اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۲ مه نېټه

 د مشرانو جرګې د کمېسیونونو په غونډو کې نن په بېلا بېلو موضوعګانو بحث ترسره شو .

د مېرمن نفیسې سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د دسمبر درېیمه نېټه د معلولینو د نړیوالې ورځې څخه یادوونه وشوه او د ټولنې دغې برخې ته د مبارکۍ د څرګندولو ترڅنګ د معلولیت لرونکو افرادو، د شهیدانو وارثانو او د اړوندو بنسټونو د ملاتړو څخه وغوښتل شول ترڅو له دې ورځې څخه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځنه وکړي او همداراز د معلولینو د ستونزو د حل لارې وموندل شي او باید ورته لازمه پاملرنه وشي . د غونډې په بله برخه کې د محاکمو قانون طرح چې د شپږو فصلونو او درویشتو مادو کې یاد کمېسیون ته راستول شوي وه، په اړه یې خبرې ترسره او د لا زیاتو بحثونو لپاره راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

12-Qaws97-Malolin.JPG 

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې، د مدني، فامیلي او جنایی موضوعګانو کې د حقوقي مرستو په اړه د ا فغانستان اسلامي جمهوریت او ازبکستان جمهوریت تر منځ د تړون د لومړي فصل لومړۍ ماده مطالعه او د دواړو هېوادونو په ګټه وګڼل شوه.

 12-Qaws97-Mali.JPG

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې، د هېواد په لویدیځ کې د ماشومانو د پلور په اړه د رپوټونو څخه اندېښنه څرګنده شوه او وویل شول، ماشومان چې د ټولنې اساسي رکن جوړوي، هغه کورنۍ او بنسټونه چې د ماشومانو د ساتنې پر وړاندې مسئولیت لري، مکلف دي چې د قوانینو په رڼا کې د ماشومانو د پالنې او د دوی د ښوونې او روزنې په برخو کې لازمه رسیده ګي وکړي او د دې ترڅنګ اړتیا شته چې خیریه ټولنې د بی سرپرسته ماشومانو او ناداره کورنیو سره چې د جګړو له امله بیځایه شوي، لازمې مرستې وکړي. همداراز سناتورانو د کابل ښار د کول حشمت خان سیمې د ستونزو د حل، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له خوا د ټاکنو د نوماندانو شکایتونو ته د رسیده ګي، د کورنیو بیځایه شویو او کډوالو وضعیت د پاملرنې او په هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت د څرنګوالي په اړه بحث وکړ او د اړوندو اداراتو یې وغوښتل ترڅو یادو موضوعګانو ته لازمه پاملرنه وکړي . د غونډې په پای کې د حقوقو د علمي څیړنو او قانون جوړونې چارو انستیتوت د علمي کادر غړو د حقوقو قانون د عنوان د تعدیل او د یاد قانون د اتمې مادې د دویمې فقرې د حذف په اړه بحثونه ترسره او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.

 12-Qaws97-Rifai.JPG

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن لیلما احمدي په مشرۍ د دیني، کلتوري، پوهنې او د لوړو زده کړو چارو د کمېسیون په غونډه کې، د حقوقو د علمي څیړنو او قانون جوړونې چارو انستیتوت د علمي کادر غړو د حقوقو قانون د عنوان د تعدیل او د یاد قانون د اتمې مادې د دویمې فقرې د حذف په اړه د حکومت وړاندیزشوې طرح مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شوه. د غونډې په بله برخه کې د مشرانوجرګې د عمومي غونډې د پرېکړې پر بنسټ د کابل پوهنتون په لیلیه کې شته ستونزې تر څیړنې لاندې ونیول شوې او په اړوند یې لازمې پریکړې وشوې.

 12-Qaws97-Farhangi.JPG

د قاری میر حاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څیړنې سربېره د حقوقو د علمي څیړنو او قانون جوړونې چارو انستیتوت د علمي کادر غړو د حقوقو قانون د عنوان د تعدیل او د یاد قانون د اتمې مادې د دویمې فقرې د حذف په اړه د حکومت پیشنهادي طرح مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شوه. د غونډې په بله برخه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د عمومي ریاست مالي او اداري مرستیال د اداري مسایلو په اړه بحث ترسره او په اړوند یې لازمې پرېکړې وشوې.

 12-Qaws97-Emtiazat.JPG

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې، د عامي روغتیا وزارت د نشه یی توکو د غوښتنې د کمښت رئیس په هېواد کې د نشه یی توکو د شمېر، د خدمتونو د وړاندې کولو څخه د څارنې د ځانګړتیا او روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په اړه څرګندونې وړاندې کړې او ویې ویل، د ملګرو ملتونو د سروې پر بنسټ په تول هېواد کې درې اعشاریه پنځه میلیونه وګړي په نشه یی توکو روږدي شتون لري او د روږدو کسانو د شمیر د زیاتوالي پر بنست په ټول هېواد کې یوسلو اووه د درملنې مرکزونه او څلور زره اووه سوه بسترونه جوړ شوي چې هر کال یادو مرکزونو کې د څلویښت زره کسانو درملنه کیږي، نوموړي د کار او ټولنیزو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت او څارنوالۍ ادارې له همکاریو او همغږيو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ د بودجې له کمښت سره مخ یو، څرنګه چې زموږ د اوولسو میلیونه وړاندیزشوي بودجې څخه اووه میلیونه منظور شوې په داسې حال کې موږ اته ویشت میلیونه بودجې ته اړتیا لرو ترڅو خپل پروګرامونه او پلانونه په منظم ډول عملي کړو.

د کمېسیون غړو د نوموړي څرګندونې د قناعت وړ وګڼلې او د روږدو کسانو له پاره یې د کاري زمینو د برابرولو وړانديز مطرح کړ. د غونډې په بله برخه کې د عدلیې وزارت د تقنین رئیس د حقوقو د علمي څیړنو او قانون جوړونې چارو انستیتوت د علمي کادر غړو د حقوقو قانون د عنوان د تعدیل او د یاد قانون د اتمې مادې د دویمې فقرې د حذف په اړه د حکومت د وړاندیزشوي طرح او د محاکمو د محصول طرحې د بډاینې او په یادو مواردو کې د څرګندونو په موخه رابللی وو چې له غور وروسته یاده طرح د تائید وړ وګرځیده او د محاکمو د محصول قانون طرحې په اړه بحث راتلونکې غونډې  ته وځنډول شوه. د غونډې په وروستۍ برخه کې د راغلو عرض پاڼو په اړه بحث او د اړیکو له مخې اړوندو ادارو ته ولیږل شوې.

12-Qaws97-Adli.JPG 

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمیسیون په غونډه کې، پر امنتي وضعیت ټینګار وشو ترڅو د چاودیدونکو توکو د مخنیوي په موخه په بندرونو کې پرمختللي ماشینونه نصب او د دښمنانو د ورانکارو فعالیتونو مخه ونیول شي .

په نننۍ غونډه کې پتییل شوې وه ترڅو د مالیې وزارت د ګمرکاتو رئیس او د ګمرکاتو د قطعې قوماندان ځینې پوښتنې ځواب کړي؛ خو د ناڅرګندو دلایلو پر بنسټ حاضر نه شول چې د نوموړو پر نه حضور سخته نیوکه وشوه .   

د غونډې په بله برخه کې د کمیسیون غړو خپلې پوښتنې د حیرتان په بندر کې په خپلو موټرونو کې د بهرنیانو له خوا د مخدره توکو د قاچاق موضوع د یاد بندر له کمیسار سره مطرح کړه . 

د یاد بندر کمیسار سمونوال حبیب الله ګذر د خپلو کاري اجراآتو په اړه وویل، د غوڅ ملاتړ د ځواکونو تیل د دوی د موټرونو په واسطه افغانستان ته واردیږي او د مخدره توکو قاچاق یوه شایعه ده . 

په بله برخه کې د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې چارواکي د دوی په دندو کې د ناغیړی، په اورانوس هوټل کې د میلاد النبي د ورځې په لمانځغونډه کې د چاودنې او د جرمونو د زیاتوالي په اړه استجواب شوي وه، نوموړو زیاته یې کړه په یاده حوزه کې د مسجدونو او تکایاوو د امنیت د ټینګښت لپاره امنیتي تدابیر تر لاس لاندې لري، خو د میلاد النبي د لمانځغونډې ګډونوالو د امنیتي پوښښ په موخه موږ ته خبر نه و راکړی او دغه راز یې د یادې حوزې د نفوسو په کچه د یادې حوزې تشکیل کم وباله په یادو سیمو کې یې د ځینو برنامو په لاره اچول او دغه راز یې څو تنه مجریمین د قتل په تور نیولي .  

د کمیسیون غړو د نوموړو د رپوټ د اوریدو وروسته ټینګار وکړ چې باید خپلې دندې او مکلفیتونه په ښه توګه ترسره او د پنځلسمې حوزې د اوسیدونکو د امنیت د ښه ټینګښت لپاره لازمې هڅې ترسره کړي . 

12-Qaws97-Dfai.JPG

د محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د ارویدو د کمیسیون په غونډه کې، د ځینو سیمه اییزو اداراتو د رئیسانو شکایت چې بستونه یې اعلان پر ځای یې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د ریاست له خوا د سرپرستانو د معرفي کیدو موضوع د اداري اصلاحاتو د  ریاست د ملکي خدمتونو له رئیس، د بشري سرچینو رئیس او د کاراو ټولنیزو چارو وزارت سلاکار او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادارې له استازي په حضور کې مطرح کړ .  

د ملکي خدمتونو د ادارې رئیس د خپلو توضیحاتو په لړ کې د موضوع په اړه وویل د قانون د ټینګښت د عالي شورا د پریکړې سره سم ټوله هغه کسان چې د تحصیل کچه یې تر دوولسمې ټولګی پورې وي د استثنا پرته یاد بستونه ټوله اعلان ته سپارل کیږي او دغه راز کاري څانګو ته په کتو د اړوندو اداراتو ځینې رئیسان به په دوو  پړاوونو کې یعنې په لومړي پړاو کې به هغه بستونه چې په تیرو پنځو کلونو کې یوه کس په کې په دوامداره توګه دنده ترسره کړې وي او په دوهم پړاو کې به هغه بستونه چې په تیرو اوو کلونو کې یوه کس په کښې دنده ترسره کړې وي اعلان ته سپارل کیږي چې د یادو بستونو ټوله شمیر ۱۲۰۰ بستونو ته رسیږي او پتییل شوې چې یاد بهیر به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي .

کمیسیون د نوموړو چارواکو د اظهاراتو په اوریدو سره په اداراتو کې اصلاحات یو منل شوی معیار وګاڼه؛ خو اوسني حالت او د جمهوري ریاست ټاکنو ته په کتو، د بستونو د ګمارنې په بهیر کې، د ناوړه تاثیراتو او روڼوالي په  برخو کې خپله اندیښنه څرګنده او ټینګار وشو که چیرې چارواکي او د دولت صالح مسؤلین په چارو کې اصلاح غواړي ، باید یاد بهیر له کابینې پیل کړي چې وزیران د کلونو راهیسې د سرپرستانو په توګه دنده ترسره کوي .     

د غونډې په بله برخه کې، د کابل ښار د پل محمود خان سیمې د هټی والو او کسبه کارانو شکایت چې یاده سیمه د کابل ښاروالۍ او د جمهوري ریاست د حکم په اساس د مخابراتو وزارت د آسان خدمت ادارې ته د دې پرته چې کسبه کارانو ته د بدیل ځای په پام کې ونیول شي د کابل ښاروالۍ د سرپرست په حضور کې مطرح شو .

د کابل ښاروالۍ سرپرست د خپلو معلوماتو په ورکولو سره زیاته کړه د ځینو کسبه کارانو سره یې خبرې کړي او د کابل ښاروالۍ پریکړه پر دې ده ترڅو د دواړو عام المنفعه پروژو کسان زیانمن نشي، او د کابل ښاروالۍ قانون ته په کتو د یادو کسانو د بدیل سیمې په معلومولو کې مکلفه نه ده؛ خو اخلاقآ یې کسبه کارانو ته د بګرامیو په سیمه کې مناسب ځای په پام کې نیولی او هغه کسان چې په نوموړې سیمه کې د ملکیت ادعا کوي، کولای شي د استملاک د بهیر د پړاو وهلو په موخه کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي . 

کمیسیون د کابل ښاروالۍ د اظهاراتو تر اوریدو وروسته پریکړه وکړه ترڅو کابل ښاروالي د یاد ملکیت په ترلاسه کولو کې د آسان خدمت له ادارې سره همکاري وکړي او د کسبه کارانو ستونزه حل کړي . 

د یوه بل خبر له مخې د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون پلاوی د یاد کمیسیون د رئیس محمد حنیف حنفي په مشرۍ د څرخي پله له زندانه د زندانیانو د څو ورځو مخکې شکایت پر بنسټ یو څارنیزه کتنه وکړه .  

په یاده کتنه کې لومړی پلاوي د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد محبس د رئیس رپوټ واورید، نوموړي وویل مخکې د زندانیانو په تبدیلو کې له یوه بلاکه بل بلاک ته او یا هم د نورو ولایتونو په تبدیلیو کې فساد شتون درلود او جمهور رئیس د فساد په اړه د رپوټونو د ترلاسه کولو وروسته د یاد زندان څخه لیدنه وکړه او د یوه فرمان په ترڅ کې یې د محبس د ستونزو د حلولو په موخه صلاحیت د زندان ریاست ته وسپاره او دغه راز یې په فرمان سره هدایت ورکړ ترڅو هغه زندانیان چې د بند موده یې تر پنځو کلونو کمه وي خپلو ولایتونو ته د استثنا پرته ولیږل شي چې ځینې یې لیږل شوي؛ خو د لیرې پرتو ولایتونو د زندانیانو په لیږد کې ستونزې شتون لري .

د محبس رئیس وویل د قانون سره سم زندانیانو ته ځینې امتیازات په پام کې نیول شوي، خو تر اوسه یو ځانګړی میکانیزم په دې اړه شتون نلري؛ نوموړي زیاته کړه په یاد محبس کې د لومړي ځل لپاره شخصیتي فورم ترتیب شوی او که په دې اساس که زنداني د خپل حبس په موده کې په ځان کې اصلاحات راولي اړوندو مراجعو ته وړاندیز کیږي چې د نوموړي په خلاصیدو کې په مشروط ډول زمینه برابره شي . همداراز نوموړي له کمیسیونه وغوښتل ترڅو د عدلي او قضایي مراجعو څخه وغواړي چې د زندانیانو نسبتي دوسیې په خپل وخت او زمان سره طی مراحل کړي، زندانیانو ته یې په یو شان د بخښنې د فرمانونو د پلي کیدو خبر ورکړ .

وروسته د کمیسیون پلاوي د بیلابیلو بلاکونو له استازو سره وکتل . نوموړو محاکمو په ترسره کیدو کې ځنډ، په وخت سره د عدلي او قضایي بنسټونو د اجراآتو نه تر سره کیدل، د اعدامي زندانیانو ساتل د غیر اعدامي زندانیانو سره یو ځای، د صعب العلاجه زندانیانو په خلاصون کې ستونزې، د ځینو زندانیانو ستونزې د جمهوري ریاست د بخښنې په فرمانونو کې، د دوا او د استوګنې د ځای کمښت، د اعدامي زندانیانو بې سرنوشتي او ځینې نور مسایل د یادو زندانیانو له پرتو ستونزو څخه ګڼل کیدل چې زندانیانو یادې کړې .   .

د کمیسیون پلاوي د دوی د ستونزو د اوریدو وروسته نوموړو ته ډاډ ورکړ هغه زندانیان چې د لیرې ولایتونو څخه دي او د لیږد په برخه کې د هوایي شرکتونو د پیسو د ورکړې توان نلري د ملي دفاع وزارت څخه به وغوښتل شي ترڅو د نوموړو د لیږد په برخه کې د پوځي الوتکو آسانتیاوې برابرې کړي .

پلاوي د شخصیتي فورم رامنځ ته کیدل یو نیک ګام وباله او یادوونه یې وکړه دا یو امتیاز نه بلکې د محبوسینو په قانون کې یو مطرح شوی مورد دی او دغه راز یې د بدیل حبس د تسجیل په برخه کې چې تر اوسه نه دی عملي شوی یادوونه وکړه .    

د یادوولو ده چې د مشرانوجرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون تر خپلو څارنیزو کتنو وروسته د خپلو غونډو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له چارواکو او اړوندو بنسټونو سره د بدیل حبس طرحه هم تدوین کړې .  

د میرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځوچارو او مدني ټولنې د کمیسیون په غونډه کې، وویل شول چې د دسمبر له درېیمې نیټه چې د معلولینو نړیواله ورځ بلل کیږي په هیواد کې په داسې حال کې نمانځل کیږي چې لا اوس هم د ورانوونکي جګړې له امله ملکي او پوځي کسان د خپلو بدنونو غړي د لاسه ورکوي او په هیواد کې معلولین هم په عادلانه توګه د خپلو مدني حقوقو څخه برخمن نه دي، کمیسیون یاد قشر ته د خپلو حقوقو د رسوونې ترڅنګ له اړوندو ارګانونو غواړي چې د یاد قشر حقوق په عادلانه توګه او په خپل وخت سره ورکړي .  

 12-Qaws97-Zanan.JPG

د غونډې په دوهمه برخه کې د مشرانوجرګې د دارلانشا د پارلماني چارو د مرستیال او د اکسپا د پروژې د استازي په ګډون سره د استماعیه غونډې پر ترسره کیدو خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې د مشرانوجرګې د دارلانشا د کارکوونکو په ګډون سره دي یوه کمیټه وګمارل شي ترڅو د یادې استماعیه غونډې مقدماتي کارونه په ښه توګه پر مخ یوړل شي .