اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۰ مه نېټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې، د هېواد د امنیتي وضعیت او په ځانګړې توګه د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له خوا برید چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کیدو لامل شو، بحث وشو او څرګنده شوه چې د دا ډول بریدونو دوام به د حکومت او خلکو تر منځ د واټن د زیاتیدو سبب شي.

د غونډې په بله برخه کې راغلو عرض پاڼو ته د رسیده ګي ترڅنګ، د کمیسیون غونډې ته د ملکي هوایی چلند د رئیس په نه راتګ نیوکه وشوه، ټینګار وشو چې نوموړی دي په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي، له دې پرته به د قانوني لارو پرېکړه وشي.

10-Qaws97-Dfai.JPG 

د حاجی محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې، د عامي روغتیا وزارت له اداري معین او مالي رئیس سره د فاریاب ولایت د میمنې ښار د تاتار خانه کلي د یو شمیر اوسیدونکو شکایت مطرح شو. دوی وایي چې شخصی جایداد یې د یوه روغتون د رغاونې په موخه د عامې روغتیا وزارت باندې پلورل شوی خو څو کلونه کیږي چې بيسې یې نه ورکول کیږی .

د عامې روغتیا وزارت معین د یادو اوسېدونکو د ادعاوو د تائید ترڅنګ وویل، د پيسو د ورکړې مسئولیت د مالیې وزارت پورې تړاو لري چې تر اوسه یې په اړه اجراآت نه دي شوي، د کمیسیون رئیس د یادو چارواکو د څرګندونو د اوریدو ترڅنګ موضوع د ټلیفوني اړیکې په واسطه د مالیې وزارت د بودجې له عمومي رئیس سره شریکه کړه او نوموړي ډاډ ورکړ چې د حل په موخه به یې اقدام و کړي .

د غونډې په بله برخه کې د روغنیاتو د تورید او د بی کیفیته نفتي توکو څخه د مخنیوي موضوع د نورم او ستندرد ملي ادارې ریاست سرپرست سره مطرح او نوموړي وویل، د کابیې د یو کال مخکې پنځلسمه ګڼې مصوبی له مخې دغه اداره ګمارل شوې چې د جیوک شرکت بدیل د خصوصي سکتور سره د همغږۍ له لارې تدارک کړي چې دغې ادارې په دې وروستیو کې خپله طرحه برابره کړې او د تدارکاتو د ملي ادارې په نامه یې وړاندې کړې ترڅو پر بنسټ یې مقتضی پریکړې وشي.

د کمېسیون غړو د بې کیفیته نفتی توکو او تیلو د واردېدو په تړاو د کمیسیون غونډو کې د نفتي توکو د عمومي رئیس د پرله پسې نه راتګ څخه سخته نیوکه وکړه او پرېکړه وشوه چې د نوموړي نه راتګ نه دا چې د یادې ادارې کمزوری مدیریت په ډاګه کوي بلکې څارنیزو بنسټونو او په ځانګړې توګه ملي شورا ته د نوموړي نه ځواب ویل څرګندوي نو له دې امله موضوع په رسمي توګه د مسبوقیت له مخې د جمهوري ریاست عالي مقام د چارو ادارې ریاست په آدرس ولیږل شوه.

د غونډې په پای کې د هوایی شرکتونو له خوا د هیواد لیرې پرتونو ولایتونو ته د الوتکو د الوتنو د پریکون په اړه راغلي شکایتونه د ملکي هوایی چلند خپلواکې ادارې د معین په حضور کې مطرح شوه.

یاد معین د موضوع په تړاو د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ امنیتي ستونزې د الوتنو د پریکون د ځانګړو دلایلو څخه یادې کړې او زیاته یې کړه چې دم ګړۍ په ځینو ولایتونو کې بیاځلي الوتنې پیل شوي چې د کمیسیون غړو د نوموړي د څرګندونو د اوریدو ترڅنګ پرېکړه وکړه ترڅو موضوع په راتلونکو ناستو کې د هوایی شرکتونو د چارواکو په حضور کې مطرح شي.

10-Qaws97-Shikayat.JPG 

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې، د دوهمې فقرې په حذف سره د علمي څېړنو او قانون جوړونې چارو د انستیتوت د علمي کادرونو د غړو د حقوقو قانون د عنوان د تعدیل په اړه د حکومت وړاندیزشوې طرح مطالعه او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.

د غونډې په بله برخه کې د شپږو فصلونو او ۲۳ مادو په داخل کې د محکمو د محصول د قانون د طرحې په اړه بحث ترسره او وپتییل شوه چې د یاد قانون طرحه دي د لا زیاتو څیړنو په موخه د کمیسیون په راتلونکو غونډو کې تر بحث او څیړنو لاندې ونیول شي او هم په غونډه کې راغلو عرض پاڼو ته لازمه رسیده ګي ترسره شوه.

10-Qaws97-Mali.JPG 

د کمیسیون د مرستیالي میرمن طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې  د کمېسیون په غونډه کې، د ټولنیزو پاڼو او په ځانګړې توګه د فیسبوک څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې، وپتییل شوه چې یو شمېر افراد د مستعارو آدرسونو څخه په استفادې ملي شخصیتونه او حکومتي لوړپوړو چارواکو ته سپکاوی کوي، د کمېسیون غړو د  دا ډول اشخاصو کړنې د قانون خلاف وګڼلې، ټینګار یې وکړ چې اړوند چارواکي دي د دا ډول افرادو د پیژندلو او مجازاتو په برخه کې اقدام وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د کمېسیون غړو د قوماندان علیپور د پلویانو له خوا د وروستیو لاریونونو په جریان کې د تاوتریخوالي څخه په استفادې نیوکه وکړه، د حکومتي کمیسیون څخه وغوښتل شول ترڅو د هغو افرادو په پیژندلو او مجازاتو کې چې تاوتریخوالي ته د لاریونونو په تړاو لاس لري اقدام وکړي.

همدا راز په غونډه کې راغلو عرض پاڼو ته د رسیده ګۍ سربېره، د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ټاکنو د لومړنیو پایلو د پرله پسې اعلانولو په اړه خبرې ترسره، وپتییل شوه چې د پایلو اعلان باید د ټاکنو د قانون سره سم په یوه ورځ اعلان کړای شي.

10-Qaws97-Rifai.JPG 

د میرمن نفیسې سلطاني په مشرۍ د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د کمېسیون غړو په بریالیتوب سره د جینوا ناستې د پای ته رسیدو په اړوند خپل ملاتړ او هیلې څرګندې کړې او په دې ناسته کې يې د ملي یووالي حکومت د مشرانو هڅې د قدر وړ وګڼلې.

د غونډې په بله برخه کې د راغلو عرض پاڼو د څیړنې سربېره د حقوقو د علمي څیړنو او قانون جوړونې چارو انستیتوت د علمي کادر د غړو او حقوقو قانون د عنوان د تعدیل او نورو ورته مسلکي کادرونو په اړوند د حکومت وړاندیز شوې طرح وڅیړله او په اړوند یې پریکړې وکړې.

10-Qaws97-Malolin.JPG 

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د محکمو د محصول د قانون طرح، د قانون جوړونې او علمي حقوقي څیړنو د چارو انستیتوت د غړو او نورو مسلکي کادرونو د حقوقو قانون د عنوان په تعدیل بحث وشو. همدا راز په جینوا کې د افغان ولسمشر او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمیشنرې د کتنې څخه خوښي څرګنده شوه او د یاد سازمان له خوا د لا زیاتو همکاریو او د کډوالو د حقوقو د ملاتړ غوښتنه وشوه.

دغه راز د غونډې په بله برخه کې د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو هوایی برید چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳  تنه شهیدان شوي او درې تنه نور ماشومان ټپیان شوي، په کلکو ټکو وغندل شوه، او څرګنده شوه چې د بهرنیانو له خوا دا ډول وژنې په کراتو تکرار شوي چې یوازې په بښنې غوښتو اکتفا شوې، د افغانستان محاکم د امریکایانو د قضایي خوندیتوب پر بنسټ د دوی د محاکمې توان نه لري، د کمېسیون غړو له حکومته وغوښتل تر څو یاده موضوع په جدي توګه وڅیړي او عاملین یې محاکمه کړي، د غونډې په پای کې یو شمیر عرض پاڼې او مکتوبونه د څیړنو وروسته اړوندو ادارو ته واستول شول.

10-Qaws97-Aqwam.JPG 

د مولوی غلام محۍ الدنی منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو دکمېسیون په غونډه کې د دویمې فقرې په حذف سره د علمي څېړنو او قانون جوړونې چارو د انستیتوت د علمي کادرونو د غړو د حقوقو قانون د عنوان د تعدیل په اړه د حکومت د پیشنهادي طرحې په اړه د بحث سربېره د محاکمو د محصول قانون طرح مطالعه او په کې یو لړ پیشنهادي تعدیلونه مشخص شول. د غونډې په بله برخه کې د راغلو عریضو په ا ړه بحث او د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته ولیږل شوې.

 10-Qaws97-Adli.JPG

د مېرمن لیلما احمدي په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د مدني، فامیلي او جنایی موضوعګانو کې د حقوقي مرستو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت او ازبیکستان جمهوریت تر منځه معاهده مطالعه او د غړو له خوا تائید شوه.

د غونډې په بله برخه کې د راغلو عریضو د څیړنې سربېره، د لیسانس په کچه د بنګله دیش هېواد ته د بورسونو د ورکړې په اړه بحثونه وشول او د لوړو زدکړو وزارت څخه وغوښتل شول تر څو د ونډې د تسهیل په برخه کې د متقاضیانو سره عادلانه چلند وکړي.

10-Qaws97-Farhangi.JPG 

د قاري میر حاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونوچارو د کمېسیون په غونډه کې، د راغلو عرض پاڼو د څیړنې سربېره مدني، فامیلي او جنایی موضوعګانو کې د حقوقي مرستو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت او ازبیکستان جمهوریت تر منځ معاهده، مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شوه.  دغه راز د مشرانو جرګې د دارالانشا د مالي او اداري مسایلو په اړه خبرې او وپتییل شوه چې په دې برخه کې دي د بشري سرچینو رئیس د کمیسیون په یوې غونډه کې څرګندونې وړاندې کړي.

10-Qaws97-Emtiazat.JPG 

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د ټولګټو وزارت معین او د یاد وزارت د سړکونو ریاست سرپرست د ۹۷ کال د بودجې د لګښت او فعالیتونو، د کابل- جلال آباد  او تورخم- جلال آباد د سړکونو پروژو د کار د پرمختګ او څرنګوالي، د سالنګ او د دی د بدیلې لاري د ترمیم او رغاونې پروژې، د جوړو شویو سړکونو د څارنې د څرنګوالي چې زیاتره یې د تخریب په حال کې دي، د افغانستان د حلقوي سړکونو د پرمختګ، د ننګرهار ولایت د قطره غي- حصارشاهي پروژې د وضعیت د څرنګوالي او د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سړک د کار د څرنګوالي په اړوند معلومات وړاندي کړل.

د ټولګټو وزارت معین وویل، د زرمت سړک چې مخکې سروي شوې او لس میاشتې مخکې یې کار پیل شوې وو، خو د ناامنیو پر بنسټ د یادې پروژې کار ځنډیلې او زیاته یې کړه، د پروژې قرارداد د جمهور رئیس له خوا لغو او بیا ځلي د ملي تدارکاتو کمېټې ته استول شوې او په دي اړوند به ولسمشر پرېکړه وکړي.

نوموړي د بودجې د لګښت په اړه وویل، تر اوسه شاوخوا ۸۳ سلنه د دی وزارت بودجه لګول شوي او د ۱۳۹۷ مالي کال تر پایه به ۹۰ سلنو ته ورسیږي چې د تیرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاته بودجه لګول شوي ده او د مالیې وزارت د ټولګټو وزارت انتقالي پروژې د ۹۸ مالي کال د بودجې سند کې ځاي کړي چې شاوخوا ۱۲۴ میلیارده افغانۍ کیږي او ډاډ یې ورکړ چې د اړتیا په صورت کې تعدیلی بودجه په پام کې ونیسو.

د ټولګټو وزارت معین زیاته کړه د کابل ـ جلال آباد د سړک لومړی او دوهمې برخې د پروژې کار بشپړ شوی او پر درېیمې برخي یې کار جریان لري او د سالنګ د لویې لارې سړک ته دوې اوږدمهاله برنامې په پام کې نیولي چې بودجه به یې د آسیایي بانک له خوا تمویل شي چې یوه یې د دوشي بامیان پروژه او بله یې د سالنګ د تونل بدیل دی او اړوند یې مطالعات جریان لري . نوموړي د هیواد د حلقوي سړکونو په اړه رڼا واچوله او و یې ویل د لومان ـ قیصار حلقوي سړک چې د ۲۳۳ کیلو مترو په شاوخوا کې دی او په پنځو برخو ویشل شوی، چې د لومړی او دوهمې برخې کار یې ۳۰ سلنه پر مخ تللی .

دغه راز د سالنګ د لویې لارې بیا رغوونه چې د ۱۲۸ کیلو متره د جبل السراج ـ دوشي پورې ده د دوو بهرنیو کمپنیو سره قرارداد شوی چې پیسې یې د نړیوال بانک له خوا ورکول کیږي او د یادې پروژې رغاوونه او بیا رغاوونه درې کاله په پام کې نیول شوې . د یادې پروژې لومړی سکشن چې شاوخوا ۴۰ کیلو متره دی او د ۱۳۹۸ مالي کال په څلورو میاشتو کې به بشپړ شي او زیاته یې کړه د کابل ـ جلال آباد دوهم سړک په څلورو برخو ویشل شوی چې مخکینۍ قرارداد یې د یوه خصوصي شرکت سره فسخ شوی او د یادې پروژې پیسې د آسیایي بانک له خوا ورکول کیږي او د تورخم ـ جلال آباد په سړک کې د ټولګټو وزارت هیڅ ډول دخل نلري یوازې د یاد وزارت د انجنیری ټیم د یادې پروژې څخه څارنه کوي او اوس مهال د دغې پروژې کار دریدلی په دې دلیل چې د پروژې کال پاکستان هیواد په غاړه اخیستی وو او هیڅ ډول قرارداد نه و ترسره شوی او د یاد هیواد د نوي لومړي وزیر په ټاکل کیدو سره یاد هیواد د پروژې د بیا کتنې غوښتنه کړې .

10-Qaws97-Mukhabirat.JPG 

د ټولګټو وزارت معین زیاته کړه چې د کابل حلقوي سړک څلور برخې لري چې ۱۱۸ کیلو متره دی لومړی سکشن یې ډیزاین او د استملاک په برخو کې یې ستونزې شتون لري او د کابل د حلقوي سړک دوهم سکشن چې د کابل – کندهار او کابل – چاریکار سرکونه په کښې شامل دي کار یې ۸۰ سلنه پر مخ تللی او مالي لګښت یې اسلامي بانک په غاړه لري او ۴۰ میلیونه ډالره نورې پیسې یې عربستان وعده کړې . دغه راز یې اشاره وکړه د تورخم – جلال آباد په شان بله پروژه د ایران هیواد له خوا چې ټاکل شوې وه په ۱۳۸۸ کال کې د فراه په ولایت کې د ۱۱۴ کیلو مترو په واټن ورغول شي چې د یادې پروژې هیڅ ډول قرارداد شتون نلري او د ایران هیواد په غاړه چې هیڅ اقدام نه دی ترسره شوی او اوس مهال ایران هیواد ژمنه کړې چې د ۱۳۹۸ کال په اوږدو کې به ۳۰ کیلو متره بشپړه کړي چې د کار په پاته برخه کې به یې د ولسمشر په لارښوونه د دولتي بودجې په لګولو سره اقدام ترسره شي .

همدا راز د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د قطره غي- حصارشاهي پروژې په اړه یې زیاته کړه چې یاده پروژه د بودجې په سند کې نه وه او دا ډول پروژې د بودجې د نشتوالي پر بنسټ ځنډول شوي په هغه صورت کې چې د مالیې وزارت له خوا په یوه مالي برخه کې په پام کې ونیول شي د ټولګټو وزارت یې د پلي کیدو په برخه کې اقدام کوي او ژمنه یې وکړه چې تر دوو راتلونکو میاشتو به د یادې پروژې سروي پیل شي.