اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د لندۍ ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ اوومه نیټه

د مشرانو جرګې کمېسیونونو نن به بیلا بیلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې، د اترا ادارې د رئیس او د ام ټي ان، افغان بیسیم، روشن، اتصالات او سلام مخابراتي شرکتونو لومړۍ درجه مسئولانو ته بلنه ورکړل شوې وه ترڅو د شته مخابراتي ستونزو په اړوند ځواب وړاندې کړي .

خو له دې جملې څخه د اترا ادارې مرستیال، د افغان بسیم او سلام مخابراتي شرکتونو استازو ګډون کړی وو، د کمېسیون رئیس د یادو چارواکو په پرله پسې نه راتګ باندې نیوکې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دوی باید د کمیسیون په یوې غونډه کې حاضر شي، د نه حاضریدو په صورت کې به موضوع د عدلي او قضایی ادارو له لارې وڅېړل شي.

ورپسې د اترا ادراې مرستیال د یو شمېر ستونزو د منلو ترڅنګ وویل، د بیو ټاکل د قانون سره سم د بازار د بیې له مخې د شبکو پورې تړاو لري او دغه اداره په دې موضوع کې دخالت نه شي کولای او همدا راز د هېواد په ځینو سیمو کې یې د مخابراتي خدمتونو پرې کول د دښمن له ګواښونو زیږنده وګڼل او د مخابراتي شبکو د خدمتونو د ټیټ کیفت د ښه کیدو په موخه یې د دوی د مسئولانو سره د بیلا بیلو ناستو د جوړیدو یادوونه وکړه.

نوموړي همدا راز د انټرنیټي بستو، پیرودونکو ته د شرکتونو د پور ورکوونې، ځینو سیمو کې د کمزوري آنتن او د زورواکو له خوا د جمرونو د لګولو په اړه کمیسیون ته لازم معلومات وړاندې کړل.

 7-Qaws97-Mukhabirat.JPG

د یو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې د کمېسیون پلاوي د لطف الله بابا په مشرۍ د ترانسپورټ وزارت څخه څارنیزه لیدنه وکړه.

په پيل کې د ترانسپورټ وزارت مالي او اداري معین امام محمد وریماچ د مجلس پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، دغه وزارت توانیدلی ترڅو د خپلې پرمختیایي بودجې زیاته برخه ولګوي خو د تیرو وختونو څخه د ستونزو سره مخ او مسئولینو له خوا ورته پاملرنه نه ده شوې او موخې یې په یو رسمی سند کې نه وې تعریف شوي خو په دې وروستیو کې د پنځه کلنې ستراتیژۍ په لیکلو بریالي شوي او د اجرا له پاره یې هڅې په جریان کې دي.

ورپسې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون مشر سناتور لطف الله بابا د خبرو په ترڅ کې د دغه وزارت د مالي او اداري معین د ګمارنې له امله مبارکي وویله، څرګنده یې کړه چې مشرانو جرګه د هېواد د ملي پروژو او پروګرامونو څخه تل ملاتړ کوي او هیله کیږي چې نوې ستراتیژي عملي اړخ ولري او ترانسپورټي ستونزو ته تر یو بریده رسیدګي وشي.

د پلاوي غړو هم د برېښنایي دروازو د نه فعالیدو، د ترمینلو د کمښت، د عوایدو په راټولولو کې د روڼوالي د سیستم  نشتوالی، د ترانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو د ټیټ کیفیت، د ترانسپورټي اتحادیو له خوا د رامنځته شویو ستونزو په اړه نظریې او مشورې د یاد وزارت چارواکو سره مطرح شوې.

وروسته چارواکو د نوي ستراتیژی په اړه معلومات ورکړل او و یې ویل یاده ستراتیژي د خصوصي سکتور او بیلابیلو بنسټونو له چارواکو سره د مشورتي او تخنیکي ناستو په ترسره کیدو سره تدوین شوې او په کښې ټوله، ابعاد، چالشونه، لیدلوري، دندې، ارزښتونه، مسؤلیتونه، هدفونه او د بیلابیلو جوانبو وړاندوینې په نظر کې نیول شوي دغه راز ښاریانو ته مالي موضوعات او د کارموندنې په برخه کې لازمه پاملرنه شوې .    

د مشرانوجرګې د پلاوي غړو د ترانسپورټ وزارت د چارواکو له لوري د رپوټ د ترلاسه کولو وروسته؛ د یادې طرحې د تائید ترڅنګ یو لړ نظرونه او وړاندیزونه د بډاینې په موخه ارایه او د یاد وزارت چارواکو ته یې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه .    

د انجنیر احمد جاوید روف په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د جینوا د ناستې په اړه بحث وشو او وویل شول چې دغه ناسته د بروکسل د ناستې لړۍ ده چې په کې د افغانستان سره شپاړس میلیارده ډالر مرسته شوې ترڅو د ښې حکومتوالۍ او په ځانګړې توګه د اقتصادي مسایلو په برخو کې ولګول شي او دغه مرستې د افغانستان له پاره یو ښه فرصت دی ترڅو په سم تګلوري او د هېواد د لوړو ګټو او خلکو د عامه انسجام په موخه ولګول شي او د ناوړې ګټې اخیستنې په صورت کې به افغانستان له دوامداره کړکیچ سره مخ کړي چې په پایله کې یې د جینوا په ناسته کې د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس له خبرو څخه هرکلی او هیله څرګنده شوه ترڅو د یادو څرګندونو له مخې د حکومت له خوا د عملي کار د ترسره کولو هوډ ولري او په بله برخه کې د دوستۍ د کمېټو په جوړیدو او د ارزښت په اړه یې خبرې وشوې او د افغانستان او همکار هیواد ایټالیا تر منځ د بین الپارلماني دوستۍ نوملړ ترتیب او د اجراآتو په موخه اړوندو ادارو ته ولیږل شو.

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د کمېسیون په غونډه کې، د مالي کال د عوایدو، قوانینو او مقرراتو د منلو د څیړنو او په ځانګړې توګه د یو شمېر سوداګریو شرکتونو د مالیاتو د نه ورکولو په اړه د څیړنو د عالي ادارې ریاست رپوټ ولوستل شو، وپتییل شوه چې اړوند چارواکي دي د څرګندونو په موخه د کمیسیون یوې غونډه کې حضور راوړي. د غونډې په پای کې د راغلو عرض پاڼو په اړه بحث ترسره او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.

 7-Qaws97-Adli.JPG

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو د کمېسیون په غونډه کې، د ژمي په رارسېدو سره د کډوالو او کورنیو بیځایه شویو د وضعیت په اړوند بحث وشو او د یو شمیر هغو کډوالو وضعیت چې په قاچاقي توګه د ترکیې هېواد ته کډه شوي، د اندېښنې وړ وګڼل شو، د کمېسیون غړو د کډوالو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو څخه وغوښتل ترڅو په دې اړوند د یاد هېواد چارواکو سره خبرې ترسره، د امنیتي او اقتصادي مسایلو اړوند د افغان کډوالو ستونزې حل کړي، همدا راز د کورنیو بیځایه شویو د زیاتوالي په اړه چې په دې وروستیو کې د څو ولسوالیو  د سقوط له امله زیات شوي، لومړنیو او سون توکو ته اړتیا لري نو له دې امله د مرستندویو بنسټونو وغوښتل شول ترڅو خپلې مرستې زیاتي او چټکې کړي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت باید د مرستو په رسولو کې کوښښ وکړي ترڅو رښتینو او اړو کسانو ته ورسیږي.

د غونډې په بله برخه کې د فراه ولایت امنیتي وضعیت تر بحث لاندې ونیول شو او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو له شمېر څخه اندیښنه څرګنده شوه او له حکومته وغوښتل شول ترڅو د عملیاتو په لړ کې مخالفین وټکوي، په پای کې راغلي عرض پاڼي  وڅیړل شوې او د اجراآتو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شوې. 

د میر حاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې، د پاکستان هېواد څخه د بیرته راستنیدونکو د غوښتنې په اړه د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا د رپوټ په اړه چې دم ګړۍ د سرخ رود ولسوالۍ د اتفاق مېنه کې ژوند تیروي، خبرې وشوې، په رپوټ کې راغلي چې بیرته راستنېدونکې د څښاک اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي او دوی په دې سیمه کې د ژورو څاګانو د کیندلو غوښتونکې دي.

د کمېسیون غړو د دوی ستونزه د موجه ګڼلو ترڅنګ یاده موضوع د اجراآتو په موخه اړوندو مراجعو ته ولیږله ترڅو په اړه یې لازم اجراآت ترسره شي.

د غونډې په بله برخه کې راغلو عرض پاڼو ته د رسیدګۍ سرپېره، په خپل وخت د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د جمهوري ریاست، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو، د ټاکنو د نیټې د جوتیدو په اړوند ټینګار وشو. 

د میرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت او له منځه وړو د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې، څرګنده شوه چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه لویه ټولیزه ستونزه ده، تر هغه وخته چې د ښځو او نارینوو تر منځ د ګذشت او یو بل د زغملو حس پیدا نه شي، نه شو کولای دې ستونزې ته د حل لار ومومو.

د غونډې په بله برخه کې د ژمي د رارسېدو او په اړمنو کورنیو د مرستو د ویش د څرنګوالي په اړه خبرې وشوې او د ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل شول ترڅو بیځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د هیڅ راز همکاریو او مرستو ډډه ونه کړي.

7-Qaws97-Zanan.JPG

 د میرمنې طیبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې ټاکل شوې وه د کرهڼې، اوبولو او مالدارۍ وزارت د استازي په حضور کې د کابل پولیسو د امنتی اتمې حوزې آمر سره د یا دې حوزې د ټولې د یو قوماندان له خوا د کول حشمت خان سیمې د آمر د ګواښلو په اړه خبرې وشي، خو د اتمې حوزې مسئولین حاضر نه شول چې د دوي نه راګ تر نیوکې لاندي ونیول شول او وویل شول چې باید دوي خپلو غیر قانوني کړنو ته د پاي ټکې کیږدي او د چارواکو د زورولو څخه لاس واخلي.د کمیسیون غونډې ټینګار وکړ چې حکومت او اړوند بنسټونه باید د کول حشمت خان تاریخې سیمې ته ځانګړي پاملرنه واړوي، پرینږدي چې ځمکې یې له دي زیاتی غصب شي.

7-Qaws97-Rifai.JPG

د حاجي محمد حنیف حنفي په مشرۍ د شکایتونو د اوریدو کمیسیون په غونډه کې، د کورنیوچارو وزارت د ملي پولیسو د ډېریو برحاله او تقاعد شوو افسرانو شکایت چې نوموړي ادعا لري د تقاعد د حزینې او پیژنتون چارواکي ورسره ناوړه چلند کوي یاده موضوع او ځینې نور مسایل د کورنیو چارو وزارت د پیژنتون او د تقاعد د خزینې له رئیسانو په حضور کې تر بحث لاندې راغلل . د کورنیو چارو وزارت د پیژنتون رئیس په خپلو ځوابونو کې وویل د روتیشن د منظم سیستم نه شتون د یاد وزارت د ځانګړو ستونزو څخه بلل کیږي هڅې روانې دي چې یاده څانګه د ملي دفاع وزارت غونډې فعاله شي . نوموړي د کمیسیون د غړو د پوښتنو په ځواب کې د ملي شورا د یو شمیرغړو او ځینو چارواکو څخه د تقرر او انفکاک په چارو کې شکایت وکړ او و یې ویل یادې ادارې د ریفورم او اصلاح په برخو کې په بیړه کار پیل کړی تر اوسه یې د احتیاط د برخې ۲۹۰۰ تنه افسران په دندو ګمارلي او د ۶۰۰ تنو د ګمارنې کار په جریان کې دی . وروسته د تقاعد د خزینې رئیس د پوځي افسرانو د تقاعد د څرنګوالي د ترسره کیدو په اړه معلومات وړاندې کړل او و یې ویل یادې ادارې د آنلاین پرمختللی سیستم رامنځ ته کړی او د هیواد د پوځي اداراتو سره باید اسنادونه او مکتوبونه تبادله شي چې د یاد سیستم په پلي کیدو د متقاعدینو د سندونو د پړاووهلو په بهیر کې ډیر کموالی راغلی .

کمیسیون د چارواکو د اظهاراتو تر اوریدو وروسته زیاته کړه چې د هیواد متقاعدین په خاصه توګه پوځیانو ډېر کلونه د هیواد او خلګو په خدمت کې وو او د درناوي وړ دي او باید په ټولو چارو کې ورسره مناسبه وریه ترسره شي او دغه زار ټینګار وشو ترڅو په کورنیو چارو وزارت کې د روټیشن سیستم رامنځ ته او د اجرا وړ وګرځي .

د غونډې په بله برخه کې د ملي دفاع وزارت د متقاعد جنرال معین الدین شکایت د یاد وزارت د پیژنتون له مرستیال سره مطرح شو . د پیژنتون مرستیال په خپلو توضیحاتو کې وویل چې مخ کې د نوموړي په پیژند پاڼې کې ستونزې شتون درلود چې اوس مهال ستونزه حل شوې او هغه اجراآت چې لازم وي ترسره به شي .

 7-Qaws97-Shikayat.JPG

د غونډې په پای کې د کابل ښار د نظیف مارکیټ د دوکاندارانو شکایت د لاس پلورونکو څخه د پنځمې ناحیې له رئیس او د ماليې وزارت د استازي سره مطرح شو . په غونډه کې یادو چارواکو ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به په پوره همغږي سره حل کړي .

د محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمیسیون په غونډه کې د ۱۳۹۷ مال کال د دریو ربعو په لړ کې د دولت د پرمختیایی پروژو د پلی کیدو د څرنګوالي رپوټ مطالعه شو، په رپوټ کې راغلي چې د ۷۲۴ پرمختیایی پروژو له جملې څخه دوه اتیا تکمیل او دېرش پروژې متوقف او پاتي یې د کار لاندي دي.

د کمیسیون غړو د امنیت سکتور د عمده لاسته راوړنو په اړه خبرې او وپتییل شوه چې په راتلونکو غونډو کې دي د طبیعي ذیرمو او بنسټونو سکتور اړوند تکمیل شویو پروژو په اړه بحث وشي.

7-Qaws97-Mali.JPG

د غونډې به بله برخه کې کابل کې د برېښنا د پریکون او په دي برخه کې د هېوادوالو د شکایتونو په اړه بحث او ټینګار وشو چې د برېښنا شرکت دي د پلازمینې د اوسیدونکو د ستونزو د حل په موخه جدي هڅې وکړي.