JPG

پدې کتنه کې دیادې موسسې مشر دخپلو کړنو په اړه وویل چې د ولسې تړون د پروګرام له لاري يي په ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونوکې دولسوالیوشوراګانو په لارښونه او ملتیا یې کلیوالوته دسولري برېښنا په برابرولو، داوبو څاګانو په کیندلو، داستنادي دیوالونو په جوړولو او دکوڅو دپخولو په برخو کې مختلفې پروژې پلي کړې او هم یوشمیر نورې پرمختیايي پروژې ترکارلاندې دې چې په تطبیق سره به یې ځايي اوسیدونکو ته آسانتیاوې برابرې شي.

دمشرانوجرګې منشي استاد محمدطیب عطا ددې ترڅنګ چې دیادې موسسې دکړنوستاینه یې کوله په ډاګه کړه چې دکلونو جګړې دافغانستان زیربناوو ته زیات زیانونه واړول چې خوشبختانه له څوکلونو راهیسې پدې برخه کې هم حکومت او هم مرستندویه موسسو یولړ اقدامات کړي دي.

په پای کې استاد محمد طیب عطا دمجلس تقدیرلیک دبرک دموسسې مشرته ډالۍ او له نوموړي یې وغوښتل چې خپلې کړنې دې دهیواد نورو ولایتونو ته هم وغزوي.