اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳ مه نېټه

د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادې جرګې د سی شنبې ورځې په غونډه کې د یوه عنوان تعدیلي طرحې د تصویب سربېره، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین د مشرتابه پلاوي او کابل کې میشت د الازهر انستیتوت استادانو سره یو ځای وستایل شول.


13-Qaws97-JAL1.jpg

د قانون جوړونې او حقوقي علمي څیړنو د چارو انستیتوت د علمي کادر غړو او د ورته نورو مسلکي کادرونو د حقوقو قانون د عنوان تعدیل او د یاد قانون د اتمې مادې د دویمې فقرې د حذف په اړه د حکومت وړاندیزشوې طرح چې د مشرانو جرګې د کمیسیونونو له خوا څیړل شوې وه د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمیسیون د رئيس او غړو له خوا غونډې ته معرفي او د رایو په اتفاق تصویب شوه.

د غونډې په بله برخه کې د اجندا سره سم د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین ډاکټر محمد شفیق صمیم او د یادې برخې څو تنو چارواکو او په کابل کې میشت د الازهر انستیتوت مشرتابه او استادانو سره یو ځای د جرګې د رئیس، اداري پلاوي او سناتورانو له خوا د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.

په غونډه کې د الازهر انستیتوت رئیس ډاکټر مصطفی عبدالجلیل ابوالحسن خلیل د ټولو په استازیتوب د مجلس د معنوي ستایلو څخه مننه وکړه او د تیرو سلو کلونو په اوږدو کې د دواړو هیوادونو د ژورو او پخوانیو اړیکو په اړه د مصر هیواد د جمهور رئیس او خلکو د پيغام د وړاندې کولو ترڅنګ په مختصر ډول خبرې وکړې او ویې ویل چې هیواد به یې د پوهنې وزارت سره د مرستو سربیره د افغانستان د روغتیا، دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې په برخو کې لازمې همکارۍ وکړي او دغه مرستې به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

د غونډې په آزادو بحثونو کې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو د غندلو ترڅنګ چې د انساني ناورین سبب ګرځیدلي، وویل شول چې شپني عملیات د استوګنې په سیمو کې چې د هیوادوالو د شهادت سبب ګرځي، د زغم وړ نه دي. همدا راز د کابل په نوي ښار کې د  تمیم وردک د سرغړونو څخه چې د څو پولیسو د شهادت او ټپي کیدو سبب شول، په کلکه نیوکه وشوه او څرګنده شوه چې حکومت باید په دا ډول مواردو کې د تفاهم له لارې عمل وکړي او د قانون ماتوونکې ونیسي، له دې پرته دي له قوې یا ځواک څخه کار واخیستل شي او پرینږدي چې د هیواد امنیتي منسوبین او بیګناه وګړي زیانمن او له منځه ولاړ شي او هم ټینګار وشو چې د قانون څخه د ساتنې بنسټونه دي تورن کسان د محاکمو د حکم پر بنسټ خوشي کړي.


13-Qaws97-JAL3.jpg

همداراز په آزاد بحثونو کې د سیمې هیووادونو ته د زلمي خلیلزاد د تازه سفرونو په اړه نظریې وړاندې شوې، څرګنده شوه چې د سولې بهیر یو ملي بهیر دی چې باید د افغان حکومت سره په تفاهم پرمخ یووړل شي.

دغه راز غونډې په یو شمیر ولایتونو کې د نوماندانو لومړنیو پایلو کې د لاسوهنو څخه یادوونه وکړه، څرګنده شوه چې د پایلو په اعلان کې پټي معاملې ترسره کیږي، څرګنده شوه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید یاد کمیسیون کې د بډو اخیستو په تړاو د تورنو کسانو پر وړاندې خپل دریځ له خلکو سره شریک کړي. همداراز په غونډه کې یادوونه وشوه چې د ناټو سازمان عمومي منشي یو ځل بیا د هیواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړي چې دغه اقدام یو مثبت ګام دی او باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ د افغانستان د خلکو د سولې خبرو اترو په پرمخ وړلو کې ملګرتیا وکړي.

د کابل- کندهار لویې لارې په اوږدو کې د موټرو څخه د طالبانو له خوا باج اخیستل، د سولې مشورتي بورد په ترکیب کې د مشرانوجرګې د یوه غړي په شاملیدو ټینګار، د سولې بهیر کې د هیواد د جنوب زون د رول د کمرنګتیا او د کندهار ولایت د مشر په توګه د یاد ولایت د امنیه قوماندان سره د زلمي خلیلزاد په کتنې ټینګار، د نظام الدین قیصاري او حسیب الله قریشي د خوشي کیدو څخه یادوونه، د څرخي پله زندان څخه د خوشحال خان او رحمان بابا لیسو د زده کوونکو په خوشي کیدو ټینګار، د ژمي په موسم کې د سون توکو د بیو د لوړیدو څخه نیوکه، د هلمند ولایت کې د طالبانو د ترهګرې ډلې د یوه کلیدي غړي د وژنې څخه یادوونه، د مجلس د پلاوي له خوا د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو قراردادونو په څیړنو ټینګار، د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د حکومتي یو شمیر چارواکو د ضد و نقیض خبرو څخه نیوکه او ځینې نور مسایل وو چې د نن ورځې په غونډه کې مطرح شول.

د آزادو بحثونو په پای کې د مجلس رئیس د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د قربانیانو کورنیو سره د غم شریکۍ د څرګندولو ترڅنګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هیواد امنیتي سکتور دي د عملیاتو پر وخت د لازم پام څخه کار واخلي ترڅو د ملکي افرادو ځان او مال خوندي وي. فضل هادي مسلم یار د کابل د نوي ښار پرونۍ پيښه د شرم وړ وګڼله او ویې ویل غاصبین، قانون ماتوونکي او زورواکي د نظام پر وړاندې دریږي او په امنیتي ځواکونو ډزې کوي چې باید امنیتي ارګانونه د استثنا پرته دوی ونیسي جرایم یې د عدلي او قضایي ارګانونو له لارې وڅیړي او دوی دي په ښکاره ډول مجازات کړای شي.

همداراز د مجلس رئیس ټینګار وکړ چې لوی څارنوال او د کورنیو چارو وزیر دي هغه پولیس چې د قانون د پلي کیدو په موخه شهیدان او یا هم ټپیان کیږي، کورنیو ته دې ډاډ ورکړي. د مجلس رئیس د سیمې هيوادونو ته د زلمي خلیلزاد د درېیم سفر څخه هیله څرګنده کړه چې دغه کتنې وکولای شي د افغانستان د سولې په ټینګښت کې ګټور واقع شي او په همدې ډول له حکومته یې وغوښتل ترڅو د سولې مشورتي بورد په ترکیب کې د مشرانوجرګې یو غړی شامل شي. همدا راز فضل هادي مسلم یار ټینګار وکړ چې د رحمان بابا او خوشحال خان لیسو زده کوونکې چې د پوهنتون د لیلیې پیښې وروسته څرخي پله کې زندانیان دي، خوشي شي ترڅو دوی وکولای شي خپلې آزموینې ورکړي.

د مشرانو جرګې رئيس د افغانستان امنیتي ځواکونو سره د ناټو سازمان د همکاریو د دوام په اړه د یاد سازمان د تیارو څخه یادوونه وکړه او ویې ویل، د ناټو سازمان باید د امنیتي شته تړون سره سم د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه او په ځانګړې توګه هوایي او توپچي لیکې اکمال او سمبال کړي.

13-Qaws97-JAL2.jpg

فضل هادي مسلم یار د ټاکنو د پایلو اعلان کې د بې حده ځنډ څخه د اندیښنې د څرګندولو ترڅنګ روښانه کړه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دي شته اندیښنو ته د پای تکې کیږدي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې دي د ټاکلي وخت په پام کې نیولو سره اعلام کړي او هم یې د کابل ولایت ټاکنو کې د پراخو درغلیو د ادعاوو په اړه څرګنده کړه چې ټاکنیز کمیسیونونه دي د خلکو د رایو په پام کې نیولو سره د ټاکنو پایلې اعلان کړي او په هغه صورت کې چې په دې ولایت کې پراخې درغلۍ ترسره شوي وي، کمیسیون مکلف دی چې د قانون سره سم بیا ځلي ټاکنې په لاره واچوي.