اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۷ مه نیټه

د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن د مجلس د دیني، کلتوري، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون وړاندیزشوي ستاینلیکونه د پنجشیر ولایت والي او یو شمېر ملکي او پوځي چارواکو ته ډالۍ کړل .


7-Qaws97-MUL1.JPG

په دې کتنه کې په داسی حال کې چې لومړي نایب محمد علم ایزدیار او یو شمیر سناتورانو هم حضور درلود، د مشرانو جرګې رئيس د پنجشیر ولایت والي د یو شمېر ملکي او پوځي ادارو چارواکو د ستاینلیکونو د ډالۍ کولو ترڅنګ وویل، د حکومتولۍ  په بېلا بېلو برخو کې ستاسو د غوره خدمتونو وړاندې کول د یاد ولایت د خلکو د خوښۍ او رضایت سبب شوی .

ورپسې د یاد ولایت والي انجنیر کمال الدین نظامي د مشرانو جرګې څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د پنجشیر ولایت د سیمه ییزې ادارې چارواکي به د خپلو دندو په ترسره کولو کې له دې زیاتي هڅې او کوښښونه وکړي.

د یو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د لویې څارنوالۍ د ماشومانو سرغړونو ته د رسیده ګۍ د ځانګړې څارنوالۍ د رئیسې نګینې خلیلي غوري د فعالیتونو او کړنو څخه ستاینه او تقدیر وکړ او ویې ویل، د ځوانانو له پاره وخت ورکول د ښې حکومتوالۍ او پراخوالي اساسی بنسټ دی چې حکومت او مسئول بنسټونه باید د ادارو د ځوانولو له پاره پوه، متخصص او په کاري برخو کې د وړتیا درلودونکو ځوانانو په جذب کې د هیڅ راز کوښښونو ډډه ونه کړي او د قانوني ملاتړ ترڅنګ نوموړو ته کاري زمینې برابرې کړي ترڅو ځوانان وکولای شي په دولتي بنسټونو کې د خپلې ځواکمنتیا او شایستګۍ پر بنسټ وګمارل شي. ځمکه د هر هیواد پرمختګ د یاد هیواد د ځوان نسل انرژۍ او هیلو پورې تړلی اصل دی.

7-Qaws97-MUL2.JPG

ورپسې د ماشومانو سرغړونو ته د رسیده ګي د ځانګړي څارنوالۍ رئیسې د مشرانوجرګې د لومړي نایب د احساس او قدردانۍ څخه ستاینه وکړه او و یې ویل چې خپلې ټولې هڅې به په لاره واچوي ترڅو د ماشومانو سرغړونو ته قانوني او سملاسي رسیده ګي وکړي او په هیواد کې هیڅ ماشوم د قانون پر وړاندې د دوه ګوني چلند څخه ونه کړیږي او ټول د قانون څخه یو شان برخمن شي.

دغه راز د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي نن د یوې ناستې په ترځ کې د اساسي قانون پر پلي کیدو د څارنې د خپلواک کمېسیون د منشی ډاکټر عبدالروف هروي له کړنو څخه ستاینه وکړ.

7-Qaws97-MUL3.JPG

ډاکټر صدیقي د اساسي قانون څخه د پوهاوي ورکولو پروګرام د جوړېدو، په دې برخه کې د مهمو خبرو اترو د جوړېدو او د افغانستان اساسي قانون څخه د ښه څارنې په برخو کې د ډاکټر هروي له کوښښونو څخه ستاینه او د یاد مجلس نښان یې نوموړي ته ډالۍ کړ .