اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لیندی ۱۳مه نېټه

د مشرانوجرګې لومړي نائب محمد علم ایزدیار، نن د یوې ناستې په ترڅ کې یو ځل بیا د پنجشیر ولایت مرکز د پارندې بند د برښنا موضوع د برښنا شرکت له عملیاتي مرستیال، د یاد شرکت د پروان حوزې رئیس او د یادې پروژې د قراردادي استازي په حضور کې مطرح کړه .  


13-Qaws97-MUL1.jpg


لومړی د برښنا وزارت د چارواکو پر نه ګډون چئ پتېیل شوې وه د پارندې بند په اړه د خپلو اجراآتو په موخه توضیحات وړاندې کړي د مجلس د لومړي نائب ترسختې نیوکې لاندې راغی او زیاته یې کړه د یاد بند کار چې یوه لسیزه وړاندې پیل شوی دی د اوبو او برښنا وزارت د چارواکو او د قراردادي شرکت د غفلت او کم کاریو دغه راز د کاري لورو د خپلمنځي اختلافونو له امله تر اوسه نه دی بشپړ شوی سربېره پر دې چې د یادې پروژې په پلي کېدو کې خلک هم همکاره دي .    

د مشرانوجرګې لومړي نائب د دې ترڅنګ چې پنجشیر ولایت ته یې د برښنا د غزولو په اړه د برښنا شرکت له هڅو څخه قدرداني کوله، د اوبو او برښنا وزارت د چارواکو نه ګډون یې له قانونه سرغړوونه او د دوی بې کفایتي وګڼله زیاته یې کړه د نوموړو یاده کړنه دا ښیي چې د پارندې د برښنا په پروژه کې فساد شتون لري او څرګنده یې کړه چې یاد وزارت په دې ډول پروژو کې په ځینو ولایتونو کې د بېلګې په توګه فاریاب، غور او پکتیا کې ناکامه دی . 

وروسته د برښنا شرکت عملیاتي مرستیال وکیل ناصري پنجشیر ولایت ته د وارداتي برښنا د لېږد په اړه د خپلو معلوماتو په ورکولو سره وویل، چې د وارداتي برښنا پروژې د مزي د لېږد کار به تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړ کیږي او د پنجشیر ولایت خلګ به د برښنا له رڼا څخه برخمن شي .