اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ یولسمه نیټه

د مشرانو جرګې د یک شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د مجلس دپلاویو دکورنیو او بهرنیو سفرونو د رپوټونو په اورېدو سربېره، د هېواد د اوسني وضعیت په اړه بحثونه وشول.


11-Qaws97-JAL1.JPG

دا غونډه چې د لومړي نایب محمدعلم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوې وه؛ سناتورانو د آزادو بحثونو په برخه کې وویل ،هر ډول هڅې چې د افغانانو په مالکیت د سولې دراتلو لپاره دهېواد په ننه او بهر کې ترسره شي، مشرانو جرګه ورڅخه ملاتړ کوي او تمه لري، چې نړیواله ټولنه دې په هېواد کې دسولې دبهیرسره مرسته وکړي،خو یو شمېر سناتورانو د سولې د مشورتي بورد په ترکیب چې په دې وروستیو کې د ولسمشر له خوا رامنځته شوی،نیوکه وکړه او ویې ویل چې باید د دې بورد په ترکیب کې هغه مخور او ملي شخصیتونه چې خلکو او د نظام وسله والو مخالفینو ته د منلو وړ وي؛ شامل شي.

همدا راز په غونډه کې یو شمېر سناتورانو په شپنیو ړندو عملیاتو باندې چې د ملکي تلفاتو سبب شوي، سخته نیوکه وکړه او ویې ویل، په دې وروستیو کې د شپنیو نظامي عملیاتو په پایله کې د هلمند ولایت دګرمسیر په ولسوالۍ کې دېرش تنه ملکي وګړي په شهادت رسیدلي؛ چې ددې حالت دوام به دحکومت او خلکو تر منځ واټن زیات کړي او ټینګار يي وکړ چې باید دا مسله په جدي توګه وڅېړل شي اوعاملین یې مجازات شي او ددې ډول عملیاتو کې د نه پاملرنې په صورت کې به غوره وي، چې شپني عملیات بندشي.


11-Qaws97-JAL2.JPG

دغه راز په غونډه کې دټاکمېسیون لخوا د نوماندانو د لومړنیو پایلو د اعلان په څرنګوالي باندې هم نیوکې وشوې  اوټینګار وشو چې ټاکنیز کمېسیونونه باید پاکې رایې له ناپاکو جلا تر څو ولسی جرګې ته د خلکو رښتینی استازي لار ومومي.

همدا راز په غونډه کې د هېواد په شمال کې د غیر مسئولو وسله والو د نیولو څخه یادونه وشوه او د دغه بهیر څخه د هرکلي تر څنګ، ټینګار وشو چې په مزار شریف کې د اختر محمد ابراهیم خېل د زوی او بغلان ولایت کې د قوماندان میرویس په ګډون ټول غیر مسئول وسله وال دې ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په غونډه کې یو شمېرسناتورانو د ښارجوړونې چارو وزارت سره د اراضي ادارې یوځای کول ناسم وباله او ویې ویل چې دا دواړه برخې  یو له بله سره کاري ورته والی نه لري؛ خو یو شمېر نورو په دولتي ادارو کې تشکیلاتي تورم زیانونه په ګوته کړل او ټینګار یې درلود چې ټولې موازي ادارې دې مدغم شي.

دغه راز بادغیس اوهرات ولایتونو کې د ماشومانو د پلور خبر، د فاریاب په ولایت کې د ناامنیو او خلکو د بیځایه کیدو زیاتوالی او په یاد ولایت کې د طالبانو له خوا د لارو د تړلو او لوږې له امله د څو تنو لمنځته تلل، د هرات ولایت د زعفرانو د حاصلاتو په پراخوالي او بازار موندنې ټینګار، د پښتو د وتلي شاعرعمر دراز مروت د مړینې له امله د خواشینۍ څرګندول، د هغو زده کوونکو په خوشې کولو ټینګار چې د کابل پوهنتون د لیلیې په پېښه کې نیول شوي وو، د هېواد د ښځینه فوټبال ټیم د جنسي ځورونې په اړه د فوټبال فدراسیون د رئيس پر وړاندې دلګول شویو تورونو په څېړنې ټینګار، په ټولنیزو رسنیو کي د هېواد دمطرحو رهبرانو او شخصیتونو د سپکاوي او قومي مسایلو ته په لمن وهلونیوکې او ځیني نور مسایل مطرح شول.

د آزادو بحثونو په پای کې د غونډې رئیس په هېواد کې د وروستیو پیښو شهیدانو روح ته د دعا تر څنګ، د کابل نهمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د تیرې چهار شنبې ورځې د چاودنې څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د استخباراتي بنسټونو چارواکي دې د دې ډول پیښو د مخنیوي په موخه خپل مسئولیتونه ادا کړي، همد راز یې ټینګار وکړ هغه زده کوونکي چې د کابل پوهنتون دلیلیی په پیښه کې یې لاس نه درلود، باید له بنده خوشې شي.

محمد علم ایزدیارد دښمن په ټکولو د ټینګارترڅنګ، زیاته کړه چې د شپنیو او هوایی عملیاتو پر وخت باید له لازم دقت څخه کار واخیستل شي اوهم دې ژر تر ژره د فاریاب ولایت ګرزیوان او پشتونکوټ ولسوالیو کې شته امنیتی ستونزو ته رسیدګي وشي.

لومړي نایب د بایومتریک رایو او د رای ورکوونکو د نوملړ په اعتبار ورکولو دټینګار ترڅنګ د ټاکنیزو کمیسیونونو څخه وغوښتل چې هیڅ راز سیاسی فشارونو او نورو معاملو ته دې غاړه نه ږدي او دخلکو پاکو رایو او ارادو ته دې درناوي وکړي او هم یې په ټول هېواد کې د غیر مسئولو وسله والو په نیولو ټینګار وکړ.

نوموړي د هېواد د فوټبال فدراسیون په رئیس او غړو پر وړاندې د جنسي ځوروني  تور، په پراخه کچه د قوانینو د پلي کیدو او دخپلواکو ادارو په رامنځ ته کیدو او ادغام په هکله هم خبری وکړې او اړوندو کمیسیونونو ته یې دنده وسپارله چې یادې موضوعګاني دې د مربوطه چارواکو سره شریکي او وڅیړي او هم وپتییل شوه چې د مجلس یو پلاوی دي د هرات ولایت کې د ماشومانو د پېر او پلور د څیړنو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړي.

ایزدیار همدا راز دهراړخیزي سولې د ټینګښت په اړه  ټینګار وکړ اوڅرګنده یې کړه چي د سولې بهیر کې دې د ملي اجماع د جوړیدو سربیره هڅې وشي چې ګاونډي ، سیمه ییز هېوادونه او نړیواله ټولنه یوې عمومي اجماع ته ورسیږي ځکه خپل سرۍ به کومه مثبته پایله ونه لري.

 

همدا راز په غونډه کې سناتور محمد حسن هوتک د (پی جې اې) په څلویښتمې کلنۍ غونډه کې د مشرانو جرګې د پلاوي دګډون رپوټ چې د اوکراین هیواد د کیف ښار کې جوړه شوې وه، مجلس ته وړاندې کړ.

د نړیوال جزایی عدالت ته د قربانیانو د حقوقو د کړنو، د تاوتریخوالي د جنسي او جنسیتی قربانیانو څخه د ځانګړې ساتنې، په ملی او نړیوالو جنایتونو په اړه د قضاوت ، د نړیوالو جرمونو او ستونزو تعقیب، د څیړنو په موخه د ملي سیستمونو سمبالول،  د مجازاتو خوندیتوب سره د مبارزې په مقابل کې د انتقالي عدالت د لاسته راوړنو څخه ملاتړ او د نړیوالو جرمونو محکمې د واکونو د پراخوالي دیادې غونډې دبحثونو موضوګانې وې.


11-Qaws97-JAL3.JPG

په پاي کې سناتور محمد حنیف حنفي د څرخي پله زندان څخه د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د پلاوي د څارنیزی لیدنې رپوټ غونډې ته وړاندي کړ چې تفصیل به یې د مجلس د کمیسیونونو د خبرونو په جریان کې خپور شي.

 

د یو بل خبر له مخې د ځوانانو د همپالنې بنسټ یو شمیر غړو نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې جریان څخه لیدنه وکړه او د دفاعي چارو د کمیسیون د غړې ګلالۍ اکبري او د مشرانو جرګې د دارالانشا د پارلماني او مسلکي چارو د مرستیال تیمور شاه قویم له خوا ورته د پارلماني مسایلو اړوند مفصل معلومات وړاندې شول.